Tag Archives: فاریاب

د فاریاب پولیسو د ۴۱ وسلوالو طالبانو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی

د فاریاب د امنیه قومنداني ویاند ویلي، چې د دغه ولایت پّ خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو پر ځانګړيو عملیاتو د ۴۰ کسیزې ډلې د مشرقاري تاج الدین په ګډون ۲۰ وسلوالو طالبانو وژل شوي ۱۴ ټپیان دي او ۷ نور له وسلو سره نیول …

نور... »

په فاریاب کې د المار طالب ولسوال او د سرې قطعې قومندان وژل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ طالب ولسوال او په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان حبیب نومی وژلي دي. د دغې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ د افغان ځواکونو په دوه بېلابېلو عملیاتو کې …

نور... »

د فاریاب په پښتونکوټ کې طالب مرستیال ولسوال ووژل شو

کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال ولسوال له وژل کیدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حیات الله نومی طالب مرستیال ولسوال تېره ورځ( د مرغومي ۱۵) د دغې ولسوالۍ  په حسن بلاق کلي کې له خپل …

نور... »

په فاریاب ولایت کې د یو طالب قاضي په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر یو پتنځی بمبارد کړی او د یو قاضي په ګډون یې ۷ طالبان وژلي دي.    د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو څرګنده کړې؛ د امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې، چې د دغه ولایت …

نور... »

په فاریاب کې د طالبانو له شتون ۲۰ کلي پاک شول

د فاریاب ولایت چارواکو ویلي، چې د ایثار ۱۰ عملیاتو په پایله کې د دې ولایت د اندخوی او قرغان ولسوالیو ۲۰ لول او واړه کلي د وسلوالو مخالفانو له شتون پاک او وپلټل شول. د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش ویلي، چې وسلوالو مخالفانو له جګړې …

نور... »

د فاریاب په پښتونکوټ کې کلابند کسان لوږې وهلي

د فاریاب ولایتي شورا یو غړی وایي؛ د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې وسلوالو طالبانو یوه سیمه کلابنده کړې، چې له کبله یې لسګونه کسان د لوږې او ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. د فاریاب ولایتي شورا غړی عبدالاحدالبیک وایي، طالبانو له تېرو څو میاشتو …

نور... »

په بلخ او فاریاب ولایتونو کې ۱۱۳ طالبان وژل شوي

چارواکو ویلي، چې د بلخ په چاربولک او د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالیو کې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ګډو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي، ۱۱ مو نیولي او ۹ نور ټپیان دي. د دفاع وزارت ویاند غفور جاوید دا هم …

نور... »

په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د امنیتي بنسټونو په خبره؛ دا مهال د ټول هېواد په لس ولایتونو کې جګړه روانه ده؛ د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي. د هېواد په شمال کې د څو ولایتونو اوسیدونکي امنیتي بنسټونه د شته ګواښونو په وړاندې په بې پروایۍ …

نور... »

د فاریاب قیصار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ووژل شو

د هېواد په شمال کې شاهین قول اردو په ډاګه کړې، چې د قیصار ولسوالۍ د چیچکتوی په اړوند سیمه کې د یو ولسوال په ګډون ۵۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د دغې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه قیصار ولسوالۍ ته د نومول شوي طالب …

نور... »

په فاریاب کې د ملي اردو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی

د شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې نن سهار د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی. سرچینې دا هم ویلي، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې په دې پېښه کې د دوه طالب قومندانانو ملا شاولي او …

نور... »

په فاریاب کې د مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ طالبان بمبارد شوي

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو تر منځ د حمام چشمه په اړوند سیمه کې پر طالبانو پرلپسې درې هوایي بریدونه شوي، چې په کې د شمال لپاره د طالبانو د پوځي قومندان مولوي مطیع الله او څو نورو قومندانانو په ګډون …

نور... »

طالبانو د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالي ونیوله

په فاریاب ولایت کې تېره شپه وسلوالو طالبانو له امنیتي ځواکونو څخه وروسته له یوې اوونۍ نښتې د بلچراغ ولسوالي ونیوله. د فاریاب ولایتتي شورا رییس طاهر رحماني د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، چې لږ تر لږه ۴۰ سرتېري هم طالبانو ژوندي نیولي دي. هغه مرکزي حکومت دغه ولایت …

نور... »

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ درې کلي طالبانو ونیول

د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، چې طالبانو تېره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ ستراتیژیکه سیمه طالبانو ونیوله او نن سهار یې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ درې کلي تر ولکې لاندې راوستل. د ولایتي شورا غړیو دغه راز د المار، پښتونکوټ، غورماچ او لویې لارې امنیتي وضعیت اندېښمن کړي …

نور... »

د فاریاب په دولت آباد کې ۱۶ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت پولیسو څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د جمجمه قلعه او بازار قلعه پر امنیتي پوستو د طالبانو برید پر شاتمبولی، چې په کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم …

نور... »

د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو په انقره کې ولیدل

سرور دانش په افغانستان کې د جنرال دوستم حضور یوه اړتیا بولي او د مخامخ خبرو له لارې د روانو  کړکېچونو پر حل ټینګار کوي. د ولسمشر دوه یم مرستیال او د کار او ټولنیزو چارو وزیر، چې د ترکیې د ولسمشر د ولسمشریزې ژمنې په مراسمو کې د ګډون …

نور... »

په هېواد کې د نا مسووله وسلوالو د نیولو پرېکړه پلې کوو- اختر ابراهیمي

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، چې فاریاب ولایت ته تللی وايي، چې که څه هم نامسوولو وسلوالو کسانو د هېواد په ځينو برخو کې د لویو لارو او سیمو کنترول او څارنه خپله کړې؛ خو د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې به ټول دغه وسلوال ونیسو او …

نور... »

د فاریاب ولایت د آقینې بندر بندیدو سوداګر اندېښمن کړي

د جنبش ګوند د غړیو لخوا د ترافیکو پر مخ د فاریاب ولایت د آقینې بندر تړل کیدو د سوداګرو او د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي اندېښمن کړي دي. د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رییس ویلي، چې په اړوند سیمه کې رامنځته شوي وضعیت د …

نور... »

د جنبش ګوند پلویانو د آقینې بندر لار وتړله

د اندخوی ولسوال ویلي، چې د جنبش ګوند پلویانو د آقینې بندر لار تړلې او په اړوند سیمه کې یې د تحصن خیمه درولې ده.   د هغه د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د جنبش ګوند پلویانو د قیصاري په ملاتړ خپل …

نور... »

په فاریاب ولایت کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه ویجاړ شول

دفاعي چارواکو څرګنده کړې، چې د فاریاب په غورماچ ولسوالې کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي؛ دا مرکزونه د غورماچ په عاشور زایي سیمه کې ول، چې تل به یی امنیتي پوستې او مرکزونه له …

نور... »

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش طالبانو نیولی

سیمه ییز چارواکي مني، چې د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش طالبانو نیولی دی. د فاریاب ولایتي شورا رییس طاهر رحماني څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په نښته کې د کوهستان د ولسوال عبدالرحمن پناه په ګډون اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د ښاغلي رحماني په وینا؛ …

نور... »