عاجل خبرونه

Tag Archives: غزني

وسلوالو طالبانو په غزني ښارکې ۱۱ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

غزني امنیه قومندان وایی چی وسلوالو طالبانو تېره شبه په غزني ښارکې پر څو امنتی پوستو بریدونه وکړل، چې په کې نهه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او دغه راز ۱۳ وسلوال مخالفین هم وژل شوي دي. د غزنی امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، وسلوالو طالبانو …

نور... »

ازبکستان غواړي په غزني کې د ابوریحان البیرونی مزار ورغوي

په کابل کې د ازبکستان سفیر ویلي،  د مقبرې د اساسي رغونې ترڅنګ به په دغه ولایت کې له نورو برخو سره هم همکاري وکړي. په کابل کې د ازبکستان سفیر عصمت الله ارګیاچوف، چې غزني ولایت ته یې سفر کړی و ویلي؛ هېواد یي هیله من دی، چې په …

نور... »

د غزني د جنایي مدیریت چارواکی پر بې غږه تفنګچې ترور شوی

د  غزني امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې سیمه ییز آمرحمید ودان نن په یوه وسلوال برید کې ووژل شو. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، حمید ودان دندې ته روان و، چې د غزني ښار د درېیم پلان په سیمه کې وسلوالو پر بې غږه …

نور... »

د غزني د جغتو امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د غزني د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان میراجان د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی او یو ساتونکی یي ټپی دی. له دې لس ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ بل امنیه قومندان هم په یوه چاودنه کې ووژل شو او دوه …

نور... »

په غزني کې پر یو هوایي برید ۵ وسلوال وژل شوي

د غزني امنیه قومنداني وايي، دا برید پرون له غرمې وروسته  د اندړ ولسوالۍ د میریاڼو او حیات والو کلیو تر منځ شوی دی. سرچینه په ډاګه کوي، چې  په دغه ځای کې په یوه باغ  کي د ملا ادریس د ګروپ پېنځه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان …

نور... »

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د غزني ولایت امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، چې د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسحاق جلیلي له خپل یو ساتونکي سره د چغتو ولسوالۍ د ګلبوري په کلي کې د سړک غاړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. د غزني ولایتي شورا سرپرست حسن رضا …

نور... »

طالبانو د غزني د زنه خان ولسوالۍ تاسیسات له منځه وړي

  وسلوالو طالبانو د غزني د زنخان ولسوالۍ پر ودانۍ پراخ برید کړی او  ټول تاسیسات یې له منځه وړي دي. د زنخان ولسوالۍ مرکز د ناامنیو له امله له کلونو راهیسې د غزني ښار دوه کیلو مترۍ ته رالیږدول شوی؛ خو وسلوالو پرې دغلته هم برید وکړ. د ولایتي …

نور... »

په غزني کې اووه ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي

د غزني، ګیرو، ده یک، زنخان، خوږیاڼي، اندړ، واغظ او اب بند هغه ولسوالۍ دي، چې د وسلوالو مخالفینو تر  ګواښ لاندې دي؛ خو د ګیرو او اجریستان ولسوالۍ د هوا له لارې اکمالیږي. د غزني والي کریم متین وايي، د دې ولایت اووه ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ …

نور... »

وسلوالو نن سهار په غزني کی لس کسه برمته کړي

د غزني چارواکي وايي، نن دوه موتر، چې له غزني څخه قرباغ ته روان ول؛ د تلخک په سیمه کې وسلوالو درولي او لس کسه یې له ځان سره بیولي دي. چارواکي زیاتوي؛ تراوسه روښانه نه ده، چې دا کسان چېرته او په کومه موخه وړل شوي دي.  د غزني …

نور... »

درندو وسلو ته نه لاسرسی د سیمو د سقوط علت ګڼل کیږي

په غزني ولایت کې چارواکي وایي، که حکومت سیمه ییزو پولیسو ته درندې وسلې ورکړي، هیڅکله به طالبان پرې بریالي نه شي. د ده یک ولسوالۍ کلي ناامنه دي؛ په دې سیمو کې د جګړو اور بل دی، د ډزو غږونه اوریدل کیږي، چې یوه ویرونکې سیمه ترې جوړه شوې …

نور... »

طالبان د غزني ښار له اوسیدونکیو عشر ټولوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو سوداګرو ته په رااستول شویو لیکونو کې له هغوی د عشر په نوم پیسې غواړي او له دې لارې خپل جنګي ماشین روان ساتي. طالبان له څو کلونو را هیسې د دې تر څنګ، چې د غزني لیرې پرتو کلیو او ولسوالیو …

نور... »