عاجل خبرونه

Tag Archives: غزني

د غزني پر اړوند ولسوالیو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي

په غزني کې چارواکو په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت پر قره باغ، جغتو، رشیدان او جاغوري ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې د رشیدان ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان صبغت الله په ګډون څلور ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او …

نور... »

په غزني کې تښتول شوي ۱۹ کسان راخوشې شول

  په غزني کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب هغه نولس کسان راخوشې شول، چې څو ورځې مخکې طالبانو تښتولي وه. په تښتول شویو کسانو کې اته یې د جاغوري او پاتې د نورو سیمو اوسیدونکي دي، چې له لارې طالبانو وړي وه. د ولایتي شورا یو غړی وایي، طالبانو …

نور... »

په غزني کې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پیاوړي مدیریت ته اړتیا ده- هاشمي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غزني کې ولایت کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پر پیاوړي مدیریت ټينګار څرګند کړی دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې په غزني ولایت کې حوزوي ټاکنې تر سره کوي؛ خو اوس هم …

نور... »

په غزني کې د دفاع وزیر پر امنیتي ناستې توغندي توغول شوي

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د یکشنبې پر ورځ یوولس نیمې بجې د دفاع وزیر پر امنیتي ناستې توغندي توغول شوي دی. ویل کیږي، چې د غزني ولایت په انګړ کې هغه مهال دوه توغندي ولګیدل، چې دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزارت سلاکار او امنیتي مرستیال، …

نور... »

وسلوالو په غزني کې د جغتو ولسوالۍ وداني سوځولې

د غزني ولایتي شورا غړي وایي، وسلوالو تېره شپه پر جغتو ولسوالۍ ډله ییز برید کړی؛ ودانۍ ته یی اور اچولی، وسلې او تهیجزات یی ترې وړي دي. د غزني ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیري ویلي: په برید کې تلفات نشته؛ ځکه، چې د ولسوالۍ درې ساتونکي نږدې کلیو ته …

نور... »

په غزني کې دوه پولیس د مهماتو او پوځي جامو د پلور په تور نیول شوي

د غزني امنیه قومندان وایي، چې د مهماتو او پوځي جامو د پلور پر تور شاکر او صفی الله نومي دوه پولیس لاس په لاس نیول شوي، چې له کلونو را پدیخوا یی په غزني کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده. د دې ولایت امنیه قومندان فرید احمد …

نور... »

د غزني په مالستان کې ماین چاودنې د یوې کورنې ۵ غړي ووژل

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په یوه کور کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي.   د غزني ولایت د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د پېښې پخلی کوي او وایي، چې دغې چاودنې دوه نرینه او درې میرمنې وژلي دي. …

نور... »

په غزني، زابل او کندهار کې د شریعت غږ رادیو خپرونو اندېښنې راپارولي

د غزني یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو د شریعت رادیو خپرونې د اندېښنې وړ بولي او له حکومت غواړي، چې ژر یې مخه ونسي. شریعت غږ رادیو له لس کلونو راپدیخوا په غزني کې محدود نشرات درلودل؛ خو اوس پراخ شوي او حتا تر کندهار او زابل ولایتونو اوریدل کیږي. …

نور... »

د غزني په اجرستان کې لسګونه طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ته د رارسیدلیو تازه دمو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۳ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري څرګنده کړې، چې د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو طالبانو له دې ولسوالۍ تېښته …

نور... »

د غزني پر اجرستان ولسوالۍ وسلوالو بیا بریدونه پیل کړی

چارواکو ویلي؛ تېره شپه دغزني پر اجرستان ولسوالۍ وسلوالو بیا بریدونه تر سره کړی، چې په کې یو پولیس وژل شوی، یو ټپي دی او درې پوستو سقوط کړی دی. د اجرستان ولسوال حمدالله ويلي؛ که مرستندوی ځواکونه ور ونه رسیږي ښایي دا ولسوالي د دوی له لاسه ووځي. د …

نور... »

هلمندي ځوانانو له هلمنده تر کابله پلی تګ پیل کړ

په هلمند کې د سولې غوښتنې د خیمې غړیو څو ورځي وړاندې د جګړي د پای ته رسیدو په موخه یو پرېکړه لیک صادر کړ، چې د جګړي ښکېلې غاړې د روژي په میاشت کي اوربند وکړي؛ خو هیڅ لوري ورته مثبت ځواب ورنه کړ اوس اړشوي، چې کابل ته …

نور... »

د غزني د اندړ دوه سیمه ییز پولیس د پوستې پلورلو پر تور نیول شوي

د غزني امنیتي چارواکو ویلي؛ په دې ولایت کې دوه سیمه ییز پولیس، چې له طالبانو سره یې اړیکې درلودې؛ د یوې امنیتي پوستې له سپارلو مخکې ونیول شول. د غزني ولایت امنیه قومندان ویلي، چې نیول شوي پولیس د لغمان ولایت اوسیدونکي دي او د اندړ ولسوالۍ د امین …

نور... »

په غزني کې ملي امنیت په تېره یوه اوونۍ کې ۵ طالبان نیولي

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت کارمندانو په تېره یوه اوونۍ کې ۵ طالبان له بېلابېلو سیمو نیولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو او د دولتي کارمندانو په ترور کې یې لاس درلود. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي: امنیتي ځواکونه …

نور... »

د غزني د قرباغ ولسوالۍ د خلکو لانجه د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده

د غزني د قرباغ ولسوالې د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو لانجه د دواړو لوریو د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده . د غزني د قرباغ ولسوالۍ د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو ترمنځ له پخوا راهیسې د اوبو لانجه وه؛ خو هغه وخت یې زور واخیست، …

نور... »

په غزني کې یو ځوان له شل ورځني بنده ژغورل شوی

افغان امنیتي ځواکونه وایي، په غرنې کي د طالبانو له بنده ژغورل  شوی ځوان وایي شل ورځې یی په بند کې تیرې کړې او سخت شکنجه شوی دی.  امنیتي چارواکي زیاتوي، چې ژغورل شوی ځوان وکیل نومیږي. هغه په لوګر کې  له دولت سره د همکارې په تور نیول شوی …

نور... »

په غزني کې ۵ سرتېري او ۱۱ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني والي ویاند نوري ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د زنخان ولسوالۍ پر امنیتي پوسته برید کړی؛ خو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل او په کې دوه سرتېري او ۵ وسلوال وژل شوي دي.   هغه زیاتوي، په دې نښته کې درې سرتېري او شپږ …

نور... »

د غزني د خلکو اعتراض د تاوتریخوالي ښکار شو

د غزني ولایت امنیتي چارواکو آریانا نیوز ته ویلي؛ اعترض کوونکیو غوښتل د کندهار- کابل  پر یو بل سرک هم د اعتراض خیمه ولګوي، خو اعتراص یې له پولیسو پر تاوتریخوالي اوښتی دی.   د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د شېرآباد خلکو ویلي،  چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو …

نور... »

په غزني کې د خلکو لاریون درې ورځنی شو!

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د زرګونه اوسیدونکیو پیل شوی لاریون درېیمې ورځې ته راوغزیدو او د کابل ـ کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې ده. د قره باغ ولسوالۍ د شېرآباد کلي اوسیدونکي وايي، د نیختي کلي قومي اربکیانو د ابراهیم په نامه د …

نور... »

په غزني کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي

تېره شپه طالبانو په یو ډله ییز برید کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اته سیمه ییز پولیس وژلي دي.   د غزني والي ویاند محمد عارف نوري پېښه منلې او وایي؛ تېره شپه لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ د رباط په کلي کې د سیمه ییزو …

نور... »

د برښنا د عادلانه وېش لپاره یوې سراسري شبکې ته اړتیا ده

له میدان وردګ څخه غزني ولایت ته دوه سوه شل کیلو ولته برښنا د چمتلې او ارغندې له لارې ولیږدیده، چې ولسمشر یې  د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۴) پرانیسته وکړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني له میدان وردګ، غزني ته د دوه سوه شل کیلو ولته برښنا له …

نور... »