عاجل خبرونه

Tag Archives: غزني

په غزني کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو عملیاتود غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي. د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هېواد …

نور... »

په غزني ولایت کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي

د غزني ولایت د ګیلان او جاغوري ولسوالیو په اړوند سیمو کې کوماندو ځواکونو۳۰ طالب جنګیالي وژلي دي.   د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ تېره ورځ مازیګر مهال د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د ګیلان ولسوالۍ پر رسنه او د جاغوري ولسوالۍ پر حوتقول …

نور... »

په غزني کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي

د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي دي. د غزني والي د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د ګیلان ولسوالۍ د چیرلي کلي په یوه کمین …

نور... »

په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه شوه

امنیتي چارواکو ویلي، چې په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه او په جاغوري ولسوالۍ کې د ځانګړیو پولیس ځواکونو تر څنګ کوماندو او د امنیت د چټک غبرګون ځواکونو له دواړو خواوو ځمکني او هوایي بریدونه روان ساتلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند …

نور... »

د غزني مالستان او جاغوري ته پوره ځواکونه ندي رسیدلي- اړوند خلک

د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو بې ځایه شوي اوسیدونکي وایي، د جګړو د کابو کولو لپاره پوره ځواکونه اړوند سیمو ته ندي رسیدلي. اته ورځې کیږي، چې د غزني په اجرستان، جاغوري او د روزګان په خاص روزګان ولسوالیو کې جګړو او تاوتریخوالي له خلکو امنیت اخیستی دی. …

نور... »

په غزني کې ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي

د غزني چارواکو ویلي، چې تېره شپه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي او له ۷۰ ډېرو ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د غزني ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري له آریانا نیوز سره په تیلیفوني اړیکه …

نور... »

د غزني ښار شاوخوا سیمې د جګړې پر لومړۍ کرښو اوښتې دي

د ملي اردو سرتېري وایي؛ له هغې وروسته، چې طالبانو د غزني ښار یو شمېر سیمې ونیولې؛ اوس هم په بشپړ ډ‌ول له دغه ښاره پر شا شوي ندي. له طالبانو سره د دولتي ځواکونو جګړې د دوه میاشتو مخکې نښتو ته ورته ښکاري، چې په کې غزني ښار پېنځه …

نور... »

په ټول هېواد کې د ولسي جرګې دوه ورځنۍ ټاکنې تر سره شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د ولسي جرګې د ټاکنو پای اعلان کړ او په دې ملي بهیر کې یې د  ټولو هېوادوالو له ګډون مننه وکړه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل؛ څلور میلیون کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایې وکارولې، چې ۳۳ په سلو …

نور... »

په غزني کې د ولسي جرګې د تښتول شوي احتمالي نوماند مړی موندل شوی

وسلوالو طالبانو د ولسي جرګې د ټاکنو هغه احتمالي نوماند وژلی، چې نږدې یوه میاشت وړاندې تښتول شوی و. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وایي؛ د ولسي جرګې د ټاکنو احتمالي نوماند حاجی داوود، چې وسلوالو طالبانو د غزني ښار د سقوط پرمهال له ځان سره تښتولی و؛ …

نور... »

د غزني جګړه یوه توطیه وه، خو افغان ځواکونو شنډه کړه- اشرف غني

ولسمشر غني د غزني جګړه یوه نړیواله او سیمه ییزه توطیه بولي او وایي، چې افغان ځواکونو شنډه کړه. ولسمشر غني د پنجشنبې پر سهار د غزني د امنیت څېړلو لپاره دې ولایت ته ولاړ او له ملکي او پوځي مسوولینو او د خلکو له استازیو سره یې وکتل؛ خو …

نور... »

په غزني کې ۶ سرتېري د طالبانو له بنده وژغورل شول

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره شپه په غزني ولایت کې ځانګړیو امنیتي ځواکونو د طالبانو له بنده ۶ سرتېري وژغورل، چې دوه یې د ولسمشرۍ د ساتنې قطعې سرتېري دي. د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور ویلي، چې دغه عملیات د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې …

نور... »

په غزني ښار د طالبانو د همکارانو او غلو نیول پیل شوي

په غزني ښار کې امنیتي ځواکونو د هغو کسانو نیول پيل کړي، چې په غزني ښار کې یې د وسلوالو د برید پرمهال له طالبانو سره همکارې کړې او یا یې هم غلاوې کړي دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې د غزني ښار او د دغه ښار له اړوند څنډو څخه …

نور... »

په غزني کې د جګړې غږ د جوماتونو له لوړغږي راپورته شوی

امنیتي سرچینو ویلي؛ په غزني کې د جمعې ورځې د سهار درې بجې(د زمري ۱۹) د هغو سیمو له جوماتونو، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي؛ دا غږ کیږي، چې ښار نیول شوی او خلک دې له کورونو نه را وځي. له دې غږ سره سم د حکومتي ځواکونو …

نور... »

د کابل- غزني لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

که څه وسلوالو طالبانو د لارو په اوږدو کې کمینونه نیولي؛ خو بیا هم د غزني ښار ځيني اوسیدونکي توانیدلي، چې خپل ټپیان او د مړو جسدونه کابل ته راولیږدوي. د کابل غزني لویه لار، چې د میدان وردګ په اړوند سیمو کې تړل شوې وه؛ د دوشنبې پر ورځ( …

نور... »

په غزني کې ۹۵ وسلوال طالبان وژل شوي- بهرامي

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ په غزني ښار کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي بریدونو ۹۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د دوشنبې پر ورځ( دزمري ۲۲) یوې خبري ناستې ته د غزني د وروستیو امنیتي حالاتو …

نور... »

د غزني جګړې ته طالبان له څرګندو لارو رارسیږي

یو شمېر سرچینو ویلي، چې طالبان په پاکستان کې له تجهیر او تمویل وروسته  له څرګندو لارو د غزني جګړې ته رارسیدلي دي. د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ څه نا څه ۱۷۰۰ طالبان د غزني ښار په څو ورځنیو نښتو کې د سور جنګل او بادینه له لارې زابل …

نور... »

افغان ځواکونه هڅه کوي، چې غزني ښار د طالبانو له شتون پاک کړي- لوی درستیز

د ملي ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د غزني ولایت مهمې برخې د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي؛ خو طالبانو د ښاري سیمې په کورونو او پلورنځیو کې ځای نیولی دی. د افغان ځواکونو لوی درستیز شریف یفتلي د یکشنبې له غرمې وروسته( د زمري ۲۱) یوې خبرې ناستې …

نور... »

په غزني کې له طالبانو څخه د سیمو نیولو عملیات پیل شوي

حکومتي ځواکونو د غزني ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې له طالبانو سره دي؛ خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په دغه ښار کې روانې دي. غزني ښار ته د سلګونه تازه دمو سرتېرو په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو له رسیدو …

نور... »

له زر ډېر کومندو ځواکونه غزني ته رسیدلي

افغان امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې زرګونه کومندو ځواکونه او بېلابېل پوځي تانکونه او موتر د د شپې ناوخت د غزني ښار ته ورسیدل. که څه هم وسلوالو طالبانو د میدان وردګ- غزني پر لویه لار پلونه او پلچکونه له منځه وړي، خو دغه ځواک ځان موخې ته ورساوه. سرتېرو …

نور... »

په غزني کې ښاري ګارنیزیون جوړ شو

چارواکو ویلي، چې په غزني ښارکې مو له ګارنیزیون جوړولو موخه د امنیت ټینګښت او د ترهګرو او زورواکانو پرضد مبارزه ده. د غزني په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي، د ګارنیزیون د کار له …

نور... »