Tag Archives: عطامحمد نور

حکومت د سولی بهیر مخنیوی کوي- حنیف اتمر

حنیف اتمر د دوشنبې پر ورځ( د وري۵) په مزارشریف ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلینغونډې ګډونوالو ته حکومت تورن کړ، چی غواړي د سولې بهیر او په دې اړه د امریکا د هڅو مخه ونیسي او ټینګار کوي، چې که سوله ان په لنډمهاله حکومت راځي؛ …

نور... »

د پوله ساتو ځواکونو د ارکان رییس حسیب قریشي ولې خوشې شو؟

د بلخ پخواني والي نور ویلي، چې حسیب الله قریشي دوه اوونۍ مخکې د پوځ لخوا د فساد په تور نیول شوی و؛ خو بېرته د ملي امنیت له بنده خوشې او ور څخه په ضمانت کې پیسې او پاسپورت واخیستل شو او دغه راز د عطا محمد نور لخوا …

نور... »

که غوښتنې مو ونه منل شي، د مرګ تر بریده به ودریږو- نور

عطا محمد نور خبرداری ورکړ، چې که د ولسي جرګې په ټاکنو کې بایومتریک سیستم پلی نه شي؛ بېرته به خپل اعتراضونه پیل کړي. سیاسي ګوندونه د دې لپاره، چې وکړای شي د ټاکنو په بهیر کې بدلون رامنځته کړي؛ د ټاکنو کمیسیون د څو ولایتي دفترونو دروازې وتړلې؛ خو …

نور... »

که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ په درې ورځو کې نیسو-عطامحمد نور

د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس حکومت ته خبرداری ورکوي او وایي: که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ به په درې ورځو کې ونیسو. د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس عطامحمد نور، چې یو مهال یې د حکومت له پتې د هېواد په شمال کې امپراطوري کوله؛ اوس د …

نور... »

ټاکنې باید د خلکو په خوښه تر سره شي

د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف، چې محمد محقق، عطامحمد نور او بابر فرهمند یې همغږي دي اعلان وکړ، چې که قیصاري راخوشي او د جنرال دوستم راتګ ته زمینه برابره نشي؛ دوی به په شمال کې د ټاکنو مخه ونیسي. دوی په خپله تازه ناسته کې دا هم ویلي، چې …

نور... »

د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر خپل پراخ شتون اعلام کړي- نور

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۱۰) د ترکیې له اوږده سفره مزارشریف ښار ته راستون شو او په خپلو لومړنیو خبرو کې یې په ډاګه کړې، چې د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل پراخ شتون اعلام کړي. …

نور... »

عطا محمد نور ښاغلي اتمر ته له روان نظامه د ملاتړ ژمنه څرګنده کړې

د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي: له نظامه کلک ملاتړ کوي او د پیاوړتیا، بهبود او دوام له پاره یې ژمن دی. نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې تل …

نور... »

محمد اسحق رهگذر د بلخ د نوي والی په توګه وټاکل شو

یوې باوري حکومتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشر غني د محمد اسحق رهګذر تر څنګ فرهاد عظیمي او میرویس بلخي هم د پوهنې وزارت لپاره د کاندیدانو په توګه منلي، چې دا دواړه هم عطا محمد نور ته باوري کسان دي.  سرچینه وايي، چې د اقتصاد وزارت لپاره د …

نور... »

د ارګ او عطا محمد نور ناندرې د حل کیدو په حال کې دي- عبدالله

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس وايي، د ارګ او عطا محمد نور ځ ناندرې د حل کیدو په حال کې دي. اجرائیه رييس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړه، چې د ارګ او عطا محمد نور …

نور... »

ډېر ژر به ارګ له عطامحمد نور سره هوکړې ته ورسیږي

د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید منلې، چې له ارګه د رسیدلي دوه کسیز پلاوي او عطا محمد نور تر منځ دوه ورځنۍ خبرې بریالۍ روانې دي او ډېر ژر به یوې هوکړې ته ورسیږي. د ارګ له لوري د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته د …

نور... »

د سمنګان والي هم د ارګ پرېکړه رد کړه

د سمنګان والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي. نوموړي دا هم ویلي، چې ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې …

نور... »

د بلخ مشرۍ د لیږد په اړه ناندرې دې ژر او په سوله ییزه توګه حل شي-سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ په خپره  شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني او د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور دې خپلې ناندرې نوي والي ته د واک د لیږد په اړه چټکې او په سوله ییزه توګه حل کړي. تېره میاشت ارګ په ډاګه کړې وه، چې د بلخ …

نور... »

د ولسمشر او عطا محمد نور کړکیچ باید د خبرو له لارې حل شي- جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې بلخ ته د سیاسي ځواک د لیږدولو په برخه کې تاوتریخوالی ځای نه لري او په وینا یې د ولسمشر او عطا محمد نور کړکیچ باید د خبرو له لارې حل شي؛ ځکه، چې د والي ټاکل د ولسمشر حق دی. په …

نور... »

د بلخ مامورینو ته به د حیرتانو له عوایدو امتیازات ورکړم- نور

عطا محمد نور، چې ځان د بلخ برحاله والي ګڼي وايي؛ که یې کابل د اجراتو مخه ونیسي، د مامورینو معاشونه به د حیرتانو له عوایدو اجرا شي. عطا محمد نور په بلخ کې یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې ارګ ته د جمعیت لخوا د سپارل شوي سند …

نور... »

د عطا محمد نور لاسلیک نور د اعتبار او اجرا وړ نه دی- منیره یوسف زاده

د بلخ ولایت پر څوکۍ د عطا محمد نور د پاتې کیدو له ټینګار وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې د نور لاسلیک نور په حکومت کې اعتبار نه لري او د هغه هیڅ وړاندیز او مکتوب به اجرا نه شي. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې …

نور... »

ښاروال او والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي- نور

د بلخ پخوانی والي د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د فاریاب ولایت له ځوانانو سره په مزارشریف ښار کې ولیدل او هغو ته یې په وینا کې وویل؛ والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي او نړیوال  هم په افغانستان کې شته حقیقتونه وګوري او څوک یې …

نور... »

د حکومت بې کفایتۍ او کمزورۍ داعش رامنځته کړی- نور

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وایي، د حکومت له بې کفایتۍ او کمزورۍ څخه نن داعش ډله له منځني ختیځه افغانستان ته راغلې او هڅې کوي. هغه د لوګر، قره باغ ولسوالیو او د بلخ ولایت د یو شمېر ملاتړیو او اوسیدونکيو په یوه غونډه کې ویلي، چې …

نور... »

ملې امنیت کوڅه ډبې کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره پر وسلو سمبالوي- نور

د بلخ پخواني والي نن سه شنبه خپلو ملاتړیو ته په ډاګه کړې، چې ملي امنیت یو شمېر کوڅه ډبي کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره وسلوال کوي. زه به د دغو وسلوالو غاښونه پرته له دې ، چې له چا اجازه وغواړم مات کړم.   په تېرو څو …

نور... »

د بلخ پخوانی والي د ولایت مقام ته تلی او خپل کار یې پیل کړ

یو شمېرسرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې ښاغلی عطامحمد نور د ولایت مقام ته تلی او خپل کار یې پیل کړی او غواړي د بلخ والي په توګه حپل کار روان وساتي. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د شنبې پر ورځ(د مرغومي ۹)  په ډېر ویاړ یوې خبري ناستې …

نور... »

حکومت او عطا محمد نور دې هېواد په خپل روان کړکېچ کې نه ډوبوي

د بلخ د واک و ځواک او د ارګ و جمعیت تر منځ په ټپه ولاړ حالت  ته په نغوته کې د افغانستان د خلکو محور له حکومت او عطا محمد نور غواړي، چې ژر سیاسي تفاهم ومني او هېواد په روان کړکېچ کې ډوب نه کړي. د دې کړکېچونو …

نور... »