Tag Archives: عام وګړي

په بغلان کې چاودنو ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده

په بغلان ولایت کې دوه بېلابېلو چاودنو یو سرتېری او اته ملکي وګړي وژلي او د دوه پولیس سرتېرو په ګډون ۸ اته کسان ټپیان دي.     د بغلان ولایت د عامې روغتیا مرستیال عبدالعلیم غفاري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې په وژل شویو کې ۴ ماشومان، دوه …

نور... »

په کونړ کې د پاکستانیو ځواکونو پر ډزو دوه ملکي ګړي وژل شوي

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د افغان او پاکستانيو پوله ساتي ځواکونو تر منځ په نښته کې د پاکستانیو ځواکونو پر ډزو دوه سیمه ییز ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني …

نور... »

د ناتو سیمه ییز قومندان په میدان وردګ کې د ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله بښنه وغوښته

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت د میدان وردګ ولایت د سیدآباد په ولسوالۍ کې پر هوایي برید د اووه ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله د قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته. تېره اوونۍ د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت پر هوایي برید د میدان وردګ ولایت په سید آباد …

نور... »

په روزګان کې د ۶ طالبانو په ګډون لسګونه عام وګړي وژل شوي

سیمه ییزو سرچینو په ډاګه کړې، چې د روزګان د پخواني والي امان الله تيموري د کورنۍ د غړیو او شپږ طالبانو په ګډون د دغه ولایت د خلج د سیمې ۳۵ عام وګړي په یو لړ هوایي بریدونو کې وژل شوي دي. د خلج سيمې اوسېدونکی او قومي مشر …

نور... »

پر موترسایکلونو ګرځبندیز دې لیرې شي- د میدان وردګ اوسیدونکي

د میدان وردګ اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د موترسایکلونو پر ګرځبندیز نیوکې کوي او وایي، چې د امنیت په ښه والي کې یې مثبت بدلون ندی راوستی. د یو شمېر نورو ولایتونو تر څنګ په میدان وردګ کې هم له تېرو پېنځه کلونو را …

نور... »

په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر …

نور... »

د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.   د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ د خلازیو او …

نور... »

په غزني کې ماین چاودنې ۴ عام وګړي وژلي

د غزني ښار په آرزو کلي کې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) غرمه مهال د سرک غاړې ماین چاودنې څلور عام وګړي وژلي دي. د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ یوه ریکشا، چې له اړوند سیمې تېریده د سړک غاړې پر ماین وربرابره شوې، چې په کې …

نور... »

په ننګرهار کې افغان او بهرنیو هوایي ځواکونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

افغان او بهرنیو ځواکونو د ننګرهار د هسکې مېنې پر اړوند سیمې بمبارد کړی، چې په کې یوولس کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي. ځايي خلک وايي، له تېرو درې ورځو راپدیخوا افغان او بهرني ځواکونه د داعش د ځپلو لپاره د هسکې مېنې  په بېلابېلو سیمو کې ملکي …

نور... »

ولس له قتل عام سره مخ او افغان ځواکونه د وژنکې بلا خولې ته اچول شوي-عبدالله

اجرائیه رييس اعتراف کوي، چې ولس له قتل عام سره مخ او افغان ځواکونه د وژنکې بلا خولې ته اچول شوي دي. د جګړې شدت، د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړیدل او د ولسوالیو سقوط هغه ستونزې دي، چې د ملي وحدت حکومت رهبران یې په اړه وېشلي دریځونه لري. …

نور... »

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په عملیاتو کې لس کسان وژل شوي

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د هِدیه خېلو او مندرخېلو اوسیدونکي وایي، چې د شنبې شپې په شپنیوعملیاتو کې لس ولسي وګړي وژل شوي. د اړوند سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو کلیو کې د ګډو عملیاتو  پر مهال لس هغه ملکیان …

نور... »

پر انترکانتیننتال هوتل د ۵ بریدګرو برید پټې خواوې هم لري

د کورنیو چارو وزیر وايي، چې له بریدګرو سره د وسلو او چاودیدونکیو توکو په لیږد او ځای پر ځای کولو کې د هوتل د ننه کسانو همکاري کړې او د دغه خونړي برید زمینه یې ورته برابره کړې ده. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي؛ استخباراتي کمزوري …

نور... »