عاجل خبرونه

Tag Archives: عاشورا

د محرم لسمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو بڼو ونمانځل شوه

د محرم لسمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو بڼو ونمانځل شوه او هیڅ داسې پېښه تر سره نه شوه، چې خلک په کې ځاني او مالي زیانونه وویني. ولسي ځواک د امنیت په ساتنه کې پخپله برخه اخیستې وه او د هرې احتمالي حملې د مخنیوي لپاره …

نور... »

هیڅ ځواک د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو مخنیوی نشي کولی- اشرف غني

ولسمشر اشرف غني د عاشورا او محرم د لسمې ویرجنو ته په وینا کې ویلي، جمهوریت سره کرښه ده او هیڅ ځواک د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو مخنیوی نشي کولی. د محرم د لسمې په نمانغونډه کې ولسمشر اشرف غني او یو شمېر حکومتي چارواکو د محرم لسمه …

نور... »

په کابل کې د عاشورا مراسم ډاډمن تر سره شول

په کابل کې د عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي هڅو لاندې تر سره شول؛ سلګونه ولسي ځواکونو په واټونو کې خلک څارل او د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې د دې مراسمو د امنیت ساتنه وکړه او یوشمېر نورو ویرجنو امنیتي ځواکونو ته وینې ډالۍ کړې. د سږکال عاشورایي مراسمو …

نور... »

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل او له افغانستان څځه یوه  بله کربلا جوړه شي. ولسمشر غني د عاشورا نمانځغونډې ته په خبرو کې مذهبي نفاق ته لمن وهل هېواد ته لوی ګواښ یاد کړ او له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې د …

نور... »

په بلخ ولایت کې د عاشورا مراسم خوندي تر سره شول

د عاشورا مراسم د مزار شریف په بېلا بېلو برخو کې خوندي ترسره او په زرګونه ښځينه او نرینه  ویرجنو د محرام الحرام لسمې یا د عاشورا د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه جوماتونو او تکیه خانو ته ولاړل. سږ کال د ښآر په عمومي …

نور... »

ترهګر د اوسنۍ زمانې یزیدیان دي- ولسمشر غني

ولسمشر غني وايي، چې ترهګر د اوسنۍ زمانې یزیدیان دي، چې په جوماتونو کې خلک وژني او غواړي د کربلا ویر تازه او د افغانانو ژوند تریخ کړي. ولسمشر، چې امام زمان جومات ته تللی و؛ په خپلو خبرو کې یې وویل، چې سخت دریځې ډلې د افغانانو تبايي غواړي. …

نور... »

که ګومارنې د زور له لارې دوام ومومي، حکومت به نابود شي- کریم خلیلي

د سولې عالي شورا ريیس وايي، که ګومارنې د زور له لارې دوام ومومي، حکومت به نابود شي. د عاشورا د مراسمو پر پلمه د سولې عالي شورا ريیس پر ملي وحدت حکومت خپل زړه ښه تش کړ. د سولې عالي شورا ريیس کریم خلیلي وايي، چې په حکومت کې …

نور... »

نن په ټول هېواد کې د محرم لسمه په مذهبي مراسمو نمانځل کیږي

د محرم لسمه د عاشورا له ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پر یو لړ مذهبي مراسمو نمانځل کیږي. په دې ورځ د حضرت محمد (ص) د نمسی حضرت حسین د  کورنۍ د غړیو او یارانو په ګډون ۷۲ کسان په  کربلا کې شهیدان شول. …

نور... »