عاجل خبرونه

Tag Archives: طالبان

په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان توغندیز برید شوی

طالبانو په پروان ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲) د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو پر موتریز کاروان توغندیز برید کړی دی. د پروان ولایت امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه تېره شپه یوه  یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه، چې …

نور... »

چین به هم د افغان سیاستوالو او طالبانو د استازیو د سولې ناستې کوربه شي

بیجنګ د افغانستان سولې په بهیر کې د رول لوبولو ټټر وهلی او غواړي د افغانان سیاستوالو او طالب استازیو تر منځ د سولې ناسته تر سره کړي. یوه حکومتي سرچینه وایي؛ د چین دولت افغان حکومت ته وړاندیز کړی، چې دې ناستې ته استازي وټاکي. دې سرچینې ویلي، حکومت …

نور... »

له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده- خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده.  له طالبانو سره د امریکا د خبرو په ټپه له دریدو را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی …

نور... »

د تخار ینګي کلا ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه شوه

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د تخارولایت  ینګي کلا ولسوالي د وسلوالو طالبانو  له شتون پاکه شوه. دوه اوونۍ مخکې په تخار کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل او اوس په درقد کې روان دي، چې په کې پېنځه کاله مخکې طالبانو فعالیت پیل کړی دی. د تخار امنیه قومندانۍ …

نور... »

طالبان باید تلپاتې سولې ته ژمن وي-ناتو

ناتو د افغانستان د سولې خبرو له بیا پایلیدو هرکلی کوي؛ خو له طالبانو هم غواړي، چې سولې ته د رسیدو لپاره رښتینې ژمنه وکړي. د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې مونږ د سولې د خبرو اترو له بیا پیل هر کلی کوو؛ خو طالبان هم باید لیوالتیا وښیي، …

نور... »

حکومت د انس حقانې د خوشې کولو هوډ نلري- صدیقي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، انس حقاني د ملي امنیت ځواکونو په بند کې دی او د خوشې کولو لپاره یې کومه هوکړه نده شوې. افغان حکومت د انس حقاني د خوشې کیدو پر سر د هوکړې ادعا ردوي او ویل کیږي، چې له ټاکنو وروسته د سولې خبرې د ارګ د …

نور... »

امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې امریکايي استازيو په پاکستان کې له طالب استازیو سره د سولې د خبرو پر بیا پیلولو خبرې کړې دي. وال ستریت ژورنال د هغه امریکايي پلاوي د غړیو له قوله، چې په پاکستان کې یې تېره میاشت له طالبانو سره لیدلي لیکلي؛ دوی …

نور... »

امنیتي ځواکونه او طالبان د لوګر د پلازمېنې پل علم ښار په کلیو کې جنګیږي

د لوګر یو شمېر اوسیدونکي وايي، له ولسوالیو وروسته جګړه د پل علم ښار تر کلیو را رسیدلې او په دې سيمو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ هر وخت نښتې کيږي. د لوګر په مرکز پل عالم کې خلک د وسلوالو طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو …

نور... »

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وخت رارسیدلی- دونالد ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د خپلو ټاکنیزو هڅو پر مهال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو خپله دنده ترسره کړې او اوس یې امریکا ته د بېرته ستنیدو وخت دی. د امریکا ولسمشر دوناد ترمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو غږ وکړ …

نور... »

د غزني پوهنتون په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۷ زدکړیالان ټپیان کړل

کورنیو چارو وزارت وایي؛ چاودنه په درسي ټولګي کې د ځای پرځاي شویو چاودیدونکیو توکو له چاودنې رامنځته شوې، چې د پېښې ۲۰ ټپیان نجونې دي. د سې شنبې پر ورځ له غرمې مخکې د غزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په یوه ولګي کې هغه مهال چاودنه رامنځته شوه، چې …

نور... »

طالبانو د سولې خبرو ته جدي چمتووالی ښکاره کړی- پخوانی جهادي

پخواني جهادي او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان څرګنده کړې، چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته جدي چمتووالی ښکاره کړی دی. وسلوال طالبان او امریکا د سولې د په ټپه دریدلو خبرو د بیا پیلولو په لټه کې دي؛ خو په افغان حکومت  کې د …

نور... »

په پاکستان کې له طالب پلاوي سره د خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې-سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالب پلاوي او خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې وه، چې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر په ګډون په کې د دوی شپږ کسیز پلاوي ګډون درلود. په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا …

نور... »

د افغانستان خلک د افغانانو په مشرتابه سوله غواړي- ادریس زمان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي؛ هغه سوله د منلو وړ ده، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت رامنځته شي.   د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان د شنبې پر ورځ( د تلې ۱۳) یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه، چې طالبان باید …

نور... »

په هلمند کې د طالبانو له بنده ۱۳ کسان خوشې شول

د هېواد د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له زندان څخه ۱۳ کسان خوشې شوي دي. د کوماندو ځانګړیو د عملیاتو قول اردو په ډاګه کړې، چې دغه عملیات د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د دین محمد د کلي په اړوند سیمه کې تر سره شوي دي. …

نور... »

بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو له پیلیدو ډاډ څرګند کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو لپاره هڅې پیل شوي او کیدی شي، چې د سولې خبرې ډېر ژر بیا پیل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هیله من شوی؛ لیرې نده، چې مونږ د ښکېلو خواوو تر …

نور... »

د تالقانو ښار څنډې او نورې سیمې له طالبانو پاکې شوې- دفاع وزارت

مسوولین وايي، د افغان ملي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د تالقانو ښار څنډې له طالبانو پاکې شوي؛ خو عملیات د ماینونو او ملکي خلکو د مرګ و ژوبلې د مخنیوي له کبله ټکني روان دي. د تالقان ښار د ابدال سیمې او بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي د …

نور... »

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر ګډوډ نکړي

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ خبرداری ورکړی، چې د رای ورکولو پر مرکزونو هر ډول برید جنګي جنایت ګڼل کیدای شي. خلکو ویلي؛ امنیتي ځواکونو ته د ټاکنو د امنیت ساتنې ماموریت ور پر غاړه دی او د رایو صندوقونو ته د خلکو د ورتګ امنیت یې …

نور... »

په هلمند کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د هلمند ولایتي شورا غړی او د سیمې اوسیدونکي وايي، برید د هلمند ولایت په موسا کلا ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو رامنځته شوی؛ خو ملي دفاع وزارت ویلي، چې دا عملیات د بهرنیو طالبانو پر غونډه شوی، چې په کې دوه ویشت بهرني طالبان وژل شوي او څوارلس …

نور... »

طالبانو په غور ولایت کې درې وروڼه وژلي

طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له حکومت سره د همکارۍ پر تور پر درې وروڼو ډزې کړي او هغوی یې وژلي دي. د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې یو له دې وروڼو د حکومت کارکوونکی او بل ښوونکی او درېیم کروندګر و. د نوموړي د …

نور... »

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه ښوونځیو دروازې تړلي

طالبانو لسګونه ښوونځي په دې دلیل، چې ور څخه د رای ورکولو د مرکزونو او محلونو په توګه کار اخیستل کیږي؛ تړلي دي. پوهنې وزارت دغه وضعیت د اندېښنې وړ بولي او څرګندوي، چې امنیتي بنسټونه یې له دغو ګواښونو خبر کړي دي. طالبانو پوهنیز نظام ته مخکې هم خبرداری …

نور... »