عاجل خبرونه

Tag Archives: طالبان

د هېواد هوایي ځواکونو په کندهار د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۱ طالب وسلوال وژل شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ویاند ویلي، چې تېره شپه هوایي ځواکونو د دې ولایت په ښوراوک ولسوالي کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو بریدونه …

نور... »

د اوربند هوډ نشته؛ خو د جګړې پر کمولو مشورې روانې دي- طالبان

طالبانو په تازه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د اوربند هوډ نشته؛ خو د تاوتریخوالي او د جګړې د کچې پر کمولو مشورې روانې دي. یوه اوونۍ اوربند ته د طالبانو د قانع کیدو د راپورونو له خپریدو وروسته دوی په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د …

نور... »

د تخار په خواجه بهاالدین کې ۲۱ پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

 د تخار په خواجه بهاالدین کې د ملک تاتار د پاڅونوالو پر قرارګاه د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۷ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي؛ وسلوالو طالبانو د یکشنبې پر شپه د خواجه بهاالدین ولسوالۍ د لاله ګذر د …

نور... »

په هلمند کې طالبانو ۱۴ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

امنیتي چارواکو ویلي، په هلمند کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته لومړی چاودنه کړې او بیا پرې وسلوال برید تر سره شوی دی. د چارواکو د څرګندونو له مخې په دې برید کې لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.. په هلمند کي د ٢١٥ …

نور... »

طالبان له هوکړې وروسته پر لنډ مهالي عمومي اوربند سلا شوي- سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالبانو مشرتابه له څو ورځو سلا مشورو وروسته سلا شوی، چې له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم عمومي اوربند ومني د طالبانو د واکمنۍ د المپیک ملي کمیتې رييس شکور مطمین ويلي، چې له قطر څخه د شهاب الدین دلاور …

نور... »

طالب مشر ملا هبت الله له هوکړې مخکې لنډ مهالی اوربند رد کړی- سرچینې

با خبرې سرچینې وايي، چې طالب مشر خپل ورغلي پلاوي ته له امریکا سره د سولې  تړون د لاسلیک اجازه ورکړې؛ خو د هوکړې له لاسلیک مخکې له امریکایانو سره یې د هر ډول اوربند مخالفت کړی دی. داسې بریښي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګ له اوربند سره …

نور... »

خلیلزاد په کابل کې له حکومتي مشرانو او سیاسیونو سره ولیدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۷) له حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو سره د تاوتریخوالي پر کمیدو او اوربند پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي …

نور... »

د سولې هوکړه لیک به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي- قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي؛ دا به د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر لوري لومړنی ګام وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، …

نور... »

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له لنډې دمې سره مخ شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له لنډې دمې سره؛ ځکه مخ شوې، چې د طالبانو سیاسي استازي د افغانستان پر غوښتنو له خپلو مشرانو سره مشورې کوي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تېر ماښام …

نور... »

په قطر کې طالبانو او امریکایانو پر سراسري اوربند او خپلمنځي خبرو بحث کړی

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو مرکچیانو پر څلورمه ورځ هم خبرې روانې ساتلي او دوی په  سراسري اوربند او د افغانانو پخپل منځي خبرو بحث کړی دی.   د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو مرکچیان د تړلو دروازو تر شا خبرې کوي؛ خو په کومو مسایلو؟ …

نور... »

په هلمند کې موتر بم چاودنې لس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د دې ولایت د نادعلی ولسوالۍ د ملي اردو د مرکز مخې ته په چاودنه کې اته سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار لس بجې د نادعلی ولسوالۍ د تورپل په سیمه کې د کامران …

نور... »

اوس هم طالبان له نورو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري- ادریس زمان

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) په سلواکیا کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اړیکې د پخوا په تناسب اوس ډېرې غښتلې دي او ستر ترهګریزبریدونه کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له بیا پیلیدو هرکلی څرګند کړ

د ناتو سرمنشي د دې تړون د سرمشریزې پر مهال ویلي، د تاوتریخوالي د راټیټولو او د سولې خبرو د بیا پیلیدو له هڅو هرکلی کوي او سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار سیاسي خبرې دي. د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې زه د سولې خبرو اترو د …

نور... »

خلیلزاد د حکومت له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام په کابل کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدلي دي. ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني تېر ماښام چارشنبه( د لیندۍ ۱۳) په ارګ کې د امریکا د …

نور... »

د پکتیکا په عملیاتو کې طالبانو ته ځاني او مالي زیان اوښتی

د پکتیکا امنیتي مسوولینو ویلي؛ د دې  ولایت د تروو ولسوالۍ په ګلشاه مانده سیمه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوه ورځني عملیاتو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی. شاه محمد آرین آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې په دغو عملیاتو …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی

د ناتو سرمنشي  له سرمشریزې مخکې یو ځل بیا د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا او طالبانو د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې هر ډول حل لار باید  تاوتریخوالی لږ او اوربند ټینګ کړي. داسې ښکاري، چې ناتو له …

نور... »

د افغانستان د سولې خبرو د بري شونتیا اوس ډېره شوې – جنرال میلي

د امریکا لوی درستیز ویلي؛ په افغانستان کې د سولې خبرو د بري شونتیا اوس له هر وخت ډېره شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې له بریالیتوبه برخمن شو. د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي، چې د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۶) پر یو ناڅاپي سفر …

نور... »

ښایي په چین کې د سولې ناسته لغو شي

په قطر کې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې کیدی شي د چین په بیجینګ کې د افغانانو کیدونکې خپلمنځي ناسته لغو شي. یو شمېر سرچینې وایي، په بیجنګ کې د کیدونکې ناستې د ګډونکوونکي پلاوي د جوړښت پر سر رامنځته شوٍي اختلافونو طالبان هم اړ کړل، چې یادې ناستې …

نور... »

زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازیو سره نارسمي لیدنه کړې- مولوي قلم الدین

طالبانو ته نږدې سرچینې ویلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازیو سره په نارسمي بڼه کتلي دي. طالبان او امریکایان په ځلونو یا په رسمي یا هم په نارسمي بڼه خبرو ته ناست دي؛ خو په افغانستان کې دواړه …

نور... »