عاجل خبرونه

Tag Archives: طالبان

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو پر موضوع د ناتو له مشرانو سره خبرې کوي. باخبرې سرچینې وايي، چې خلیلزاد به له بروکسل څخه پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به …

نور... »

د تاوتریخوالي کمښت باید د ملکي زیانونو کچه تر صفره راټیټه کړي- د بښنې نړیواله ټولنه

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تاوتریخوالي د کموالي طرحه باید د ملکي تلفاتو صفر ته د رسولو په معنا وي. د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې په خبرو کې د تاوتریخوالي کمښت طرحې ته د بښنې نړیوال سازمان غبرګون …

نور... »

د هلمند په کجکي کې یوه چورلکه راغورزیدلې

میوند ۲۱۵ قول اردو په ډاګه کړې، چې نن د ورځې  ۱۲ بجې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو یوه چورلکه د کښته کیدو په حال کې پر توغندي لګیدلې، چې څلور سرتېري یې ټپیان شوي دي. د کجکي ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه …

نور... »

خلیلزاد طالبانو ته د هوکړې لپاره نوی شرط وړاندې کړی- سرچینې

یو شمېر سرچینو په دوحه کې ویلي، چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ مذاکرات له نویو اختلافونو او ستونزو سره مخ شوي دي. که څه هم طالبانو له توافق څخه مخکی د تاوتریخوالي کمی او له اووه تر لس ورځو پورې پر اور بند سلا کړې؛ خو په دوحه …

نور... »

خلیلزاد او سکات میلر له طالب استازیو سره لیدلي

د طالبانو سیاسي دفتر په ډاګه کړې، چې د دوی پلاوي د ملا برادر اخند په مشرۍ له زلمي خلیلزاد او سکات میلر سره د سولې په اړه خبرې اترې روانې ساتلې دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د تویت له مخې؛ تېر ماښام …

نور... »

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې- عمر زاخېلوال

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالی په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.  هغه زیاته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې او ډېر ژر به …

نور... »

د سولې خبرې د یو کس او یو وزارت کار ندی – داکترعبدالله

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې سوله د یو کس او یو وزارت کار ندی او له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید د حکومت په ګډون ولسي وي. ارګ وایي، د سولې مذاکرتي ډله یي چمتو کړې؛ خو سپيدارماڼۍ ټینګارکړی، چې تراوسه هم دغه پلاوی ندی جوړ شوی. د سولې …

نور... »

د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له سولې تېښته ده – سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال  سرور دانش د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمښت طرحه؛ له سولې تېښته، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غولول نومولې ده. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بشري حقونو د ساتونکیو د ژغورنې د ستراتیژۍ د مخکتنې په ناسته کې، چې د …

نور... »

وسلوالو طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

شاهین ۲۰۹ قول اردو په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان تېر ماښام/ د شنبې پر ورځ د مرغومي ۲۸ / د دې ولایت د اندخوی ولسوالۍ د خانقا کلي په یوه کور کې دننه د یوې کورنۍ ۶ غړي پر ډزو وژلي دي. د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي، …

نور... »

په هرات کې لږ تر لږه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت په کوه زور او چشت ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو لخوا د هوایي بریدونو او توپچي پر ډزو لږ تر لږه ۲۰ طالبان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي. ولایتي چارواکو ویلي؛ د کوه زور ولسوالۍ د عملیاتو پر …

نور... »

د امریکا او طالبانو خبرې به له اوربند پرته پایلې ونلري- صدیق صدیقي

ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په اړه خبرې روانې دي؛ خو تراوسه یې د اوربند او یا هم تاوتریخوالي د کمښت په اړه کوم پرمختګ ندی کړي. طالبان، امریکا، اروپایي ټولنه او …

نور... »

طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی لری-قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی ښودلی دی. د تاوتریخوالي د کمولو په اړه په پاکستان کې د طالب مشرانو ترمنځ له سلا مشورو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې طالبان د تاوتریخوالي …

نور... »

پر مفسدو افغان جنګسالارانو د امریکا باور، طالبان غښتلي کړي

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې مشر جان سپکو څرګنده کړې؛ امریکا په فساد کې پر ښکېلو افغان جنګسالارانو تکیه کړې، چې له کبله یې د امریکا ستراتیژي کمزورې او طالبان پیاوړي شوي دي. په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه خپل ملت ته …

نور... »

طالبانو په ننګرهار ولایت کې ۳۱ روغتیایي مرکزونه تړلي

طالبانو د ننګرهار په حصارک، شېرزاد، خوږیاڼي، سره رود او لعلپورې ولسوالیو کې د نیمګړیو روغتیایي خدمتونو په غبرګون کې د ۳۱ روغتیايي مرکزونو دروازې تړلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي:  د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات د ای ای دي ای په نوم یوې قراردادي …

نور... »

ناتو له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوښمنه ده

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی په خپل تویت کې د افغانستان په اړه پوښتنو ته په ځواب کې خوښمن شوی، چې په تېرزیږدیز کال کې د سولې په اړه پرمختګ شوی و او هیله من دی، چې دا خبرې تلپاتې سوله رامنځته کړي. په افغانستان کې د ناتو …

نور... »

د پکتیا له مرکزي زندانه يو شمېر طالب بنديان تښتیدلي

د پکتیا ولایتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت له مرکزي زندان څخه تېره شپه د ۴ طالبانو په ګډون اووه بندیان تښتیدلي دي. د دوشنبې پر شپه( د مرغومي ۲۲) اته نیمې بجې د پکتیا له مرکزي زندانه اووه بندیان تښتیدلي ، چې د مسوولینو په خبره؛ څلور یې …

نور... »

په کندهار کې ۴ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو څرګنده کړې، چې په کندهار کې له یوې ماین چاودنې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. یاد ماموریت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۱ / د جنوري ۲۰۲۰ ۱۱) په ډاګه کړې، چې د ماین چاودنې دغه پېښه د عملیاتو …

نور... »

له طالبانو سره به د امریکا خبرې د تلپاتې سولې سبب نشي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، له طالبانو سره د امریکا خبرې به د تلپاتې سولې سبب نشي. په قطر کې د طالبانو او امریکانو تر منځ د سولې خبرو له بیا پیلیدو وروسته د مشرانو جرګې ځینو غړيو ویلي، باید د دې خبرو لومړنۍ اجنډا اوربند او په …

نور... »

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو استازیو د سولې خبرې بیا پیل کړې- سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي او د سولې خبرې یې له سره پیل کړي دي.  په دا ځل خبرو کې به د سولې د هوکړې لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وشې. له شاوخوا یوې میاشتې ځنډ …

نور... »

زلمی خلیلزاد د تاوتریخوالي په اړه له پرېکړې څخه د خبریدو لپاره قطر ته سفر کوي

په کابل کې د امریکا سفارت یوې باوري سرچینې ويلي، چې زلمی خلیلزاد غواړي له امریکا څخه قطر ته ولاړ شي او د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو پر وروستي دریځ ځان پوه کړي. یادې سرچینې زیاته کړې؛ خلیلزاد غواړي پوه شي، چې طالبان د سولې د تړون …

نور... »