عاجل خبرونه

Tag Archives: طالبان

په بادغیس کې پر هوتل ډله ییز برید ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو هغه درې تنه بریدګر له پښو غورزولي، چې په قلعه نو ښار کې یې له یوه هوتله پر امنیه قومندانۍ برید کړی و. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي؛ برید غرمه مهال درې وسلوالو طالبانو له یوه هوتله پیل …

نور... »

د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي- جنرال میلي

د امریکا ولسمشر د پوځ لوی درستیز بست ته نوماند کړی امریکایي جنرال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بې وخته وتلو په تړاو خبرداری ورکړی او وایي، چې د امریکایي ځواکونو وتل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي. له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو اختلافي برخه، چې …

نور... »

له طالبانو سره خبرې د عملي کار پړاوونو ته وردننه شوي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره یې په خبرو کې پر څلورو مسایلو رښتینی پرمختګ کړی او اوس یې پرعملي کړنلارو کار کیږي. په ښکاره داسې بریښي، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې حساس پړاو ته وردننه شوي دي. د …

نور... »

د سولې دوه ورځې خبرې او د مهمو ګامونو پورته کیدل!

طالبانو په لومړي ځل د  قطر په دوحه کې له سیاسي څېرو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې د تاوتریخوالي د کمولو ډاډ څرګند کړ. طالبانو او سیاسي څېرو په قطر کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په یوه اته ماده ییزه اعلامیه کې د تاوتریخوالي پر کمیدو، د ناروغو …

نور... »

په بلخ ولایت کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال ونیول شو

امنیتي ځواکونو د هېواد د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال له خپلو دوه نورو ملګرو سره نیولی دی. د بلخ پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال ګل حیدر( سید حبیب) د سې شنبې پر …

نور... »

په قطر کې د اووم پړاو خبرې د افغانستان له پلاوي سره د خبرو لپاره پای ته ورسیدې

د طالبانو او امریکایانو د اووم پړاو خبرې پای ته ورسیدې او د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالب استازیو او له کابل څخه د ورغلیو افغان مرکچیانو ناسته پیلیږي. په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو خبرو له پای ته رسیدو سره جوخت …

نور... »

د افغانستان پلاوی د قطر خپلمنځي خبرو ته روان شوی

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې د افغانستان پلاوي د قطر خپلمنځي خبرو ته د دغه هېواد د پلازمېنې دوحې پر لوري روان شوی دی. د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د اعلامیې له مخې د افغانستان پلاوي د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۵) له کابل څخه دوحې ته روان …

نور... »

په دوحه کې د افغانانو ناسته له حکومتي حضور پرته ترسره کیږي

ټاکل شوې، چې دوه ورځې وروسته به په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته د افغان حکومت له رسمي حضور پرته تر سره شي. د سولې خبرې ورو ورو خپل حساس پړاو ته رسیږي؛ له یوې خوا په دوحه کې د تړلیو دروازو شاته د طالب استازیو او امریکایانو خبرې …

نور... »

د لوګر ازره ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده- ولایتي شورا

د لوګر د ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي وايي، که مرکزي حکومت ازرې ولسوالۍ ته غزیدلې لویې لارې ژر خلاصې نکړي؛ ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولویږي. ازره د لوګر تر نورو ولسوالیو ناامنه ولسوالي ده، چې له تېرو اووه لس کلونو راپدیخوا يې لویې لارې د افغان امنیتي …

نور... »

مسکو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه لري- پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د افغانستان– روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې نمانځغونډې ته خبرې کولې؛ ټینګار وکړ، چې باید ژرتر ژره سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ پراخ بنسټه خبرې  پیل شي. د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې د سیمې هېوادونه ورو– ورو …

نور... »

قطر او آلمان راروانه اوونۍ( د بین الاافغاني ناستې) کوربتوب کوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، آلمان او قطر د افغانانو خپلمځي خبرو کوربتوب ته چمتووالی څرګند کړی. د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې راتلونکې اوونۍ د سولې خپلمنځي خبرې پيلېږي.   ښاغلي …

نور... »

په افغانستان کې به د امریکا استخبارات خوندي وي- ترمپ

د امریکا ولسمشر په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار څرګند کړی، چې له افغانستان څخه د ځواکونو له ویستلو وروسته به هلته ځواکمن استخباراتي حضور ولرو. له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ویستلو ته د امریکا د ولسمشر هم  زړه کیږي او هم ساړه او اندېښنه یې هم داده، چې …

نور... »

په جوزجان کې ۵۰ سرتېري وژل شوي او ۱۵۰ نور طالبانو نیولي دي

د جوزجان ولایتي شورا منشي ویلي، چې د دې ولایت قوش تپه ولسوالي تېره شپه له جګړې وروسته طالبانو ونیوله؛ ۱۵۰ امنیتي او دفاعي سرتېري ېالبانو نیولي او ۵۰ نور وژل شوي دي. د جوزجان ولایتي شورا منشي محمد شریف زیاته کړې، چې تېره شپه لس بجې په قوش تپه …

نور... »

طالبان له افغان حکومت سره خبرې نکوي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغانانو د خپلمنځي خبرو له چمتوالی خبر ورکړی دی. طالب ویاند سهیل شاهین وایي: کله، چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي بیا به له افغان جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي؛ خو د کابل له …

نور... »

په کابل کې موتربم او بریدونو له سل ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د نن ورځې په چاودنه او یرغلیزو بریدونو کې درې کسان ووژل شول او نږدې سل  نور ټپیان شول. د بریدونو موخه د ملي دفاع وزارت د اکمالاتو او انجینري څانګه وه؛ برید پر یوه موتر بم پیل شو او بریدګرو په ساعتونو …

نور... »

تر دوه اوونیو به د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي-افغانستان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د وسلوالو طالبانو د استازیو او افغان حکومت د استازیو ترمنځ خبرې اترې به په راتلونکیو دوه اوونیو کې ترسره شي. دوه ورځې کیږي، چې د طالبانو او امریکایې پلاوي ترمنځ د سولې خبرې د قطر په دوحه کې د تړلیو دروازو …

نور... »

په کندهارکې د ټاکنو کمیسیون ۸ کارکوونکي وژل شوي

د کندهار امنیه قوماندان وايي؛ وسلوالو د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د څلور هاموې انګونو په پرمټ بریدونه  کړې، چې په کې یوولس سرتېري وژل شوي او اووه ویشت نور ټپيان دي. د ده په وینا؛ په دې برید کي څلور ځانمرګي او ۱۷ وسلوال وژل شوي. قومندان زیاته کړې، …

نور... »

په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د اووم پړاو خبرې پیل شوې

د قطر په دوحه کې د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د اووم پراو خبرې پیل شوې. ټاکل شوې دواړه خواووې پر اختلافي برخو بحث او خبرې وکړي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د نېټې ټاکل او د ترهګرۍ پر وړاندې …

نور... »

وسلوالو طالبانو په بغلان ولایت کې د ولسي پاڅون ۲۵ ځواکونه وژلي

د وسلوالو طالبانو لایزري قطعې تېره شپه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په کوهګدای کلیو کې د ولسي پاڅون پر ځواکونو بریدونه وکړل. د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکوونکیو د یوه قومندان صلاح الدین په ګډون د یاد پاڅون ۲۵ …

نور... »

پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري. ولسمشر غني، چې تېره ورځ( د چنګاښ ۷) پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛  د اسلام آباد  د ستراتیژیکو اړیکو په انستیتوت کې یې د وینا پر مهال  د اقتصاد …

نور... »