Tag Archives: طالبان

د سولې خبرې د یو کس او یو وزارت کار ندی – داکترعبدالله

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې سوله د یو کس او یو وزارت کار ندی او له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید د حکومت په ګډون ولسي وي. ارګ وایي، د سولې مذاکرتي ډله یي چمتو کړې؛ خو سپيدارماڼۍ ټینګارکړی، چې تراوسه هم دغه پلاوی ندی جوړ شوی. د سولې …

نور... »

د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له سولې تېښته ده – سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال  سرور دانش د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمښت طرحه؛ له سولې تېښته، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غولول نومولې ده. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بشري حقونو د ساتونکیو د ژغورنې د ستراتیژۍ د مخکتنې په ناسته کې، چې د …

نور... »

وسلوالو طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

شاهین ۲۰۹ قول اردو په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان تېر ماښام/ د شنبې پر ورځ د مرغومي ۲۸ / د دې ولایت د اندخوی ولسوالۍ د خانقا کلي په یوه کور کې دننه د یوې کورنۍ ۶ غړي پر ډزو وژلي دي. د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي، …

نور... »

په هرات کې لږ تر لږه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت په کوه زور او چشت ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو لخوا د هوایي بریدونو او توپچي پر ډزو لږ تر لږه ۲۰ طالبان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي. ولایتي چارواکو ویلي؛ د کوه زور ولسوالۍ د عملیاتو پر …

نور... »

د امریکا او طالبانو خبرې به له اوربند پرته پایلې ونلري- صدیق صدیقي

ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په اړه خبرې روانې دي؛ خو تراوسه یې د اوربند او یا هم تاوتریخوالي د کمښت په اړه کوم پرمختګ ندی کړي. طالبان، امریکا، اروپایي ټولنه او …

نور... »

طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی لری-قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی ښودلی دی. د تاوتریخوالي د کمولو په اړه په پاکستان کې د طالب مشرانو ترمنځ له سلا مشورو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې طالبان د تاوتریخوالي …

نور... »

پر مفسدو افغان جنګسالارانو د امریکا باور، طالبان غښتلي کړي

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې مشر جان سپکو څرګنده کړې؛ امریکا په فساد کې پر ښکېلو افغان جنګسالارانو تکیه کړې، چې له کبله یې د امریکا ستراتیژي کمزورې او طالبان پیاوړي شوي دي. په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه خپل ملت ته …

نور... »

طالبانو په ننګرهار ولایت کې ۳۱ روغتیایي مرکزونه تړلي

طالبانو د ننګرهار په حصارک، شېرزاد، خوږیاڼي، سره رود او لعلپورې ولسوالیو کې د نیمګړیو روغتیایي خدمتونو په غبرګون کې د ۳۱ روغتیايي مرکزونو دروازې تړلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي:  د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات د ای ای دي ای په نوم یوې قراردادي …

نور... »

ناتو له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوښمنه ده

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی په خپل تویت کې د افغانستان په اړه پوښتنو ته په ځواب کې خوښمن شوی، چې په تېرزیږدیز کال کې د سولې په اړه پرمختګ شوی و او هیله من دی، چې دا خبرې تلپاتې سوله رامنځته کړي. په افغانستان کې د ناتو …

نور... »

د پکتیا له مرکزي زندانه يو شمېر طالب بنديان تښتیدلي

د پکتیا ولایتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت له مرکزي زندان څخه تېره شپه د ۴ طالبانو په ګډون اووه بندیان تښتیدلي دي. د دوشنبې پر شپه( د مرغومي ۲۲) اته نیمې بجې د پکتیا له مرکزي زندانه اووه بندیان تښتیدلي ، چې د مسوولینو په خبره؛ څلور یې …

نور... »

په کندهار کې ۴ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو څرګنده کړې، چې په کندهار کې له یوې ماین چاودنې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. یاد ماموریت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۱ / د جنوري ۲۰۲۰ ۱۱) په ډاګه کړې، چې د ماین چاودنې دغه پېښه د عملیاتو …

نور... »

له طالبانو سره به د امریکا خبرې د تلپاتې سولې سبب نشي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، له طالبانو سره د امریکا خبرې به د تلپاتې سولې سبب نشي. په قطر کې د طالبانو او امریکانو تر منځ د سولې خبرو له بیا پیلیدو وروسته د مشرانو جرګې ځینو غړيو ویلي، باید د دې خبرو لومړنۍ اجنډا اوربند او په …

نور... »

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو استازیو د سولې خبرې بیا پیل کړې- سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي او د سولې خبرې یې له سره پیل کړي دي.  په دا ځل خبرو کې به د سولې د هوکړې لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وشې. له شاوخوا یوې میاشتې ځنډ …

نور... »

زلمی خلیلزاد د تاوتریخوالي په اړه له پرېکړې څخه د خبریدو لپاره قطر ته سفر کوي

په کابل کې د امریکا سفارت یوې باوري سرچینې ويلي، چې زلمی خلیلزاد غواړي له امریکا څخه قطر ته ولاړ شي او د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو پر وروستي دریځ ځان پوه کړي. یادې سرچینې زیاته کړې؛ خلیلزاد غواړي پوه شي، چې طالبان د سولې د تړون …

نور... »

د هېواد هوایي ځواکونو په کندهار د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۱ طالب وسلوال وژل شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ویاند ویلي، چې تېره شپه هوایي ځواکونو د دې ولایت په ښوراوک ولسوالي کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو بریدونه …

نور... »

د اوربند هوډ نشته؛ خو د جګړې پر کمولو مشورې روانې دي- طالبان

طالبانو په تازه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د اوربند هوډ نشته؛ خو د تاوتریخوالي او د جګړې د کچې پر کمولو مشورې روانې دي. یوه اوونۍ اوربند ته د طالبانو د قانع کیدو د راپورونو له خپریدو وروسته دوی په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د …

نور... »

د تخار په خواجه بهاالدین کې ۲۱ پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

 د تخار په خواجه بهاالدین کې د ملک تاتار د پاڅونوالو پر قرارګاه د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۷ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي؛ وسلوالو طالبانو د یکشنبې پر شپه د خواجه بهاالدین ولسوالۍ د لاله ګذر د …

نور... »

په هلمند کې طالبانو ۱۴ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

امنیتي چارواکو ویلي، په هلمند کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته لومړی چاودنه کړې او بیا پرې وسلوال برید تر سره شوی دی. د چارواکو د څرګندونو له مخې په دې برید کې لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.. په هلمند کي د ٢١٥ …

نور... »

طالبان له هوکړې وروسته پر لنډ مهالي عمومي اوربند سلا شوي- سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالبانو مشرتابه له څو ورځو سلا مشورو وروسته سلا شوی، چې له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم عمومي اوربند ومني د طالبانو د واکمنۍ د المپیک ملي کمیتې رييس شکور مطمین ويلي، چې له قطر څخه د شهاب الدین دلاور …

نور... »