عاجل خبرونه

Tag Archives: شپني عملیات

د زابل د شهر صفا اوسیدونکي د شپنیو عملیاتو د درولو غوښتنه کوي

په زابل کې د ځانګړیو ځواکونو د شپنيو عملياتو په غبرګون کي د دې ولايت د شهر صفا ولسوالۍ اوسيدونکیو پر لاريون لاس پوري کړى او وايي، که يې پر وړاندي شپني عمليات ونه درول شي؛ د کابل ـ کندهار لويه لار به وتړي. د زابل د شهر صفا ولسوالۍ …

نور... »

افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه کې دوه وروڼه وژلي

د هسکې مېنې د نرۍ اوبو شینوارو ویلي، افغان ځانګړي ځواکونه د شپې پر دوه بجو کورونو ته وردننه شوي؛ کلیوال یې وتړل او دوه وروڼه یې، چې یو یې واده کړی و او د بل یې اوونۍ وروسته واده و پر ډزو ووژل. د دې ولسوالۍ د نرۍ اوبو …

نور... »

د ختیځوالو په غوښتنه مې شپني عملیات بند کړي- اشرف غني

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني په جلال آباد کې یوې ټاکنیزې ناستې ته ومنله، چې په خوږیاڼو کې د صفر دوه قطې پر شپنیو عملیاتو ملکي وګړي وژل شوي او څرګندوي، چې د ختیځوالو په غوښتنه یې دغه عملیات بند کړي او د شهیدانو پوښتنه به هم وکړي. د دولت …

نور... »

صفر دوه قطعې په جلال آباد کې څلور زلمي وروڼه وژلي

د ننګرهار ولایت د جلال آباد خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جسدونه د ولایت مقام مخې ته ایښي او له حکومته سپيناوی غواړي. احتجاج کوونکی عبدالقادرخان وایي،  دا شاه زلمي څلور واړه وروڼه دي. داوود خان نومی اعتراض کوونکی وایي، په دوی کې دوه تنو حکومتي …

نور... »

د ملي امنیت له سرتېرو سره ښځې هم په شپنیو عملیاتو کې برخه اخلي

د کابل ښار په څنډو کې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره شپني عملیاتو پیل کړي، چې په کې یوې افغان میرمنې هم برخه اخیستې ده. د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه په کابل ښار کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دولت وسلوال مخالفین …

نور... »

د ننګرهار صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې ۵ ښوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

تېره شپه د صفر دوه قطعې سرتېرو د ننګرهار ولایت د چپريهار ولسوالۍ د شيخانو په کلي کې شپني عمليات تر سره کړي دي. د سیمې اوسیدونکي وايي، په دې عملياتو کې د ننګرهار د عالي لیسې د سرمعلم نورآغا دوه ځامن او دوه ګاونډيان، چې څلور واړه ښونکي ول؛ …

نور... »

په ننګرهار کې د طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات تر سره شوي

تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د خوږیاڼي ولسوالۍ د ټټنګ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر يو مرکز شپني عملیات کړي دي.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، په دې عملياتو کې نهه تنه طالب وسلوال وژل شوي او يو جنګي مرکز یې، چې سپکې او …

نور... »

په وروستیو چاپو او ځانګړيو عملیاتو کې ډېر ولسي وګري زیانمن شوي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د شپې په وروستیو چاپو او ځانګړیو عملیاتو کې ډېرو ولسي وګریو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. که څه هم افغان حکومت وايي، چې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو لپاره شپني عملیات تر ټولو کامیاب دي؛ خو په دغو عملیاتو کې …

نور... »

د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي

ملي دفاع وزارت وایي، له دې وروسته د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي او د جګړې په ساحو کې د ملکیانو ژوند د پام وړ او مهم لومړیتوب دی. ملګرو ملتونو  تېره اوونۍ د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړ، چې څه باندې لس زره ملکي وګړیو ته …

نور... »

امنیتي ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې ۲ طالب سرګروپان وژلي او ۸ نور یې نیولي

د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو تېره شپه دوه طالب سرګروپان وژلي او اته نور ملګري یې ژوندي نیولي دي. د میدان وردګ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني ویلي؛ امنیتي ځواکونو د طالبانو دوه سیمه ییز سرګروپان هر یو قاري نجیب الله مشهور …

نور... »