عاجل خبرونه

Tag Archives: سوداګري

په افغانستان کې د ۳۰۰۰ کیلومتره ریل ګرښې لمړنۍ سروې بشړه شوه

د افغانستان د ریل کرښې خپلواکې ادارې مسوولین وايي، چې په هېواد کې د درې زره کیلومتره ریل ګرښې غزولو لمړنۍ سروې بشړه شوې ده. د افغانستان د ریل کرښې خپلواکې اداري مسوولین وايي، د هېواد د اقتصادي پراختیا او صادراتو لپاره د ریل کرښه مو په لومړیتوبونو کي ځای …

نور... »

پاکستان د افغان صادراتو په وړاندي نوې ستونزې رامنځته کړي

د سوداګرۍ خونې مسوولینو له صادروونکیو سره په یوه ګډه ناسته کې  وویل: پاکستان د افغان صادراتو په وړاندي نوې ستونزې رامنځته کړي؛ خو افغان حکومت يي د حل لپاره هیڅ اقدام ندی کړی. د سوداګرۍ  خونه وايي، له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا پاکستان پر افغان صادراتو شرایط  سخت کړي. …

نور... »

پاکستان افغان سوداګرو ته د ستونزو له حل خبر ورکړ

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ټولو ستونزو حل ته چمتو الي لري. د پاکستانيو رسنیو د راپورله مخې؛ د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو حل …

نور... »

هند او ایران د چابهار بندر له لارې د اړیکو د غزولو هوکړه وکړه

د ایران ولسمشر هند ته په خپل سفر کې هوکړه کړې، چې نه یوازې به د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې وغزول شي، بلکې له زاهدان سره به هم  دغه هېواد ۷۲۰۰ کیلو متره ریل پټلۍ د کالیو د لیږد رالیږد لپاره وکاروي، چې په دې توګه …

نور... »

په روان کال کې به د هېواد ټوله فضا تر څارنې لاندې راشي- حبیبي

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادرې مسوولین وايي، د هوايي ترانزیت له لارې د عوایدو د زیاتید لپاره به په روان کال کې د هېواد ټوله فضا د را دارو له لارې تر څارنې لاندې راشي. د هوايي چلند د خپلواکې اداري چارواکي وايي؛ تر هغې، چي ټوله فضا …

نور... »

سوداګرۍ وزارت له اندونیزیا سره د سوداګرۍ له غزولو خبر ورکړ

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غزولو فرصتونه شته او ډېر ژر به د دواړه هېوادونو ترمنځ د یو لوړ پوړي پلاوي تر نظر لاندې د شته فرصتونو لپاره تدابیر ونیول شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، …

نور... »

افغانستان ۹ سلنه صادرات او ۹۱ په سلو کې واردات لري

د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې اووه میلیارد دالرو ته رسیږي، چې له دغو پیسو څخه نهه په سلو کې پر صادراتو او پاتې یو نوي نورې پر وارداتي توکو لګیږي. د افغانستان صادرات او واردات د پرتلې وړ نه دي؛ ځکه افغانستان په دوه زره اوولسم کال …

نور... »

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دې پر صنایعو او سوداکرۍ وزارت بدل شي- ولسمشرغني

ولسمشر غني د شنبې پر ورځ( د مرغوي ۱۶) له غرمې مخکې د خان ستیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د پرانستې په مراسیمو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ موخه مو داده، چې په هېواد کې مو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنایعو او سوداګرۍ پر وزارت …

نور... »

ازبکستان به ډېر ژر له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي

د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، ازبکستان د افغانستان سوداګرو ته له ترانزیتي اړخه ډېر ارزښت لري؛ ځکه، نو ډېر ژر به دغه هېواد له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي؛ له افغانستان سره د ازبکستان سوداګري  ورځ تربلې د …

نور... »

په جلال آباد کې صرافانو کار بندیز کړی

د ننګرهار په پلازمېنه جلال آباد کې صرافانو کار بندیز کړی او په ډاګه کوي، چې سراو مال یې له جدي خطر سره مخ دی؛ خو حکومت یې د مخنیوي لپاره لازم اقدم نه کوي. صرافانو د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته خیمه درولې  او وايي، چې که …

نور... »