عاجل خبرونه

Tag Archives: سعودي عربستان

په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم تر سره شول

په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم د څه باندې دوه میلیون مسلمانانو په شتون کې تر سره شول. حاجیان د عرفات غونډۍ ته ولاړل او په ځانګړیو دیني مراسمو کې یې دعاوې او لمونځونه ترسره کړل. له افغانستان څخه هم سږ کال د حج فریضې ادا کولو لپاره شاوخوا …

نور... »

د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو په موخه ابوظبۍ ته تلی

د وسلوالو طالبانو او امریکايي استازیو ترمنځ مخامخ خبرې دا ځل د پاکستان په منځګړیتوب په عربي متحدو اماراتو کې تر سره کیږي. د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې به پر امریکایانو او طالبانو سربېره د سعودي عربستان، پاکستان او عربي متحده …

نور... »

نن د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د طالبانو ، امریکایانو او سعودي عربستان څلور اړخیزه ناسته تر سره کیږي

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې په متحده عربي اماراتو کې نن( دوشنبه د لیندۍ ۲۶) د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي د امریکایي استازیو سره خبرې وکړي. ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې به دواړه خواوې د افغانستان د سولې او د روانې ۱۷ …

نور... »

خلیلزاد په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه ناسته کړې

د عربي متحده اماراتو رسنیو په ډاګه کړې، چې د افغانستان د سولې په اړه زلمي خلیلزاد د سعودي عربستان، ابوظبۍ او افغانستان له استازیو سره پر سوله خبرې کړي دي. د افغانستان د سولې بهیر ورځ  په ورځ نوی رنګ مومي؛ په روانه اوونۍ کې د افغانستان د سولې …

نور... »

پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز، امریکا ته سزا ورکول دي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز به دا معنی ولري، چې امریکا ځان ته سزا ورکوي. دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: نورې زورورې لارې هم شته، چې امریکا يې خپلولی شي؛ خو د جزئیاتو له ورکولو …

نور... »

زلمي خلیلزاد ۵ هېوادونو ته لس ورځنی سفر پیل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د افغانستان د سولې لپاره د د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په هڅو کې د همغږۍ لپاره افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په …

نور... »

په سعودي عربستان کې د امریکا په ګډون د سولې څلور اړخیزه ناسته جوړیږي

د سولې عالی شورا په روانه اوونۍ کې د ریاض په کوربتوب د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون له څلور اړخیزې ناستې خبر ورکوي. د سولې عالي شورا وایي؛ د دې ناستې موخه دا ده، چې د سولې خبرو ته آسانتیاوې برابرې شي. د دغې …

نور... »

په جده کې دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

د جدې په کنفرانس کې د ۵۷ هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. په سعودي عربستان کې دغه دوه ورځنی کنفرانس د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له خوا جوړ شوی، چې د پاکستان ۱۵ دیني عالمانو ته په کې بلنه ورکړشوې وه؛ …

نور... »

دیني عالمان دې په افغانستان کې جګړه ناروا اعلان کړي- مشرانو جرګه

مشرانو جرګه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پر غونډه غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پر خلاف فتوا صادره او دغه جګړه ناروا اعلان کړي. په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو لسګونه دیني عالمان د افغانستان د جګړې په اړه د حل …

نور... »

په سعودي عربستان کې کیدونکې ناستې ته افغان پلاوی روان شو

د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو جوړیدونکې غونډې ته له افغانستان څخه د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ یو ۳۶ کسیز پلاوی روان شو. سعودي عربستان د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هېوادونو د لسګونه دیني عالمانو د غونډې کوربتوب کوي. دا غونډه …

نور... »

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په اړه خبرې اترې رد کړې

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له افغان حکومت سره د سولې په اړه هغه خبرې اترې رد کړي، چې د حکومتي او یو شمېر ولایتي  مسوولینو لخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلیدو تمه ښودل شوې ده. د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ طالبان د خبرو …

نور... »