عاجل خبرونه

Tag Archives: سرتېري

په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یو سرتېری پر مرګ محکوم شو

په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یو سرتېری د پوځي محکمې له خوا پر مرګ محکوم شو. پر مرګ محکوم محمد ابرار نومی هغه سرتېری دی، چې د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالې د ګورکاب په پوسته کې یې دنده درلوده او دوه کاله مخکې له طالبانو سره یوځای او …

نور... »

په هلمند کې د يوه افسر په ګډون ۴ سرتېري او ۱۳ طالبان وژل شوي

د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوه امنيتي سرچينه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، نن له غرمي مخکي د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې ماين چاودنې د لومړۍ لوا د درېيم کنډک قومندان ډګرمن شېرشاه او څلورد ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.  سرچينه وايي، په ياده …

نور... »

په شخصي خدمت کې د اخته سرتېرو، وسلو او تجهیزاتو راټولول پیلیږي

د بغلان پولیس وایي؛ تر یوې اوونۍ به هغه سرتېري، وسلې او تجهیزات را ټول شي، چې اوس د اشخاصو په خدمت کې دي. د بغلان امنیه قومندان  جنرال اکرام الدین سریع وایي؛ د ولایتي شورا له پوستونو د څلور غړیو له استعفا وروسته، چې ځانونه یې ولسي جرګې ته …

نور... »

په غزني کې ښاري ګارنیزیون جوړ شو

چارواکو ویلي، چې په غزني ښارکې مو له ګارنیزیون جوړولو موخه د امنیت ټینګښت او د ترهګرو او زورواکانو پرضد مبارزه ده. د غزني په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي، د ګارنیزیون د کار له …

نور... »

په فراه کې د وسله والو په برید کې ۱۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

د فرا ولایتي شورا مرستیال دادالله قانع ویلي، چې وسلوالو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک سیمه کې پر یوه پوسته برید کړی؛ پوسته نیول شوې او ۱۷ سرتېري په کې وژل شوي دي. د فراه والي ویاند ناصر مهري  برید تائیدوي او وایي، په دغه برید کې ۱۱ …

نور... »

د افغانستان لپاره د ناتو رول او ماموریت له ستر اهمیته برخمن دی- د امریکا استازې

په ناتو کې د متحده ایالاتو استازې ویلي، چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د ناتو ماموریت او رول له ډېر ستر اهمیته برخمن دی. د سولې او پرمختګ لپاره افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ښوونه، مشوره او ملاتړ هم زمونږ اړتیا ده.    د امریکا د …

نور... »

د جوزجان په درزآب کې ۱۴ سرتېرو غذایي اعتصاب کړی

د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې یو شمېر سرتېرو د درندو وسلو او تجهیزاتو د نه درلودو له کبله د ډوډۍ نه خوړلو پرېکړه کړې ده. دوی وايي، چې تر هغې به اعتصاب روان وساتو، چې ستونزه یې حل شي. د ملي اردو یو شمېر سرتېري، چې د جوزجان د …

نور... »

په سرپل کې د یوې امنیتي پوستې ۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسلوالو د سرپل د مرکز په چمچغ لیګ سیمه کې د دغه ولایت د امنیتي کمربند پر پوسته برید کړی؛ درې سرتېري یې وژلي او درې نور دي. یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، چې وسلوالو یاده امیتي پوسته سوځولې …

نور... »

طالبانو د فراه ښار د شمالګاه په اړوند سیمه کې ۵ پولیس وژلي

د فراه ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د فراه په شمالګاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې  طالبانو برید کړی، چې په کې ۵ کسه وژل شوي او د پوستې ټول تجهیزات یې وړې دي. د فراه ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزایي وایي، دغه پوسته د فراه په …

نور... »

په فراه کې د طالبانو په دوه بریدونو کې ۲۴ سرتېري وژل شوي

د فراه د ولایتي شورا رییس ټینګار کوي، چې په بالابلوک ولسوالۍ طالبانو د پوځ لس کماندو سرتېري او اته پولیس وژلي؛ خو د طالبانو په بل برید کې، چې په فراه ښار کې پر یوه پوسته شوی،  شپږ پولیس وژل شوي دي. افغان ځواکونو په بالابلوک ولسوالۍ کې د …

نور... »

طالبانو په فراه ولایت کې د عامه نظم ۷ سرتېري وژلي

  د فراه ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د بالا بلوک ولسوالۍ په دارستان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته طالبانو برید کړی؛ پوسته نیول شوې او سرتېري یې وژلي دي. د فراه ولايتي شورا رييس فريد بختور آريانانيوز ته ويلي، په بريد کې د نظم عامه …

نور... »

په روزګان کې ټیټ عمره هلکان له وسلوالو طالبانو سره جنګیږي

په روزګان کې د جګړې په لومړیو کرښو کې ټیټ عمره هلکان له وسلوالو طالبانو سره جنګیږي. د آریانا نیوز اخیستل شوي انځورونه ښیي؛ هغه هلکان د جګړې په لومړیو کرښو کې شته، چې پر مخ یې ږیره نه ده راغلې. د ملي اردو سرتېری انعام الله وایي، په ترینکوټ …

نور... »

زرګونه امریکایي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي- جیمز متیس

د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې څه باندې درې زره تازه دمي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي. دغه سرتېري به د افغانستان د امنیت خوندي ساتلو کې برخه ولري. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د طالبانو د پرمختګ مخنیوي ته تېره میاشت د …

نور... »