عاجل خبرونه

Tag Archives: زدکوونکي

په خوست کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري- خوستیان

د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او باید، چې ولایتي اداره او مرکزي حکومت ورته پاملرنه وکړي. د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه يې هم د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دی، چې په ډېری ولسوالیو …

نور... »

په غزني کې د یوه ښونځي ۲۱ زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي پر ودانۍ د هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله څلور ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپیان دي.  د غزنی والي ویاند محمد عارف نوري وایي، دا مرمۍ نن له غرمې مخکې د اندړ ولسوالې د ملا نوح بابا …

نور... »

د افغانستان ښوونیز نصاب له نیمګړتیاوو ډک دی- ښوونکي

د افغانستان یو شمېر ښوونکي وایي، چې د هېواد د پوهنې ښوونیز نصاب د سیمې او نړۍ له ښوونیزو نصابونو څخه ډېر وروسته پاتې دی. یو شمېر ښوونکي وايي، چې د نصاب په کتابونو کې پر املایي تېروتنو سربېره نورې نیمګړتیاوې هم شته، چې باید پاملرنه ورته وشي. په نکریزو …

نور... »

په هرات کې امنیتي ځواکونو د افغان- ترک ښوونځي ښوونکي ونیول

په هرات ولایت کې د افغان– ترک ښوونځي زدکوونکي او د دوی د کورنیو ګډې کمیتې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ښوونځی یو شمېر ښوونکي او زدکوونکي نیولي دي. د یاد ښوونځي ځینو زدکوونکیو ادعا کړې، چې د یکشنبې پر سهار ۶  بجې( د لړم ۲۰) یو شمېر امنیتي …

نور... »

وسلوالو طالبانو د غور پوهنتون څلور زدکوونکي تښتولي

وسلوالو طالبانو د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د یو دریور، یو داکتر، درې نجونو او یو هلک په ګډون شپږ کسان تښتولي دي.   د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې دغه کسان هغه مهال د دولتیار ولسوالۍ له دشت کورک له اړوند سیمې وتښتول …

نور... »

په ننګرهار کې ناامنیو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

مسوولین وايي؛ دمګړۍ په اچین کې دولس، په هسکه مینې کې اته، په نازیانو کې شپږ، په خوږیاڼيو کې لس، په بټيکوټ کې دوه، په مومندره کې اته او په حصارک کې درې ښوونځي د ناامنیو له وېرې تړل شوي دي. ننګرهار یو وخت د علم کور و؛ خو اوس …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ په کابل کې ام البنین ښوونځي ته ورسیده

بیات بنیاد د روژې میاشتې په مناسبت د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په کابل کې ام البنین ښوونځي له زدکوونکیو، ښوونکیو او کارګرو سره د خوراکي او سپورتي توکو مرسته وکړه. د بیات بنیاد په رمضاني مرسته کې خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې او غوړي شته، چې …

نور... »

ټولو زدکوونکیو ته درسي کتابونه چاپیږي- غني

۱۳۹۷ ښوونیز کال د شنبې پر ورځ( د وري ۴ ) د ولسمشر او نورو لوړپوړیو چارواکو په حضور کې پیل شو او ولسمشر په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې سږکال د ټولو ښوونځیو زدکوونکیو ته درسي کتابونه چاپیږي.   د ولسمشر اشرف غني په وینا؛ په تېرو …

نور... »

د کندهار په درې ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى

د کندهار ولایت د پوهنې رییس وایي، که څه هم کندهار د هېواد په کچه د ښه امنيت يو بېلګه ده؛ خو په شورابک، غورک او ریګستان ولسوالیو کې ښوونځي تړلي دي. د کندهار د پوهنې ریيس عبدالقادر پيوستون وايي، په ټوليزه توګه په کندهار کي ٥٣٨ ښوونځي او ښوونيز …

نور... »