عاجل خبرونه

Tag Archives: روسیه

روسیې د افغانستان په اړه په درې اړخیز جوړښت کې د ایران د ورګډیدو غوښتنه کړې

مسکو غواړي، چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د امریکا، چین او روسیې په درې اړخیز جوړښت کې ایران هم ورګډ شي. د افغان سولې لپاره د طالبانو او امریکا د خبرو له ناکامیدو څو میاشتې تېریږي؛ خو اوس تمې داسې دي، چې دغه دریدلې خبرې بیا پیل …

نور... »

تهران له طالبانو سره د امریکا د خبرو پایلو ته خوشبین ندی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان د شخړې د حل یوازنۍ لار د افغانانو خپلمنځي خبرې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره له لیدنې وروسته د رسنیو کمرو ته راڅرګند شو او د خیرو ځینې برخې …

نور... »

روسیې د سولې هوکړه لیک د اجرایي کیدو ضمانت ته چمتووالی وښود

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د هوکړه لیک ټولې خواوې باید روښانه وي، چې نړیوال میکانیزمونه یې په ډاګه شي. په داسې حال کې، چې د امریکایي او طالب استازیو خبرې پای ته نږدې دي او دواړه خواوې د هوکړه لیک په تړاو روغې ته رسیږي؛ خو روسیه …

نور... »

روسیه په افغانستان کې له سولې وروسته د جګړو د دوام خبرداری ورکوي

په کابل کې د روسیې سفیرالکساندر مانتیتسکي له آریانانیوز سره په خبرو کې څرګنده کړې؛ داسې راپورونه ترلاسه شوي، چې یو شمېر طالبان به له امریکا سره د سولې هوکړه ونه ومني او جګړې ته به دوام ورکړي. په داسې حال کې، چې د داعش او القاعدې ګواښ هم پخپل …

نور... »

د افغان سولې په اړه په بيجينګ کې څلور اړخیزه ناسته ترسره شوه

په واشنګتن کې د چين سفارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې؛ د چین، روسیې او امریکا استازیو د افغان سولې په تړاو په بېېجنګ کي درېیمه مشورتي ناسته تر سره کړې ده. د چين، روسیې او امریکا استازیو د پنجشنبې پر ورځې( د چنګاښ ۲۰) دغې ناستې  ته د …

نور... »

مسکو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه لري- پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د افغانستان– روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې نمانځغونډې ته خبرې کولې؛ ټینګار وکړ، چې باید ژرتر ژره سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ پراخ بنسټه خبرې  پیل شي. د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې د سیمې هېوادونه ورو– ورو …

نور... »

روسیه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي هڅې کوي- پوتین

د روسیې ولسمشر ویلي؛  روسیه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي هڅه کوي، ځکه په دې هېواد کې اوس هم ډېرې ننګونې شته، چې باید حل شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې روسیي ژبې ورځپاڼې سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه …

نور... »

روسیې خپل ډېري وګړي له وینزویلا ایستلي دي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونااد ترمپ وایي؛ روسیې امریکا ته ویلي، چې دوی خپل ډېري وګړي له وینزویلا څخه ایستلي دي. ترمپ دا خبره د جون پر درېیمه نېټه پر خپل تویت په داسې حال کې کړې، چې دا مهال د بریتانیا پر سفر بوخت دی؛ خو نوموړي په دې اړه …

نور... »

د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت استازی دی- احمدي

د بهرنیو چارووزارت وایي، د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت په استازیتوب ګډون کوي. په مسکو کې د طالب استازیو او افغان سیاسي څېرو د دوه یمې ناستې له ترسره کیدو سره په یوه وخت بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې افغان سفیر د حکومت …

نور... »

مسکو د افغان سولې درې اړخیزې ناستې ته چمتوالی نیولی

په کابل کې د روسیې سفارت په ډاګه کړې، چې تر راتلوونکیو دوه ورځو به په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه ناسته تر سره شي. د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې څرګنده شوې؛ ټاکل شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۵ مه …

نور... »

روسیې په تاجکستان کې د پوځي اډې جوړولو غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او له خپل تاجک سیال سره یې په لیدنه کې د سیمې د ټیکاو لپاره په تاجکستان کې د پوځي اډې د جوړولو غوښتنه وکړه. د روسیې ولسمشر پوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په لیدنه کې …

نور... »