Tag Archives: د ولسي جرګې ټاکنې

د بایو متریک له زیرمو څخه معلوماتي بانک ته د رای توکو لیږدول پیل شول- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې پر ورځ( د لړم ۱۳) د بایو متریک له زیرمو څخه معلوماتي بانک ته د رای توکو لیږدول پیل کړل.   د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایو متریک کارول د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره نوې تجربه وه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس …

نور... »

ټاکنیز کمیسیونونه د رایو په اړه ګډې پرېکړې ته ورسیدل

ټاکنیز کمیسیونونه وایي؛ هغه رایې، چې په بایومتریک سیستم کې ندي شاملې او شکایت یې هم په تړاو نه وي شوی او سربېره پر دې یې د رای مرکزونو رییسان تائید کړي، د اعتبار وړ دي. درې ورځې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون هغه رایې، چې بایومتریک شوي ندي؛ …

نور... »

د ننګرهار د درې نور په ټاکنو کې ښځو او زورواکو درغلۍ کړي-خلک

د ننګرهار د درې نور ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، که ټاکنیز کمیسیونونه په دې ولسوالۍ کې د شویو ټاکنیزو درغلیو سمه څېړنه ونه کړي؛ دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي. د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۷)  له درې نور ولسوالۍ څخه ولایتي شورا ته په احتجاج راغليو خلکو ادعا …

نور... »

حکومت د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي- سیاسي ګوندونه

ځینې ګوندونه او سیاسي بهیرونه وایي؛ حکومت هڅه وکړه، چې د ولسي جرګې ټاکنې ټکنۍ او له ستونزو ډکې تر سره او د ولسمشرۍ ټاکنې د ځان په ګټه راوڅرخوي. د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۸ نېټې د ولسي جرګې ټاکنې له سختو نیوکو سره مخ شوې او دې حالت …

نور... »

کندهاریانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخ ګډون پیل کړی

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې له اووه ورځني ځنډ وروسته د شنبې پر ورځ( د لړم ۵) له ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته پیل شوې؛ خو په کې خلکو پراخ ګډون کړی دی. ویل کیږي، چې ۱۷۲ مرکزونه او ۱۱۱۳ محلونه د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې …

نور... »

د ټاکنو له بهیره رارسیدلیو انځورونو درغلۍ روښانه کړي

د آریانا نیوز تر لاسه شوي انځورونه د ولسي جرګې د دوه ورځنیو ټاکنو بهیر له هغه څه سره ډېر متفاوت ښيي، چې د ټاکنو مسوولینو یې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی و. د دغو انځورونو له مخې؛ د ټاکنو په نوملړ کې د اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله نوم …

نور... »

په ټول هېواد کې د ولسي جرګې دوه ورځنۍ ټاکنې تر سره شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د ولسي جرګې د ټاکنو پای اعلان کړ او په دې ملي بهیر کې یې د  ټولو هېوادوالو له ګډون مننه وکړه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل؛ څلور میلیون کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایې وکارولې، چې ۳۳ په سلو …

نور... »

په شمال ختیځو ولایتونو کې د ټاکنو ۳۰ رای مرکزونه تړلي پاتې شول

په شمال ختیځو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو په دوه یمه ورځ هم هڅه وکړه، چې د ټاکنو مخه ونیسي. په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د رای ورکولو څوارلس مرکزونه، چې د ټاکنو پر لومړۍ ورځ د امنیتي ستونزو له کبله بند ول، پر دوه یمه ورځ هم  …

نور... »

په هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر ټکنی پیل شو

په هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره خلک ډلې ډلې د رای اچونې مرکزونو ته ولاړل؛ خو ټاکنیز بهیر په داسې حال کې پیل شو، چې د کابل ترڅنګ په ځينو ولایتونو کې د رای ورکولو یو شمېر مرکزونه تړل شوي او یا په ځنډ پرانستل شول. د …

نور... »

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ۷ نوماندان له نوملړه لیرې کړل

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې له وروستي نوملړه اووه نوماندان د ځینو سرغړونو له کبله لیرې کړې دي. د ټاکنو کمیسیون څرګنده کړې، چې په لیرې شویو کسانو کې ځینو یې له خپلې دندې استعفا نه وه کړې یا یې قانوني عمر نه و پوره …

نور... »

وسلوال مخالفین په یوولس ولسوالیو کې برلاسي دي

کورنیو چارو وزارت وایي، نولس ولسوالۍ له هغو سیمو دي، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ژر به دغو ولسوالیو ته پنځوس زره ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره ولیږل شي. که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته اووه ورځې پاتې دي؛ خو دغه ټاکنې امنیتي …

نور... »

د ننګرهار ولایتي شورا د ټاکنو د تحریم ګواښ کړی

د ننګرهار ولایتي شورا له ټاکنیز نوملړه د جاوید زمان غمشریک ویستل ناعادلانه کار وبللو او خبرداری یې ورکړ، چې که له نوموړي سره عدالت ونشي او پر پلویانو یې د شوي برید څېړنه ترسره نشي؛ نو په دې ولایت کې به روانې پارلماني ټاکنې تحریم کړي. د تېرې شنبې …

نور... »