عاجل خبرونه

Tag Archives: د سولې هوکړه

کور ته زمونږ د سرتېرو د راستنیدو وخت رارسیدلی- ترمپ

د امریکا ولسمشر په ډاګه کړې، چې اوس؛ نو کور ته زمونږ د سرتېرو د راستنیدو وخت رارسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې د …

نور... »

د خپلمنځي اختلافونو حل او د جګړې پای هېواد ثبات او سولې ته رسوي- سراج الدین حقاني

طالب مرستیال سراج الدین حقاني ویلي؛ په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو او خپلمنځي اختلافونو حل کولو سره کولی شو، چې هېواد سولې، ثبات او خپلواکۍ ته ورسوو. د حقاني شبکې مشر او د  طالب مرستیال سراج الدین حقاني نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په لومړنۍ مقاله کې …

نور... »

غني او خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمښت پر څرنګوالي او مدیریت خبرې وکړې

ولسمشر اشرف غني نن مازیګر د سلواغې پر ۳۰ په ارګ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره ولیدل. د ارګ د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې خلیلزاد او اشرف غني د هغو ګامونو پر مدیریت، چې د تاوتریخوالي له …

نور... »

له طالبانو سره روانې خبرې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی- ترمپ

د امریکا ولسمشر هیله من دی، چې اوس هم له طالبانو سره د هوکړې فرصت شته او امریکا ورسره پر خبرو بوخته ده او زه نه غواړم، چې میلیونونه انسانان ووژنم. د فبروري ۲۹ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک ورځ ټاکل شوې؛ خو له دې مخکې باید د تاوتریخوالی …

نور... »

طالبان باید د سولې لپاره خپله اراده ثابته کړي- عبدالله عبدالله

په تاوتریخوالي کې د اووه ورځني کموالي په اړه د طالبانو او امریکا هوکړه د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله له تاوده هرکلي سره مخ شوې او باوري شوی، چې دا کار سولې ته د رسیدو لپاره یو اړین ګام دی. اجرائیه مشر د دوشنبې پر ورځ د سلواغې ۲۸ د …

نور... »

د سولې بهیر د ګډوډلو هڅه باید هیڅوک ونکړي- حکمتیار

د پخواني شوري اتحاد د لښکرو د وتلو په تړاو په هرات ولایت کې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي؛ که څه هم د امریکا او طالبانو د خبرو اترو د بهیر ملاتړی دی، خو ځینې …

نور... »

حکومت د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی څرګند کړ. په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمرویلي، چې حکومت په دوحه کې د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی کوي او هیله من دی، چې د دغو …

نور... »

د سولې خبرې د یو کس او یو وزارت کار ندی – داکترعبدالله

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې سوله د یو کس او یو وزارت کار ندی او له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید د حکومت په ګډون ولسي وي. ارګ وایي، د سولې مذاکرتي ډله یي چمتو کړې؛ خو سپيدارماڼۍ ټینګارکړی، چې تراوسه هم دغه پلاوی ندی جوړ شوی. د سولې …

نور... »

د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له سولې تېښته ده – سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال  سرور دانش د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمښت طرحه؛ له سولې تېښته، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غولول نومولې ده. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بشري حقونو د ساتونکیو د ژغورنې د ستراتیژۍ د مخکتنې په ناسته کې، چې د …

نور... »

طالبان له هوکړې وروسته پر لنډ مهالي عمومي اوربند سلا شوي- سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالبانو مشرتابه له څو ورځو سلا مشورو وروسته سلا شوی، چې له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم عمومي اوربند ومني د طالبانو د واکمنۍ د المپیک ملي کمیتې رييس شکور مطمین ويلي، چې له قطر څخه د شهاب الدین دلاور …

نور... »

خلیلزاد د حکومت له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام په کابل کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدلي دي. ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني تېر ماښام چارشنبه( د لیندۍ ۱۳) په ارګ کې د امریکا د …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی

د ناتو سرمنشي  له سرمشریزې مخکې یو ځل بیا د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا او طالبانو د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې هر ډول حل لار باید  تاوتریخوالی لږ او اوربند ټینګ کړي. داسې ښکاري، چې ناتو له …

نور... »

طالبانو د طالب زندانیانو تبادله ځنډولې- جان بس

په افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې په کابل او لوګر کې د طالبانو د وروستیو بریدونو ( د لړم ۲۱ او ۲۲) له کبله د طالب زندانیانو او د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو تبادله وځنډول شوه. د افغان امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کولو په …

نور... »

له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده- خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده.  له طالبانو سره د امریکا د خبرو په ټپه له دریدو را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی …

نور... »

چمتو یو، چې له راتلونکي حکومت سره د یو اړخ په توګه خبرې وکړوـ طالبان

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د ټاکنو په پایله کې له را منځته کیدونکي حکومت سره د جګړې د یوه لوري په توګه خبرو ته چمتووالی لري. داسې ښکاري، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې ځنډیدلې خبرې بېرته له سره پیلېدونکي …

نور... »

طالبان باید تلپاتې سولې ته ژمن وي-ناتو

ناتو د افغانستان د سولې خبرو له بیا پایلیدو هرکلی کوي؛ خو له طالبانو هم غواړي، چې سولې ته د رسیدو لپاره رښتینې ژمنه وکړي. د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې مونږ د سولې د خبرو اترو له بیا پیل هر کلی کوو؛ خو طالبان هم باید لیوالتیا وښیي، …

نور... »

خلیلزاد په پاکستان کې له طالب پلاوي سره ولیدل

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند پاکستان ته د طالب پلاوي او خلیلزاد تر منځ احتمالي لیدنه تائید کړې او څرګندوي، چې که امریکا غواړي بېرته هوکړې ته راوګرځي؛ دوی هم ورته چمتووالی لري. دا مهال د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی او د زلمي خلیلزاد …

نور... »

اوربند ته د طالبانو د نه حاضریدو له کبله مې د سولې خبرې لغو کړي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ کله، چې طالبانو اوربند ونه مانه، ما له دې ډلې سره د سولې خبرې لغو کړې او ومې ویل، چې مونږ ولې نور زیاروګالو. دونالد ترمپ د امریکایانو او طالبانو د لس میاشتو ۹ پړاوه خبرې ودرولې او د افغانستان د سولې بهیر …

نور... »

اوس هم له طالبانو سره د سولې هوکړه شونې ده- پمپیو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له سي ان ان سره په تازه څرګندونو کې ويلي؛ امريکا اوس هم له طالبانو سره د سولې هوکړې ته هیله مندي لري، خو په دې شرط، چې طالبان خپله رښتینوالی ثابت کړي. ښاغلي پومپیو ویلي؛ لکه، چې تاسې ولیدل که طالبان …

نور... »

په دوحه کې د سولې پر هوکړه لیک خبرې شوي

په کابل کې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره له خبرو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر هوکړې خبرې روانې وساتلې. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د جمعې پر ورځ ملا عبدالغني …

نور... »