عاجل خبرونه

Tag Archives: د سولې عالی شورا

د سولې مشورتي لویې جرګې کمیسیون حکومتي جوړښت لري- مدني بنسټونه

یو شمېر مدني ټولنې د سولې مشورتي لویې جرګې د کمیسیون پر جوړښت نیوکې کوي او وايي، چې د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون حکومتي دی او مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ته په کې ځای ندی ورکړ شوی. داسې بریښي، چې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې …

نور... »

د سولې مشورتي لویه جرګه وځنډیده- د سولې عالی شورا

د سولې عالي شورا وايي، چې مشورتي لویه جرګه د ژمي په موسم کې د روانو ننګونو له کبله وځنډیده. د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهري زیاتوي؛ په جوړیدونکې لویه جرګه کې باید د افغانستان د ټولو اړوند سیمو خلک برخه ولري او ټول په کې خپل استازی …

نور... »

د سولې عالی شورا طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني- داوودزی

د سولې عالي شورا د دارالانشاُ رييس محمد عمر داوودزی وسلوال طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني. په داسې حال کې، چې د نړۍ ستر او ځواکمن هېوادونه د افغانستان د سولې په اړوند فعال شوي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم لګیا …

نور... »

ټاکل شوې، چې طالبان او امریکایي پلاوی بیا جرګه شي

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکایي پلاوی د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له ګډون پرته پر افغان سوله جرګه شي. وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به وسلوال طالبان او د زلمي خلیلزاد په رهبرۍ امریکايي پلاوی پر …

نور... »

د سولې مشورتي بورد او د سولې عالي شورا موازي بنسټونه ندي- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر ویلي؛ د سولې مشورتي بورد، چې د جوړیدو په حال کې دی، له سولې عالي شورا سره موازي بنسټ ندی. د افغانستان ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې …

نور... »

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب استازیو او زلمي خلیلزاد په وروستۍ کتنه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړه کړې وي. د سولې عالي شورا مرستیال، چې په مسکو کې یې د طالبانو له استازیو سره لیدنه درلوده وایي، دغه ډله …

نور... »

روسیه باید افغانستان په خپلو سیالیو کې ښکېل نکړي- دسولې عالی شورا

د افغانستان د سولې عالي شورا له مسکو غواړي، چې افغانستان په شخصي، سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې ښکېل نکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي کابلوف ویلي؛ ناتو د افغانستان د ستونزې په حل کې ناکامه شوې ده. د مسکو له غونډې د سولې عالي شورا راستون …

نور... »

د مسکو ناسته د خبرو لوی فرصت دی، باید له بندون سره مخ نشي

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د مسکو ناسته د سولې خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لوی فرصت دی او باید د سولې بهیر له بندون سره مخ نشي. د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پېنځه کسیز پلاوي ګډون د سولې خبرو د پیل لپاره هیلې …

نور... »

د سولې عالی شورا پلاوي د مسکو ناستې ته روان شو

د سولې عالی شورا پلاوی د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په ناسته کې، چې د جمعې پر ورځ( د لړم پر ۱۸) تر سره کیږي؛ نن له غرمې مخکې د روسیې فدراتیف جمهوریت پر لوري روان شو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په …

نور... »

د طالب استازیو او خلیلزاد له خبرو هرکلی څرګند شو

د افغانستان د سولې عالی شورا په قطر کې د وسلوالو طالبانو د استازیو او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ له خبرو هرکلی کړی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې …

نور... »

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د طالبانو او حکومت استازیو هوکړه کړې، چې د سیمې د دولس هېوادونو د استازیو په شتون کې د سولې په اړه مشورې وکړي. د سولې د پېچلی بهیر په اړه اوس روسیه ډګر ته راوتلې او د افغانستان لپاره د دې …

نور... »

پاکستان په ښکاره د سولې د خبرو مخنیوی کوي- خپلواک

د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس وایي، پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې لاسوهنه کوي اونه پریږدې، چې د سولې خبرې پيل او پلې شي.  د سولې عالي شورا د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۶) له مدني فعالانو، ځونانو او ښځو سره د سولې په …

نور... »

د سولې لپاره باید په ملي کچه کار وشي- د سولې عالي شورا

د افغانستان د سولې عالي شورا رییس وايي، چې د هېواد یوه برخه له طالبانو سره ده او جګړه هم ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده؛ نو، ځکه د سولې لپاره باید په ملي کچه کار وشي. د سولې عالي شورا رييس محمد کریم خلیلي د ټولنې …

نور... »

حکومت دې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي- د سولې عالي شورا

د سولې عالي شورا له حکومت غوښتي، چې په قطر کې دې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي؛ خو د ښکېلو خواوو په خوښه دې په کوم بل درېیم هېواد کې پرانستل شي. په دې وروستیو کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو ګونګوسي راپورته شوي؛ خو د سولې عالي …

نور... »

پاکستان خپلو ژمنو ته ژمن نه دی او تل خلک تېر باسي- مظفري

د سولې عالي شورا وایي، پاکستان په سیمه کې د سولې د ټینګښت په اړه خپلو ژمنو ته ژمن نه دی؛ افغان حکومت باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز تر څنګ د ملي اجماع په کارولو د دغې تېرایستنې په وړاندې ودریږي. په عمان کې د افغانستان، پاکستان، …

نور... »