Tag Archives: د سولې خبرې

چمتو یو، چې له راتلونکي حکومت سره د یو اړخ په توګه خبرې وکړوـ طالبان

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د ټاکنو په پایله کې له را منځته کیدونکي حکومت سره د جګړې د یوه لوري په توګه خبرو ته چمتووالی لري. داسې ښکاري، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې ځنډیدلې خبرې بېرته له سره پیلېدونکي …

نور... »

امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې امریکايي استازيو په پاکستان کې له طالب استازیو سره د سولې د خبرو پر بیا پیلولو خبرې کړې دي. وال ستریت ژورنال د هغه امریکايي پلاوي د غړیو له قوله، چې په پاکستان کې یې تېره میاشت له طالبانو سره لیدلي لیکلي؛ دوی …

نور... »

په پاکستان کې له طالب پلاوي سره د خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې-سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالب پلاوي او خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې وه، چې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر په ګډون په کې د دوی شپږ کسیز پلاوي ګډون درلود. په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا …

نور... »

بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو له پیلیدو ډاډ څرګند کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو لپاره هڅې پیل شوي او کیدی شي، چې د سولې خبرې ډېر ژر بیا پیل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هیله من شوی؛ لیرې نده، چې مونږ د ښکېلو خواوو تر …

نور... »

افغان حکومت تر ټاکنو د سولې لپاره هڅې ودرولې- صدیق صدیقي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې دمګړې تر ولسمشریزو ټاکنو د سولې هر ډول کوښښونه درول شوي او په اړه به یې راتلونکی حکومت پرېکړه کوي. په کابل کې د وسلوالو طالبانو په یوه موتر بم برید کې د امریکا د یوه پوځي له وژل کیدو وروسته له طالبانو …

نور... »

د طالبانو او امریکایانو د خبرو ودریدل باید د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي- ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو ودریدل باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي. له طالبانو سره د امریکا لخوا د خبرو له لغو کیدو وروسته واشنګتن ویلي، چې په افغانستان کې جنګیږي او طالبان هم ورته خبره کوي. ملګري ملتونه …

نور... »

طالبان او له هغو سره خبرې مړې شوې-دونالد ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هوکړې ته د لاسرسي لپاره اوږدې هڅې او خبرې مړې شوي او له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پلان هم له اتلس کلونو جګړو وروسته منسوخ دی. له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو دروازه وتړل شوه؛ …

نور... »

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې

د امریکا ولسمشر ویلي؛ ټاکل شوې وه، چې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۷/ د سپتمبر ۸) له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره په کمپ دیود کې وویني؛ خو د طالبانو وروستیو بریدونو او په کې د یو امریکایي او ۱۱ ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله …

نور... »

په دوحه کې د سولې پر هوکړه لیک خبرې شوي

په کابل کې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره له خبرو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر هوکړې خبرې روانې وساتلې. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د جمعې پر ورځ ملا عبدالغني …

نور... »

له طالبانو سره د سولې هوکړه نده شوې؛ خو خبرې ښې روانې دي- ترمپ

د امریکا ولسمشر ټینګار کوي، چې له طالبانو سره یې د سولې په تړاو هوکړه نده کړې؛ خو ورسره خبرې په ښه توګه پر مخ ځي. د امریکایانو او طالبانو نهم پړاو خبرې د تړلیو دروازو تر شا لسمې ورځې ته وغزیدلې. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ټینګار کړی، چې …

نور... »

د قطر په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو اتم پړاو خبرې پیل شوې

په قطر کې د طالب پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر مشرۍ له امریکایانو سره د اتم پړاو خبرې پیل شوې. د افغان سولې لپاره د امریکا او طالب استازیو ترمنځ په اتم پړاو خبرو کې امریکا تر ډېره کوښښ کوي، …

نور... »

په قطر کې د اووم پړاو خبرې د افغانستان له پلاوي سره د خبرو لپاره پای ته ورسیدې

د طالبانو او امریکایانو د اووم پړاو خبرې پای ته ورسیدې او د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالب استازیو او له کابل څخه د ورغلیو افغان مرکچیانو ناسته پیلیږي. په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو خبرو له پای ته رسیدو سره جوخت …

نور... »

ټاکل شوې، چې ډېر ژر د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرې پیل شي

ټاکل شوې، چې ډېر ژر د قطر په  پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د اووم پړاو خبرې پیل شي. دا ځل کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سفر له پخوانیو سفرونو اوږد شو. خلیلزاد به له وسلوالو …

نور... »

د سولې خپلمنځي خبرو لپاره دې طالبان په مشورتي جرګه کې ګډون وکړي- د جرګې کمیسیون

د مشورتي جوړیدونکې لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون ویاند وایي، که طالبان په دې جرګه کې ګډون وکړي؛ نو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به لار اواره شي. په کابل کې حکومت بیا د لویې جرګې لپاره په داسې حال کې چمتوالی نیولی، چې د سولې خبرې چټکې شوي دي. …

نور... »

زلمی خلیلزاد د سولې لپاره د پلاوي پر ټاکلو خبرې کوي

د سولې د خبرو په لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان حکومت څخه وغواړي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره هر اړخیز پلاوی وټاکي. د قطر غونډې ته تلونکي کسان وايي؛ خلیلزاد به حکومت ته قناعت ورکړي، چې د …

نور... »

د سولې اوسنۍ خبرې د جګړې پای ته رسولو لپاره زمینه نه برابروي- سیماسمر

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې اوسنۍ خبرې په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره زمینه نه برابروي. د قطر پلازمېنه دوحه به د اپریل په میاشت کې د افغان سیاستوالو او طالب استازیو د خپلمنځي خبرو کوربه وي. دغو خبرو …

نور... »

افغان حکومت د سولې له خبرو بشپړ خبر دی- امریکا

په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا او طالب استازیو تر منځ د تړلو دروازو تر شا خبرو ان د امریکا مشرانو جرګه اندېښمنه کړې ده. د امریکا مشرانو جرګې د قطر د خبرو د سپیناوي لپاره د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وربللی و. نوموړي ویلي، چې …

نور... »

په دوحه کې د طالب او امریکایي استازیو خبرې له دمې وروسته بیا پیل شوې

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ امریکایي پلاوي طالبانو ته  وړاندیز کړی، چې په درې تر پېنځه کلونو کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو طالبانو ویلي، چې دا ځواکونه دې په شپږ میاشتو کې ووځي. په تېرو دوه ورځو کې طالبان او امریکایان په خپلو کې وغږېدل؛ تازه …

نور... »

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی د پرېکړو بشپړ واک لري

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی د هر راز پرېکړو بشپړ واک لري. په قطر کې د طالب پلاوي مشري د پاکستان له بند څخه آزاد شوی طالب ملا عبدالغني برادر لري، چې د ملا هبیت الله مرستیال ټاکل …

نور... »

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره خپل پېنځم سفر پیل کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو لړ آسیایي او اروپایې هېوادونو ته ۱۸ ورځنی سفر پیل کړی دی. د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۱) په واشنګتن کې په ډاګه کړې، چې ټاکل شوې د …

نور... »