عاجل خبرونه

Tag Archives: دونالد ترمپ

امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې امریکايي استازيو په پاکستان کې له طالب استازیو سره د سولې د خبرو پر بیا پیلولو خبرې کړې دي. وال ستریت ژورنال د هغه امریکايي پلاوي د غړیو له قوله، چې په پاکستان کې یې تېره میاشت له طالبانو سره لیدلي لیکلي؛ دوی …

نور... »

ارګ د بهرنیو ځواکونو پر پاتې کیدو ټینګار ښکاره کړی

ولسمشرۍ ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتو په اړه د دونالد ترمپ خبرو ته په غبرګون کې څرګنده کړې؛ اوس هم اړتیا شته، چې امریکايي سرتېري له افغان سرتېرو سره اوږه پر اوږه له ترهګرۍ سره مبارزه روانه وساتي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې پر …

نور... »

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکا جګړه خندوونکې بولي

ښاغلی ترمپ د پاکستان د لومړي وزیرد دې غوښتنې په تړاو، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، ویلي وبه کتل شي، چې څه کیږي! د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، چې نیویارک ته د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه …

نور... »

رښتینې سولې ته د رسیدو لپاره باید طالبان اوربند وکړي- ولسمشرغني

ولسمشر غني د سولې د نړیوالې ورځ  په مناسبت څرګنده کړې، چې رښتینې سولې ته د رسیدو لپاره باید طالبان اوربند وکړي، چې د وینو تیېدل بس شي. تر اوسه د شخړې د پای لپاره د سیاسي هوکړې څرک نه لګیږي؛ خو ولسمشر غني وایي، رښتینې سولې ته رسیدل هغه …

نور... »

اوربند ته د طالبانو د نه حاضریدو له کبله مې د سولې خبرې لغو کړي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ کله، چې طالبانو اوربند ونه مانه، ما له دې ډلې سره د سولې خبرې لغو کړې او ومې ویل، چې مونږ ولې نور زیاروګالو. دونالد ترمپ د امریکایانو او طالبانو د لس میاشتو ۹ پړاوه خبرې ودرولې او د افغانستان د سولې بهیر …

نور... »

طالبان او له هغو سره خبرې مړې شوې-دونالد ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هوکړې ته د لاسرسي لپاره اوږدې هڅې او خبرې مړې شوي او له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پلان هم له اتلس کلونو جګړو وروسته منسوخ دی. له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو دروازه وتړل شوه؛ …

نور... »

اوس هم له طالبانو سره د سولې هوکړه شونې ده- پمپیو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له سي ان ان سره په تازه څرګندونو کې ويلي؛ امريکا اوس هم له طالبانو سره د سولې هوکړې ته هیله مندي لري، خو په دې شرط، چې طالبان خپله رښتینوالی ثابت کړي. ښاغلي پومپیو ویلي؛ لکه، چې تاسې ولیدل که طالبان …

نور... »

سوله تر هر څه لومړیتوب لري-حامد کرزی

د سولې د خبرو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر په داګه کړې، چې سوله د افغانستان د خلکو ستره هیله ده او تر بل هر څه لومړیتوب لري. د یاد دفتر د اعلامیې له مخې: کله، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په نوم …

نور... »

له طالبانو سره د سولې هوکړه نده شوې؛ خو خبرې ښې روانې دي- ترمپ

د امریکا ولسمشر ټینګار کوي، چې له طالبانو سره یې د سولې په تړاو هوکړه نده کړې؛ خو ورسره خبرې په ښه توګه پر مخ ځي. د امریکایانو او طالبانو نهم پړاو خبرې د تړلیو دروازو تر شا لسمې ورځې ته وغزیدلې. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ټینګار کړی، چې …

نور... »

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هیڅ مهالوېش نشته- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په فرانسه کې د جي اووه هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې بیړه نشته. د امریکا د مخکښ جمهوري غوښتوونکي سناتور لیندسي ګراهام پرله پسې خبرداریو داسې ښاري، چې ترمپ هم اغېزمن …

نور... »

ترمپ په افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د امریکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې د نړۍ او سیمې له هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې همکاري وکړي. هغه له روسیې، هند، پاکستان، ایران، ترکیې او افغانستان غوښتي، چې د داعش د جرړلو په ایستلو کې اړینې هڅې وکړي. د امریکا …

نور... »

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز ته ویلي؛ که امریکا د تېرو تر سره شویو اته پړاو خبرو ژمنو ته ژمنه پاتي نشي، جګړه به ورسره روانه وساتل شي او د سولې خبرې به هم زیانمنې کړي. د امریکا ولسمشر ټینګارکړی، چې له طالبانو سره د …

نور... »

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ولیدل

د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په اړه، چې په افغانستان کې به ورسره جګړه پای ته ورسیږي د خپل هېواد له لوړپوړیو چارواکو سره ولیدل.  د امریکایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ښاغلی ترمپ تېره ورځ د خپل هېواد له مشرانو( بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، …

نور... »

د امریکا ولسمشر ترمپ د ځواکونو پر ډېر ژر ویستو ټینګار کړی

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له یوې امریکايي سي سپن تلویزون سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. له هغې وروسته ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه د  بهرنيو ځواکونو …

نور... »

د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري- عمران خان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي؛ باور لري، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او له د‌ونالد ترمپ سره  به په نننۍ لیدنه کې د افغانستان پر سوله وغږیږي او په دې اړه به خپلې غوښتنې مطرح کړي. د پاکستان لومړي وزیر به له ترمپ سره له …

نور... »

روسیې خپل ډېري وګړي له وینزویلا ایستلي دي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونااد ترمپ وایي؛ روسیې امریکا ته ویلي، چې دوی خپل ډېري وګړي له وینزویلا څخه ایستلي دي. ترمپ دا خبره د جون پر درېیمه نېټه پر خپل تویت په داسې حال کې کړې، چې دا مهال د بریتانیا پر سفر بوخت دی؛ خو نوموړي په دې اړه …

نور... »

ترمپ په افغانستان کې د استخباراتي سرتېرو پر پاتې کیدو ټینګار څرګند کړ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ امریکا به له افغانستان څخه امریکایي سرتېري راستانه کړي، خو په لږ شمېر استخباراتي سرتېري به وساتي، چې د ترهګرو فعالیتونه وڅاري. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه اړینه بولي. هغه، چې ان بي اس …

نور... »

ولسمشر غني ترمپ ته د لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وړاندیزکړی

ولسمشر غني خپل امریکایي سیال ته یو لیک لیږلی، چې په کې یې د سولې، لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه کړي دي. د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ولسمشر غني په دې لیک کې د سولې په تړاو د امریکا د بیړنۍ …

نور... »

ترمپ او مودي د امریکا او افغانستان په اړه تیلیفوني خبرې کړي

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د دغه هېواد او امریکا د سوداګریز کسر پر راټیټولو او له افغانستان سره د همکارۍ پر ډېرولو تیلیفوني خبرې اترې کړې دي. سپینې ماڼۍ څرګنده کړې، چې دونالد ترمپ او نریندرا مودي تېره ورځ ناوخته( د …

نور... »

په افغانستان کې باید امریکا نه، بلکې روسیه، هند او پاکستان وجنګیږي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي کال د کابینې په لومړۍ ناسته کې د خبرو پرمهال وویل: هند هلته(افغانستان) دی، روسیه شته، چې یو مهال شوروي اتحاد و، د افغانستان جګړې ترې روسیه جوړه کړه او کمزوري شول. پاکستان هم هلته دی؛ دوی باید په افغانستان کې جنګ وکړي. …

نور... »