عاجل خبرونه

Tag Archives: درزآب

په جوزجان کې تسلیمي داعشیانو له نجونو او هلکانو جنسي ګټه پورته کړې- خلک

د جوزجان ولایت د قوشتپې او درزآب ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې تسلیم شویو داعشیانو نجونې پر زور نکاح کړي او له کم عمره هلکانو یې ناوړه جنسي استفاده کړې. یو د کم عمر هلک، چې مستعار نوم یې عبدالله دی وايي، چې داعش د ناوړه جنسي ځورونو لپاره د هغوی …

نور... »

په جوزجان کې ۲۰۰ داعشیان له حکومت سره یوځای شول

د هېواد په شمال جوزجان کې له حکومت سره د یو ځای شویو ۲۰۰ داعشیانو عمومي قومندان مولوي حبیب الرحمن ویلي، چې د سوریې له داعش سره یې اړیکې نه درلودې او له خلکو یې د عشر او زکات راټولولو له لارې  وسلې او مهمات را نیول. تسلیم شوي داعشیان، …

نور... »

د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري محاصره دي

امنیتي چارواکي وایي؛ د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري له ۵ ورځو راپدیخوا د داعشیانو تر محاصرې لاندې دي او توانیدلي نه یو، چې له دې ولسوالۍ د امنیتی ځواکونو مړي او ټپيان راولیږدوو. هغه سرتېري، چې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې له ۵ ورځو را پدیخوا …

نور... »

په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې مخالفانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ قول اردو چارواکو د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ایثار نومو عملیاتو له ترسره کولو او په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې له پیلولو خبر ورکوي. د ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، چې د دولت آباد ولسوالۍ په دوه ورځنیو عملیاتو کې …

نور... »

د جوزجان په درزآب کې ۱۴ سرتېرو غذایي اعتصاب کړی

د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې یو شمېر سرتېرو د درندو وسلو او تجهیزاتو د نه درلودو له کبله د ډوډۍ نه خوړلو پرېکړه کړې ده. دوی وايي، چې تر هغې به اعتصاب روان وساتو، چې ستونزه یې حل شي. د ملي اردو یو شمېر سرتېري، چې د جوزجان د …

نور... »

داعشیانو د جوزجان د درزآب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی- چارواکي

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرو وسلوالو د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی. د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی …

نور... »

په جوزجان کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نیول شوي دي

 د جوزجان په درزآب کې د ناتو د پریکنده  ملاتړ په هوایي عملیاتو کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نور ازبکستاني یې نیولي دي. د شنبه پر شپه په درزآب ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا عملیات شوي؛ درې ازبکستاني، چې …

نور... »

په جوزجان کې د دوه ازبکستانیانو په ګډون ۱۳ داعشیان وژل شوي

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوایي بریدونو کې د اسلامي دولت یا داعش د دوه ازبکستانی ملګرو په ګډون ۱۳ داعشیان وژل شوي دي. د جوزجان امنیه قومندانۍ امنیت آمرعبدالحفیظ خاشي ویلي، چې دغه هوایي بریدونه د دغه ولایت درزآب …

نور... »

په جوزجان کې د فرانسویانو او ازبکانو په ګډون۲۶ داعشیان وژل شوي

د جوزجان پولیس وایي، د ۷ فرانسویانو او ۴ ازبکانو په ګډون ۲۶ داعشیان د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید موخه ګرزیدلي دي. د جوزجان د پولیسو قومندان فقیر محمد جوزجانی وایی؛ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې، چې پر سردره او …

نور... »