عاجل خبرونه

Tag Archives: خلیلزاد

خلیلزاد په کابل کې له حکومتي مشرانو او سیاسیونو سره ولیدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۷) له حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو سره د تاوتریخوالي پر کمیدو او اوربند پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي …

نور... »

خلیلزاد د طالبانو له بنده د ۱۰ سرتېرو خوشې کیدل ستایلې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له بنده د ۱۰ سرتېرو خوشې کیدنه ستایلې  او د سیاسي همغږۍ لپاره یې یو نیک کار ګڼلی دی.    هغه هیله ښودلې؛ دا کار به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې په راټیټولو کې نه …

نور... »

خلیلزاد د سولې خبرو منځپانګه پټه ساتلې – رولا غني

د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور لګولی، چې په قطر کې یې د سولې خبرو اصلي محتوا یا منځپانګه پټه ساتلې ده. نوموړې د امریکا د ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې د وینا پر مهال د امریکايي …

نور... »

طالبانو زلمي خلیلزاد ته د ۸۲ طالب زندانیانو نوملړ سپارلی

طالبانو د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د آزادیدو په بدل کې د خپلو دوه اتیا بندیانو نوملړ زلمي خلیلزاد ته سپارلی دی. د افغانستان سولې په بهیر کې یوه نوې دروازه پرانیستل شوې، چې پر پرمختګ یې یوازې خلیلزاد او طالبانو هوکړه کړې او د افغان حکومت پر مزاج …

نور... »

خلیلزاد په کابل کې د سولې په اړه له حکومتي او مذهبي مشرانو سره ولیدل

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر کابل  ته راغلی؛ هغه لومړی د ملي محاذ له رهبر سید حامد ګیلاني سره لیدلي او وروسته یې د ملي وحدت حکومت له رهبرانو سره پر سوله خبرې تر سره کړې. له دوه میاشتو وروسته د افغان …

نور... »

خلیلزاد په پاکستان کې له طالب پلاوي سره ولیدل

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند پاکستان ته د طالب پلاوي او خلیلزاد تر منځ احتمالي لیدنه تائید کړې او څرګندوي، چې که امریکا غواړي بېرته هوکړې ته راوګرځي؛ دوی هم ورته چمتووالی لري. دا مهال د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی او د زلمي خلیلزاد …

نور... »

خلیلزاد د نهم پړاو خبرو د پیلولو سفر پیل کړ

د افغانستان د سولې ځانګړي استاري زلمي خلیلزاد د نهم پړاو خبرو د پیلولو لپاره دوحې او کابل ته سفر پیل کړی.  د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې نوموړي کابل ته سفر پیل کړی او له افغان مشرانو سره له خبرو وروسته به د نهم پړاو خبرو …

نور... »

نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په مناسب وخت کې وځي- ناتو

د ناتو سرمنشي وایي؛ لکه څنګه، چې د ناتو متحدین د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکېل دي دغه راز به له دې هېواده د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو هم ګډه پرېکړه وکړي. د ناتو سرمنشي د اسپین په انستیتوت کې د خبرو پر مهال وویل، چې …

نور... »

ځینې افغان مشران د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې دي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، ځینې افغان مشران د سیمې له هېوادونو سره د سولې بهیر او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو په اړیکه کې دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په خبرو کې دغو کسانو …

نور... »

د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې کړي

د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه په قطر او برلین کې د کیدونکیو خبرو په اړه له اروپايي استازیو سره د  افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خبرو وروسته؛ افغان چارواکو هیله ښودلې ، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې …

نور... »

د قطر د شپږم پړاو د خبرو په پیل کې د طالبانو او خلیلزاد اختلافات په ډاګه شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ د مذاکراتو په پیل کې یې له طالبانو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیدي او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو، اوربند، د افغانانو په خپلمنځي خبرو او د ترهګرۍ ضد هڅو کې …

نور... »

له پاکستانیو چارواکو سره د زلمي خلیلزاد دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه حکومت له اړوند مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې کړې دي.   بهرنۍ رسنۍ وایي؛ خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې طالبان له افغان …

نور... »

په افغانستان کې د ملکي وګړيو د زیانونو د مخنیوي لپاره اوربند ته اړتیا ده- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د خپور شوي راپور د تلفاتو په اړه وایي، چې د عامو خلکو د وژني د مخنیوي لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ته اړتیا ده. هغه په خپل تویت کې دا هم …

نور... »

خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې پر ورځ( د وري ۲۶) طالبانو ته د اوربند په اړه وړاندیز وکړ. زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره …

نور... »