عاجل خبرونه

Tag Archives: خلک

په نیمروز کې د ایراني تومان د چلیدو له کبله ماشومان افغانۍ نه پېژني

په نیمروز کې ورځنۍ راکړه ورکړه پر ایراني تومان تر سره کیږي، چې له کبله یې ماشومان افغانۍ نه پېژني. له دوه لسیزو ډېر وخت کیږي، چې په نیمروز کې سوداګریزې چارې پر ایراني تومان تر سره کیږي. د دې ولایت اوسیدونکي وایي، واړه ماشومان یې افغانۍ نه پېژني او …

نور... »

د (میک) موندنو په دولتي ادارو کې د فساد پر شتوالي ټینګار کړی

د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزني د ګډې کمیتې(میک) موندنې ښیي، چې اوس هم په دولتي ادارو کې ګمارني د خپلویو د پالني له مخې تر سره کیږي. میک یا د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمیته له …

نور... »

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر مراسمو د خونړي برید په غبرګون کې، حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام ګني. د بشرحقونو خپلواک کمیسیون وایي، د دولت امنیتي کړنلاره د خلکو د ځان ساتني وړتیا نلري. د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال …

نور... »

د سولې د هڅو تر څنګ باید ټاکنو ته هم چمتووالی ونیول شي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې د سولې د هڅو تر څنګ باید ټاکنو ته هم چمتووالی ونیول شي. د امریکا لومړیتوب سوله ده او که د افغانستان ولسمشریزې تاکنې؟! د دغې پوښتنې په تړاو د اندېښنو له پراختیا وروسته اوس د افغانستان د …

نور... »

د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړیدو خلک اندېښمن شوي

هېوادوال وايي د روژې له رارسیدو سره سوداګرو بیې لوړې کړي، چې له کبله يي ولس له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. د کابل ښار او سیدونکي وايي، چې د روژې له پیل سره د لومړنیو توکو په بیوکې د پام وړ ډېروالی راغلی، چي خلک يي له ګڼو …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې رخصتیو خصوصي سکتور زیانمن کړی

په کابل کې د سولې مشورتي جرګې لپاره وروستیو رخصتیو خصوصي سکتور او کابل ښاریانو ته میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی؛ خو ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په پای کې له خلکو او خصوصي سکتور بښنه غوښتې ده. د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، چې خصوصي سکتور او خلکو ته دې جرګې …

نور... »

امریکا دې په افغانستان کې د سولې لپاره هرغوراوی ومني- ولسي جرګه

د ولسي جرګې غړي وایي، چې خلک د زلمي خلیلزاد د سولې له هڅو ملاتړ کوي او باید دا هڅې یوې پایلې ته ورسيږي. له هغې وروسته، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې پراخې شوې؛ دا هیلې هم ورسره را وټوکیدې، چې د سولې بهیر به یوې …

نور... »

که د پکتیا د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي، په ټاکنو کې ګډون نکوو- خلک

د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، که د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کوو. د احمدابا ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان وايي، که مرکزي  حکومت د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نکړي په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به …

نور... »

په ننګرهارکې ناامنیو د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیکه کړي

نوماندان د کمپاینونو لپاره ارام چاپېریال غواړي؛ خو عام خلک ترې ګیله من دي، چې انځورونه او بینرونه پر ناسمو ځایونو لګوي. د برښنا ستنې د شپې واټونه روښانه کوي او د ورځې د ولسي جرګې نوماندانو ته پر چوپه خوله کمپاین تر سره کوي؛ خو د جلال آباد ښاروالۍ …

نور... »

د میدان وردګ په دایمرداد کې د وژل شویو سرتېرو جسدونه وراسته شوي-خلک

د وژل شویو سرتېرو د کورنیو غړي وايي؛ د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالۍ کې د وژل شویو افغان سرتېرو مړي له یوې اوونۍ ډېر د جګړې په ډګر کې پاتې ول، چې جسدونه یې شړیدلي او پړسیدلي دي. د وژل شويو سرتېرو خپلوان په کابل کې د پولیسو د …

نور... »

که اوربند وغزیږي له وسلوالو طالبانو سره به پر مهمو مسایلو خبرې وشي

د وسلوالو طالبانو لخوا د اختر په درې ورځو کې د اوربند هرکلي په خلکو او دولتي چارواکو کې د سولې او ثبات هیلې راټوکولي دي. د افغانستان د حکومت د اته ورځني اوربند په درشل کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ …

نور... »

د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ څو ساعته سقوط خلک زیانمن کړل

سیمه ییز چازواکي وایي، چې د تخار د دشت قلعه ولسوالي د چهارشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۱) څو ساعته د طالبانو تر واک لاندې راغله او طالبانو په دې موده کې خلک زیانمن او یو شمېر دولتي تاسیسات وسوځول. د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ هغه شمېر اوسیدونکي، چې …

نور... »

د ننګرهار کانال خصوصي سکتور ته سپارل کېږي- درانی

په ننګرهار ولایت کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د حکومتي پرېکړې له مخې د ننګرهار کانال خصوصي سکتور ته سپارل کېږي؛ خو خلک اندېښمن دي، چې د قراردادونو په بهانه د تېر په څېر د کانال پاتې ځمکې غصب نشي. د ننګرهار کانال زرګونه جریبه ځمکه لري، چې په …

نور... »

په ننګرهار کې پولیسو د یوې کورنۍ ۶ غړي د انسان تښتونې پر تور نیولي

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې پولیسو د یوې کورنۍ څلور تنه نرینه او دوه ښځینه د یوې څلورکلنې ماشومې د تښتونې په تور نیولي؛ خو نیول شویو کسانو د ځان په اړه دا یوه دسیسه ګڼلې ده. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دې …

نور... »

وروستیو ورښتونو افغان کروندګر کرنیزو فصلونو ته هیله من کړل

پغمان د کابل هغه سیمه ده، چې له نورو سیمو په کې ډېره واوره وریږي. که څه هم په روان ژمي کې د پام وړ واوره نده اوریدلې؛ خو وروستیو واورو د خلکو او کرندګرو هیلې یو څه راوغوړولې. ماشومان هم لارو او کوڅو ته راوتلي د واورې له وریدو …

نور... »