عاجل خبرونه

Tag Archives: حکومت

حکومت دې په هېواد کې د سولې د رامنځته کیدو مخه نه نیسي- حکمتیار

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې هره ورځ درې سوه افغان سرتېري په جګړه کې وژل کیږي؛ خو حکومت اوس هم د سولې مخالفت کوي. د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې دا ځل په کابل کې سلګونه میرمنو …

نور... »

د بهرنیو سرتېرو بېړنی تګ به افغان حکومت له فشارونو سره مخ کړي ـ حمدالله محب

د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو بېړنی تګ به افغان حکومت له ډېرو فشارونو سره مخ کړي. له طالبانو سره د امریکا خبرې ودریدې؛ خو اوس هم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو راتلونکی حضور څرګند ندی. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار …

نور... »

په دوحه کې له دمې وروسته د نهم پړاو خبرې بیا پیلیږي

د قطر په دوحه کې د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د امریکایي او طالب پلاوو تر منځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیل شوې؛ خو د جمعې پر ورځ په کې دمه رامنځته شوه. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د خبرو نهم …

نور... »

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر مراسمو د خونړي برید په غبرګون کې، حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام ګني. د بشرحقونو خپلواک کمیسیون وایي، د دولت امنیتي کړنلاره د خلکو د ځان ساتني وړتیا نلري. د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال …

نور... »

افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی-اشرف غني

د دولت جوړونکې  ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني په یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی او د ولسمشرۍ ټاکنې د اوسني سیاسي نظام د پایښت یوازنۍ لار ده. د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړې په …

نور... »

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په صورت کې حکومت راپرځي-حکمتیار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم دی؛ ملي وحدت حکومت کمزوری بولي او وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په صورت کې حکومت راپرځي. د کابل د چهاردهي سیمې اوسیدونکیو په یوه ټاکنیزه ناسته کې د سولې او عدالت ټاکنیزې ډلې …

نور... »

له طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرې وځنډیدې

د سولې په چارو کې د دولت وزارت درې اوونۍ مخکې  ویلي وه، چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره یو پېنځلس کسیز پلاوی جوړ شوی او په یوه اروپایي هېواد کې به خبرې تر سره شي؛ خو ښکاري، چې دا خبرې ځنډیدلي او …

نور... »

د احتمالي ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت به د جګړې د دوام په معنا وي- سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د پلاوي ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې که د احتمالي ټاکنو په پایله کې هر ډول حکومت رامنځته شي؛ دا به د جګړې د دوام په معنا وي. د آریانا نیوز خبریال زمریالی اباسین، چې په دوحه کې دی، له …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو له خبرو ملاتړ څرګند کړ

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د امریکایانو او طالبانو له خبرو هرکلی کړی او ترې ملاتړ کوي. د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۱) په بروکسل کې یوې خبرې ناستې ته څرګنده کړه، چې ناتو د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د …

نور... »

له طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي د غړیو نوملړ وروستی شوی ندی

له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د افغان مرکچي پلاوي یوه غړي له آریانا نیوز سره په خبرو کې د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۱) ویلي، د دغه پلاوي د غړو نوملړ تر اوسه وروستی شوی ندی او خبرې پرې روانې دي.   ښاغلی حاجي عزیزالله دین محمد …

نور... »

په بلخ کې پر مخابراتي خصوصي شرکتونو بندیز غبرګونونه راپارولي

اترا ادارې ویلي؛ په بلخ کې یوولس ورځې کیږي، چې حکومت او طالبان د مخابراتي خصوصي شرکتونو د عامه خدمتونو مخه نیسي. د چاربولک په ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو پر دستګاوو د طالبانو بریدونو دا شرکتونه اړ کړل، چې د شپې له مخې عامه خدمتونه ودروي او حکومت هم …

نور... »

حکومت د متشبثو ښځو د هڅونې لپاره هیڅ ندي کړي- سوداګرې میرمنې

د هېواد متشبثې میرمنې وايي، حکومت ورسره د اقتصادي هڅو د پراختیا په برخه کې هیڅ همکاري نده کړې. په دې نندارتون کې د کابل په ګډون د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه هم متشبثې او سوداګرې میرمني راغلې دي.  دوۍ وايي،  د ملي یوالي حکومت د میرمنو د …

نور... »

د سولې دوه ورځې خبرې او د مهمو ګامونو پورته کیدل!

طالبانو په لومړي ځل د  قطر په دوحه کې له سیاسي څېرو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې د تاوتریخوالي د کمولو ډاډ څرګند کړ. طالبانو او سیاسي څېرو په قطر کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په یوه اته ماده ییزه اعلامیه کې د تاوتریخوالي پر کمیدو، د ناروغو …

نور... »

د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره جدي هڅې روانې دي- نیکولاس کي

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړیو خبرو کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره جدي هڅې رواني دي. هغه، چې په بروکسل کې له آریانانیوز سره خبرې کولې؛ له وسلوالو طالبانو یې وغوښتل، چې د …

نور... »

ولسمشر د پخلایني په برخه کې د دولت وزارت جوړوي- سرچینې

حکومتي سرچینې وايي، چې د ولسمشر د دفتر رييس عبدالسلام رحیمي به د دغه وزارت وزیر و ټاکل شي. یوه نیمه میاشت مخکې شاوخوا درې زره کسانو د مشورتي لویې جرګې په لړ کې ولسمشر غني ته وړاندیز وکړ، چې د سولې عالي شورا د ناکامیو له کبله باید لغوه …

نور... »

په ننګرهار کې د سرې قطعې د ۳ قومندانو په ګډون ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکو ویلي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر سرې قطعې عملیات کړي، چې د سرې قطعې د درې قومندانو په ګډون دېریش طالب جنګیالي وژل شوي دي. شېرزاد د تېرو پېنځه میاشتو راپدیخوا د داعش، طالب او حکومت …

نور... »

طالبان د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت له منځه وړي- عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس وسلوال طالبان تورن کړل، چې ګواکې د سولې رامنځته شوی فرصت له منځه وړي او پر جګړه ټينګار یې د جنګي جنایتونو لپاره زمینه برابروي. سیمې ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خیلیلزاد د اووم پړاو سفر په لړ کې لویدیځو چارواکو بریتانوي …

نور... »

طالبان واک او اسلامي امارت غواړي – رحمت الله نبیل

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس په یوې رابلل شوې ناسته کې څرګنده کړه، چې طالبان پر ټاکنو او ولسواکۍ باور نلري او حکومت دې د دې ډلې د څرګندونو قرباني نشي. د سولي خبرو په پنځ(اوج) کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت …

نور... »

امریکا په افغانستان کې تاوتریخوالی نه غواړي- خلیلزاد

امریکایي دیپلومات زلمي خلیلزاد د طالبانو اختریز پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی نور د منلو ندی او باید د افغانانو د وژنې بهیر پر پای ته رسولو کار وشي. سیمې ته زلمی خلیلزاد په داسې حال کې د خپل سفر نوی پړاو پیلوي، چې طالب مشر د …

نور... »

د افغانستان حکومت د طالبانو او افغان سیاسیونو د همغږۍ مخنیوی کوي- ملا هبت الله

طالب مشر ملاهبت الله د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۱) په ډاګه کړې؛  د افغانستان حکومت هڅه کوي، چې له طالبانو سره د افغان سیاستمدارانو د همغږۍ مخه ونیسي. نوموړي په خپل اختریز پیغام کې ګواښ کړی، چې هیڅوک باید موخې ته له رسیدو مخکې له دوی څخه د …

نور... »