Tag Archives: جګړه

طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل

د جګړې ښکېلې خواوې له یوې خوا د سولې خبرو په لټه کې دي او له بلې خوا په روان کال کې د یو او بل ځپلو ته چمتووالی نیسي. طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل؛ خو حکومت پخپلو خالد نومو عملیاتو د هغوی د ځپلو ډاډ ورکوي.  طالبانو …

نور... »

طالبان د جګړې له لارې د امتیاز غوښتنې هڅې کوي- لوی درستیز

د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز ویلي، طالبان د جګړې له لارې غواړي د سولې په بهیر کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي؛ خو د دغې کړنې په وړاندې به امنیتي ځواکونه ودریږي او دا ډله به وځپل شي. که د سولې په اړه له یوې خوا هڅې روانې …

نور... »

که طالبان سوله ونکړي، د جګړې په ډګر کې به وځپل شي

اجرائیه ریاست وایي، که طالبان د سولې لپاره له را منځته شوي فرصت ګټه وانخلي او د دې بهیر د ناکامه کیدو سبب شي؛ د جګړې په ډګر کې به وځپل شي. سپینۍ ماڼۍ تازه ویلي، چې که د سولې هڅې ناکامه شوې؛ پوځي اقدام هم په پام کې نیول …

نور... »

د سولې له خبرو سره جوخت ښایي لنډمهاله اداره جوړه شي- تازه څېړنه

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوه تازه څېړنه ښیي، چې د سولې له خبرو سره جوخت ښایي لنډمهاله اداره جوړه شي. په دوحه کې د امریکایانو او طالب استازیو د خبرو له حساس پړاو سره همهاله د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د تازه څېړنو پایلو څرګنده کړې، چې د …

نور... »

په افغانستان کې د جګړې د دوام هیڅ پلمه نشته – اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی؛ زه ډاډه یم، چې سوله راځي؛ ځکه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نده پاتې. ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب ۵) د سوداګریزو توکو د لومړنۍ جوپې د پرانیستي د مراسمو لپاره نیمروز ولایت ته …

نور... »

ولسمشر غني ترمپ ته د لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وړاندیزکړی

ولسمشر غني خپل امریکایي سیال ته یو لیک لیږلی، چې په کې یې د سولې، لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه کړي دي. د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ولسمشر غني په دې لیک کې د سولې په تړاو د امریکا د بیړنۍ …

نور... »

د امریکایي ځواکونو د ویستلو احتمالي پرېکړه سیاسي ده- اسدالله خالد

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، افغان ځواکونه د هېواد ځمکني بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې ته چمتوالی لري؛ مخالفان دې د دوی سترو بریدونو ته په تمه وي. د طالبانو او امریکایانو د خبرو اترو په روان بهیر کې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو …

نور... »

طالبان سولې ته لیوالتیا نلري- مشرانو جرګه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې لیوالتیا نلري او دولت دې د دغې دلې پر خلاف نوي تدابیر ونیسي. مشرانو جرګه ژمنۍ رخصتۍ ته ځي؛ خو له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې ابهامات له ځان سره وړي. …

نور... »

له افغانستان سره مو ژمنې دوامداره دي- ناتو

د ناتو یو لوړپوړی چارواکی د افغانستان جګړه ستونزمنه ګڼي؛ خو له افغانستان څخه د دوامدار ملاتړ خبره هم کوي. ناتو په افغانستان کې اوسنی جنګي وضعیت ماتیدونکی بولي او وایي؛ اوس هم دا هېواد اړتیا لري، چې ناتو یې ملاتړ وکړي. د ناتو د پوځي کمیتې رییس سر ستوارت …

نور... »

په امریکا کې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره ناندریزه شوه

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ دا تګلاره اغېزمنه ګڼي؛ خو   استخبارات یې د افغانستان د جګړې د وضعیت په بدلون کې بی پایلې بولي. د افغانستان لپاره د امریکا له تګلارې څه باندې یو کال تېریږي او د دغې تګلارې پر بنسټ په …

نور... »

په غزني کې له طالبانو څخه د سیمو نیولو عملیات پیل شوي

حکومتي ځواکونو د غزني ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې له طالبانو سره دي؛ خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په دغه ښار کې روانې دي. غزني ښار ته د سلګونه تازه دمو سرتېرو په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو له رسیدو …

نور... »

مشرانو جرګه د هېواد حالات ډېر نازک ګڼي او حکومت په بې پروايۍ تورنوي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي؛ حکومت او نړیوال ملاتړي یې په لوی لاس نه غواړي، چې ترینګلي حالات کابو کړي او پر وسلوالو طالبانو هم غږ کوي، چې که افغانان وي، نو له جګړې دې لاس واخلي او سولې ته غاړه کیدي. د مشرانو جرګې غړي اندېښنه څرګندوي، …

نور... »

د بروکسل په سرمشریزه کې به د افغان حکومت له ټولو لومړیتونو ملاتړ وشي

د ناتو سرمنشي وایی، د بروکسل په سرمشریزه کې به د افغان حکومت له ټولو لومړیتونو ملاتړ وشي. بروکسل د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ناتو د مشرانو کوربه دی. دغه ناسته، چې افغانستان به یې د محور مهمه برخه وي. د یادې ناستې سرمنشي ینس ستولتنبرګ له یادې …

نور... »

دیني عالمان دې په افغانستان کې جګړه ناروا اعلان کړي- مشرانو جرګه

مشرانو جرګه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پر غونډه غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پر خلاف فتوا صادره او دغه جګړه ناروا اعلان کړي. په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو لسګونه دیني عالمان د افغانستان د جګړې په اړه د حل …

نور... »

په سعودي عربستان کې کیدونکې ناستې ته افغان پلاوی روان شو

د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو جوړیدونکې غونډې ته له افغانستان څخه د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ یو ۳۶ کسیز پلاوی روان شو. سعودي عربستان د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هېوادونو د لسګونه دیني عالمانو د غونډې کوربتوب کوي. دا غونډه …

نور... »

په لوګر کې وسلوالو طالبانو یو شمېر ښوونځي تړلي

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درې ورځو راهیسې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي تړلي دي.  د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وايي؛ طالبانو د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو امرینو …

نور... »

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په اړه خبرې اترې رد کړې

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له افغان حکومت سره د سولې په اړه هغه خبرې اترې رد کړي، چې د حکومتي او یو شمېر ولایتي  مسوولینو لخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلیدو تمه ښودل شوې ده. د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ طالبان د خبرو …

نور... »

طالبان دې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي – دفاع وزارت

دفاع وزارت وايي، تېره شپه دولس بجې د حکومت له لوري اعلان شوی یو اړخیز اوربند پای ته ورسید؛ خو غوره به دا وي، چې طالبان د جګړې پر ځای سوله غوره کړي. د روژې له اووه ویشتمې تر تېرې شپې د حکومت له لوري د وسلوالو طالبانو پر وړاندې …

نور... »

په جګړه کې ښکېل دېرش زره پولیسو ته معاشونه ندي ورکړ شوي

لکه توده هوا، د جګړې میدانونه هم ګرم دي؛ خو یو تازه راپورښیي، چې د ۳۰ زره پولیسو معاشونه په دې خاطر، چې بایومتریک شوي نه دي، د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف ځنډولي دي. نیویارک تایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د امنیتي …

نور... »

د افغانستان زرګونه عالمانو د روانې جګړې پر ضد فتوا وړاندې کړه

د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۴) د افغانستان زرګونه عالمانو په هېواد کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او څرګنده شوې، چې د ديني نصوصو له مخې د جهاد حکم يوازې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) واک دی. عالمانو د جنګ له ښکېلو خواوو په ځانګړي توګه …

نور... »