عاجل خبرونه

Tag Archives: جوزجان

په جوزجان کې ښځو د سولې غوښتنه وکړه

په جوزجان کې ښځو د یوې غونډې په ترڅ کې د سولې له بهیره ملاتړ وښود او له وسلوالو مخالفانو یې وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي. د جوزجان ولایت په مرکز کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو را ټولو شویو ښځو د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ. …

نور... »

په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د امنیتي بنسټونو په خبره؛ دا مهال د ټول هېواد په لس ولایتونو کې جګړه روانه ده؛ د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي. د هېواد په شمال کې د څو ولایتونو اوسیدونکي امنیتي بنسټونه د شته ګواښونو په وړاندې په بې پروایۍ …

نور... »

په جوزجان کې تسلیمي داعشیانو له نجونو او هلکانو جنسي ګټه پورته کړې- خلک

د جوزجان ولایت د قوشتپې او درزآب ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې تسلیم شویو داعشیانو نجونې پر زور نکاح کړي او له کم عمره هلکانو یې ناوړه جنسي استفاده کړې. یو د کم عمر هلک، چې مستعار نوم یې عبدالله دی وايي، چې داعش د ناوړه جنسي ځورونو لپاره د هغوی …

نور... »

په جوزجان کې ۲۰۰ داعشیان له حکومت سره یوځای شول

د هېواد په شمال جوزجان کې له حکومت سره د یو ځای شویو ۲۰۰ داعشیانو عمومي قومندان مولوي حبیب الرحمن ویلي، چې د سوریې له داعش سره یې اړیکې نه درلودې او له خلکو یې د عشر او زکات راټولولو له لارې  وسلې او مهمات را نیول. تسلیم شوي داعشیان، …

نور... »

په جوزجان کې امنیتي ځواکونو د افغان- ترک لیسې ته د ننوتلو هڅه کړې

په جوزجان کې امنیتي ځواکونو د افغان ترک لیسې ته د ننوتلو هڅه کړې؛ خو زدکوونکیو یی مخه نیولې ده . ویل کیږي، چې د جوزجان د پوهنې رییس او نورو مامورینو غوښتل دغه ښوونځي ته ننوځي؛ خو زدکوونکیو یي پروړاندې مقاومت وکړ او امنیتي ځواکونو د زدکوونکیو د خورولو …

نور... »

طالبانو څلور قاضیان له بنده خوشې کړل

طالبانو ، چې یوه میاشت مخکې د سرپل – جوزجان پرلویه لار څلور قاضیان نیولي وه؛ ټول یې خوشې کړي  دي. د سرپل امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی وایي، چې دغه کسان د سیاسي خبرو په پای کې خوشې شوي دي. یوشمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې …

نور... »

په جوزجان کې داعشیانو د مولوي شاکر په ګډون ۱۰ طالبان وژلي

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ په بي بي مریم کلي کې د داعش پر ښخ شوي ماین د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ لپاره د نومول شوی طالب ولسوال په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي دي.    د جوزجان امنیتي چارواکو ویلي، چې …

نور... »

د جنبش ګوند پلویانو په جوزجان کې د مدني سرغړونو د پیل ګواښ کړی

په جوزجان ولایت کې د جنبش ګوند پلویانو د خپل ۱۵ ورځني اعتراض د لړۍ پر مهال سړکونو ته راودانګل او د مدني سرغړونو د پیلولو ګواښ یې وکړ. دوی وایي؛ دا کار به ډېرې نورې ستونزې رامنځته کړي، چې مسوولیت به یې بیا د مرکزي حکومت پر غاړه وي. …

نور... »

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبان او داعش ښکېل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ادعا کړې؛ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ له هغې وروسته جګړې زور واخیست، چې طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې درې داعشیانې له جنسی تېري وروسته ووژلې. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي، طالبانو …

نور... »

طالبانو د جوزجان په فیض آباد ولسوالۍ کې څلور کلي نیولي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ ګرجک، شیشه خانه،ترکمنیه او خیرآباد کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. په فیض آباد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونکوونکیو قومندان صاحب خان آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې که اړوند سیمو ته مرسته کوونکي ځواکونه …

نور... »

د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري محاصره دي

امنیتي چارواکي وایي؛ د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري له ۵ ورځو راپدیخوا د داعشیانو تر محاصرې لاندې دي او توانیدلي نه یو، چې له دې ولسوالۍ د امنیتی ځواکونو مړي او ټپيان راولیږدوو. هغه سرتېري، چې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې له ۵ ورځو را پدیخوا …

نور... »

په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې مخالفانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ قول اردو چارواکو د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ایثار نومو عملیاتو له ترسره کولو او په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې له پیلولو خبر ورکوي. د ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، چې د دولت آباد ولسوالۍ په دوه ورځنیو عملیاتو کې …

نور... »

د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د طالبانو له کمین روغ رمټ ووت

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم  تېر ماښام د بلخ- جوزجان پر لویه لار د طالبانو له کمین روغ رمټ وتلی دی. د شبرغان ښاري ګارنیزیون مرستیال عبدالصمد رحماني ویلي، چې د طالبانو له لوري د جوزجان ولایت …

نور... »

په شبرغان ښار او فیض آباد کې سیلابونو د استوګنې ۵۰۰ کورونه وران کړي

چارواکو ویلي، چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په شبرغان ښار او فیض آباد ولسوالۍ کې سیلابونو د استوګنې پېنځه سوه کورونه وران کړي او زرګونه کورنۍ یې زیانمنې کړې دي. دغه سیلابونه د فیض آباد ولسوالۍ د خیر آباد په کلي او د مرکز شبرغان ښار د صوفي کلا …

نور... »

له بیات پاور شرکت سره د ۴۲ میګاواته ګازي برښنا د تولید تړون لاسلیک شو

د انرژۍ او اوبو وزیر د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۴ ) له بیات پاور شرکت سره د دوه څلوېښت میګاواته ګازي برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ؛ ځکه، چې له داخلي سرچینو د برښنا تولید پر وارداتي برښنا د افغانستان تړښت پای ته رسوي. ټاکل شوې، چې …

نور... »

د جوزجان په درزآب کې ۱۴ سرتېرو غذایي اعتصاب کړی

د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې یو شمېر سرتېرو د درندو وسلو او تجهیزاتو د نه درلودو له کبله د ډوډۍ نه خوړلو پرېکړه کړې ده. دوی وايي، چې تر هغې به اعتصاب روان وساتو، چې ستونزه یې حل شي. د ملي اردو یو شمېر سرتېري، چې د جوزجان د …

نور... »

په جوزجان کې د داعشیانو په نښته کې دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ترمنځ د خپلمنځي شخړې له کبله دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي دي. په جوزجان کې د داعش ډلې د یوه قومندان قاري حکمت له وژلکیدو وروسته د ازبکستانيو داعشیانو او د داعش ډلې د تازه مسوول قاري حبیب الله ترمنځ ناندرې …

نور... »

طالبانو د سرپل- جوزجان پر لویه لار ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

طالبانو نن سهار د سرپل – جوزجان پر لویه لار په تخته سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی؛ ۶ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغو سرتېرو، چې له دې پېښې ځان ژوندي ایستلي وایي، چې طالبانو پرې له درې خواوو پر لایزري وسلو برید کړی دی. …

نور... »

داعشیانو د جوزجان د درزآب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی- چارواکي

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرو وسلوالو د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی. د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی …

نور... »

په جوزجان کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نیول شوي دي

 د جوزجان په درزآب کې د ناتو د پریکنده  ملاتړ په هوایي عملیاتو کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نور ازبکستاني یې نیولي دي. د شنبه پر شپه په درزآب ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا عملیات شوي؛ درې ازبکستاني، چې …

نور... »