عاجل خبرونه

Tag Archives: جنګ

د نیمګړې سولې د راوستو مسوولیت پر غاړه نه اخلم- اشرف غني

افغان ولسمشر د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو د رغونې لپاره پاکستان ته په خپل سفر کې افغان کډوالو ته څرګنده کړې، چې افغانستان ته د نیمګړې سولې د راوستو مسوولیت پر غاړه نه اخلي. هغه د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان په اړه …

نور... »

د ناتو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ناتو سازمان د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د ډاډ وړ خبرې وشوې. په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکات میلر او د ناتو لوړ پوړي ملکي استازي نیکولاس کي او د ناتو غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو د افغانستان د …

نور... »

د افغانستان د ترانزیت، اوبو او دیورند کرښې په اړه دې ټولپوښتنه وشي- عطامحمد نور

د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس عطا محمد نور په پاکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته کې ویلي، چې د افغانستان د ترانزیت، اوبو او دیورند کرښې په تړاو باید ټولپوښتنه تر سره شي. په پاکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته د دوه یمې ورځې …

نور... »

په افغانستان کې د سولې او جنګ بهیر پخوانی امنیتي سلاکار هم اندېښمن کړ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې د جګړې د ډګر تر شا له افغانستان څخه سیستماتیک ملاتړ کړی او جګړه اوږده ساتل شوې ده. د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو …

نور... »

ولسمشر د پخلایني په برخه کې د دولت وزارت جوړوي- سرچینې

حکومتي سرچینې وايي، چې د ولسمشر د دفتر رييس عبدالسلام رحیمي به د دغه وزارت وزیر و ټاکل شي. یوه نیمه میاشت مخکې شاوخوا درې زره کسانو د مشورتي لویې جرګې په لړ کې ولسمشر غني ته وړاندیز وکړ، چې د سولې عالي شورا د ناکامیو له کبله باید لغوه …

نور... »

امریکا په افغانستان کې تاوتریخوالی نه غواړي- خلیلزاد

امریکایي دیپلومات زلمي خلیلزاد د طالبانو اختریز پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی نور د منلو ندی او باید د افغانانو د وژنې بهیر پر پای ته رسولو کار وشي. سیمې ته زلمی خلیلزاد په داسې حال کې د خپل سفر نوی پړاو پیلوي، چې طالب مشر د …

نور... »

داعش د افغانستان د راتلونکې لپاره ګواښ او د سولې خنډ دی

د مشرانو جرګې مسوولین وايي، چې داعش د افغانستان د راتلونکې لپاره ستر ګواښ او د سولې په خبرو کې لوی خنډ دی. د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د سولې شپږم پړاو خبرې پای ته رسیدلي؛ خو د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دغو …

نور... »

په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې له رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې

د قطر په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایي پلاوي تر منځ خبرې د مبارکې روژې د یوې ورځې رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې. له یوې ورځنۍ دمې وروسته طالب او امریکایي استازیو د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړې. که …

نور... »

امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو هڅه کوي

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر وایي؛ که طالبان خپله جګړه روانه وساتي، بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو او خلکو تر څنګ ودریږي. د سولې له هڅو او د هېواد په ځینو ساحو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره جوخت، د …

نور... »

په روان جنګ کې د امریکا او اروپا پر وسلو ماشومان وژل کیږي- پاپ فرانسس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر وایي، په افغانستان او منځني ختیځ کې جګړه؛ ځکه روانه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونه دغلته خپلې وسلې پلوري. د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د ایټالیا په سن کارلوی انستیوت کې د وینا پر مهال لویدیځ هېوادونه او امریکا تورن کړل، …

نور... »

د سولې مشورتي بورد او حکومت د سولې څرګنده تګلاره نلري

تر اوسه د سولې مشورتي بورد له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره څرګنده تګلاره نلري؛ خو له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره به د لارې نوې نقشه جوړه کړي. د  سولې مشورتي بورد غړې صدیقه بلخي پرته لدې، چې خبره شوې وي د سولې په مشورتي بورد …

نور... »

وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماتې نده خوړلې- جوزف دانفورد

د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي، چې وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماتې نده خوړلې او جګړه هم د حل لار نده. د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد له سي ان ان تلویزیون سره د افغانستان د جګړې او وسلوالو طالبانو په اړه په تازه څرګندونو کې …

نور... »

امنیتي ځواکونه دې د خاص روزګان د خلکو ملاتړ ته ورودانګي- سرور دانش

د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې لسګونه ملکیان وژل شوي؛ خو تر اوسه مرکزي او سیمه ییز حکومت له خلکو څخه د دفاع په لار کې  هیڅ اقدام ندی کړی. په ظاهره داسې ښکاري، چې …

نور... »

له طالبانو مو د ملي ګټو لپاره ملاتړ کړی- پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کوي، چې پاکستانيو جنرالانو او استخباراتو د پاکستان د ملي ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي؛ اوس طالبان پوهیږي، چې په افغانستان کې شرایط بدل شوي او که ورته کافي انګېزه او قناعت …

نور... »

ځوانان په ننګرهار کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کوي

د ننګرهار ځوانانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کړې ده. د زمري ۲۱، چې د ځوانانو نړیوالې ورځ منل شوې؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو …

نور... »

له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی!

د مشرانو جرګې یو شمېرغړي وايي، چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی؛ ځکه دغه هېواد نه غواړي په پاکستان کې د وسلوالو سخت دریځو مرکزونه ویجاړ او پر ضد یې رښتینې مبارزه وکړي. په افغانستان کې ناکراریو په دې وروستیو کې زور اخیستی؛ نو، ځکه …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې پلی کاروان د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی

د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي خوزښت کاروان له کندهار ښار څخه د زابل لوري ته پلی تګ پیل کړی، چي دا مهال د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلي دي. له هلمنده اووه کسانو د کابل پر لوري پلی تګ پیل کړ او غوښتنه يي کوله، چې د جګړې …

نور... »

په تېرو ۵ میاشتو کې یو میلیون کسان په کور دننه بیځایه شوي

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي؛ په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې سل زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي، چې ډېر شمېر یې د جګړو د شدت او ناامنیو له کبله د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړ شوي دي.  روانې جګړې او تاوتریخوالي تر …

نور... »

۵۴ په سلو کې افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي

د مرکزي احصايي ادارې په دیارلس سوه پېنځه نوییم کال کې د افغانانو د ژوند ارزونه کړې، چې په کې په څلوردېرش ولایتونو کې له یو سل و پېنځه پنځوس زره کسانو سره خبرې شوې؛ پوهنه، روغتیا، غذايي خوندیتوب، وزګاري، کرنه او د څښاک اوبو ته د لاسرسي مسایل په …

نور... »

طالبانو له افغان چاوراکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي- جان نیکلسون

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، طالبانو له افغان چارواکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده. د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ …

نور... »