عاجل خبرونه

Tag Archives: ترافیکي پېښه

د کندهار- هرات پر لویه لار له ترافيکي پېښې ۴۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د کندهار- هرات پر لویه لار په ترافيکي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۵ نورټپیان دي. دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د کندهار د ژیړي ولسوالۍ د حوض مدد په اړوند سيمه کې د یوه مازدا او ۴۰۴ موترو تر …

نور... »

د دوشي- پلخمري پر لویه لار ترافیکي پېښې۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د دوشي- پلمخري پر لویه لار د کرولا او فلانکوچ موترو له ټکر رامنځته شوې او ټپان د …

نور... »

د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي. دغه پېښه د پخوانۍ لوا سیمې ته نږدې پر لویه لار رامنځته شوې ده. عیني شاهدانو په ډاګه کړې؛ د دوه مسافر وړونکي موترو …

نور... »

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هلمند به ګرشک ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له کبله ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، چي د دوشنبې په ورځ ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ د کندهار اډې په سیمه کي یو سراچه موتر او ۳۰۴ دوله موتر ټکر …

نور... »

په هلمند کې یوې ترافیکي پېښی ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هلمند کې یوې ترافیکي پېښې له څلور کسانو ژوند اخیستی او څوارلس نور ټپیان دي.  د هلمند والي ویاند عمرځواک وايي، نن سهار د هلمندـ هرات پر لار په واشیر ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ بس  چپه شوی، چې څلور کسه په کې مړه شوي او څوارلس نور ټپیان دي. …

نور... »

په زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په زابل کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.  د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، نن غرمه یو ۳۰۳ بس د شهر صفا بازار ته نږدې له یوه فولدر موتر سره ټکر …

نور... »

په کندوز کې له یوې ترافیکي پېښې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی

  د کندوز د ترافیکو مدیریت په ډاګه کړې، چې  نن له غرمې مخکې لس بجې د خان آباد ـ کندوز پر لویه  لار د خواجه پسته په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده. د کندوز د ترافیکو مدیر عزیزالله مبارز وايي په یاده سیمه کې د ملي …

نور... »

د هرات- کندهار پر لویه لار ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې مخکې د هرات- کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ۶ کسه مړه شوي او  ۹ نور ټپیان دي. د فراه ولایت امنیه قومندانۍ د پولیسو آمر زیاته کړې، چې دغه ترافیکي پېښه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود …

نور... »