عاجل خبرونه

Tag Archives: تاوتریخوالی

د سولې خبرې د یو کس او یو وزارت کار ندی – داکترعبدالله

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې سوله د یو کس او یو وزارت کار ندی او له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید د حکومت په ګډون ولسي وي. ارګ وایي، د سولې مذاکرتي ډله یي چمتو کړې؛ خو سپيدارماڼۍ ټینګارکړی، چې تراوسه هم دغه پلاوی ندی جوړ شوی. د سولې …

نور... »

د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له سولې تېښته ده – سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال  سرور دانش د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمښت طرحه؛ له سولې تېښته، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غولول نومولې ده. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بشري حقونو د ساتونکیو د ژغورنې د ستراتیژۍ د مخکتنې په ناسته کې، چې د …

نور... »

طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی لری-قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی ښودلی دی. د تاوتریخوالي د کمولو په اړه په پاکستان کې د طالب مشرانو ترمنځ له سلا مشورو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې طالبان د تاوتریخوالي …

نور... »

د سولې لپاره د تاوتریخوالي طرحه پوځي، حقوقي او عملي اړخونه نلري- صدیق صدیقي

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ د طالب او امریکایي استازو تر منځ د سولې په څو پړاویزو خبرو کې د تاوتریخوالي کچې راټیټولو ته پام رااړول شوی، چې دا طرحه د پلي کیدو وړ نده. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۲) پخپلو تویتونو کې …

نور... »

زلمی خلیلزاد د تاوتریخوالي په اړه له پرېکړې څخه د خبریدو لپاره قطر ته سفر کوي

په کابل کې د امریکا سفارت یوې باوري سرچینې ويلي، چې زلمی خلیلزاد غواړي له امریکا څخه قطر ته ولاړ شي او د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو پر وروستي دریځ ځان پوه کړي. یادې سرچینې زیاته کړې؛ خلیلزاد غواړي پوه شي، چې طالبان د سولې د تړون …

نور... »

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی – نی

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی وايي، چې په روان میلادي کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې څلوېښت په سلو کې کموالی راغلی دی. دغه بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې اوس هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان …

نور... »

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جرم دی- ولسمشر غني

ولسمشر غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مراسمو کې څرګنده کړې، چې تاوتریخوالی جرم دی. ولسمشر اشرف غني دا هم په ډاګه کړه، چې د ولسمشر لومړنۍ دنده د اساسي قانون پلي کول دي. د هغه په وینا …

نور... »

طالبان د ۲۰۱۸ کال تر ټولو خونړۍ ډله وپېژندل شوه

د آسترالیا د اقتصاد او سولې انستیتوت د نظر پوښتنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې طالبان د نورو ټولو ډلو په پرتله وژونکي وه او ترې رامنځته شوي زیانونه درانده دي. په آسترالیا کې د اقتصاد او سولې انستیتوت څرګنده کړې، چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو د …

نور... »

یو داکتر د کابل په انتاني روغتون یوه نرسه وهلې ډبولې

د انتاني ناروغیو روغتون نرسې کریمه نومې ویلي؛ تېره ورځ ماښام هغه مهال، چې غوښتل یې لمونځ وکړې، لومړی داکتر زمان ورته سپکاوی او کښنځلې کړي او وروسته یې د همکارانو په مخکې وهلې او ډبولې ده. دغه ډبول شوې نرسه نهه میاشتي کیږي، چې په انتاني روغتون کې دنده …

نور... »

ناتو په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته رسوي- جنرال میلر

په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر ویلي، چې د ناتو د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو تر منځ دا هیله شته، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسیدو لپاره یوه لار ومومي. جنرال میلر دغه راز څرګنده کړې، چې ناتو او …

نور... »

د طالبانو او امریکایانو د خبرو ودریدل باید د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي- ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو ودریدل باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي. له طالبانو سره د امریکا لخوا د خبرو له لغو کیدو وروسته واشنګتن ویلي، چې په افغانستان کې جنګیږي او طالبان هم ورته خبره کوي. ملګري ملتونه …

نور... »

امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو هڅه کوي

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر وایي؛ که طالبان خپله جګړه روانه وساتي، بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو او خلکو تر څنګ ودریږي. د سولې له هڅو او د هېواد په ځینو ساحو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره جوخت، د …

نور... »

د کاري مودې له پوره کیدو سره سم له دندې ګوښه کیږم- اشرف غني

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې له قانون سره سم یې د ولسمشر په توګه دنده د راتلونکي ۱۳۹۸ ل کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي. ولسمشر او د هغه میرمنې د افغان میرمنو په پېنځم سمپوزیم کې ګډون وکړ او ولسمشر محمد غني یې برخه والو …

نور... »

قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي- اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ هیڅوک له قانون پورته نه دی؛ زما غوښتنه داده، چې قانون دې لومړی پر ما او لومړۍ میرمن او بیا دې پر ټولو خلکو یو شان پلی شي. په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ناسته کې ولسمشر غني په …

نور... »

د ښځو د بکارت معلومولو طبي کتنې اخلاقي او قانوني بنسټ نلري- سیما سمر

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ښځو د بکارت معلومولو هر ډول طبي کتنې(معاینات) قانوني او اخلاقي بنسټ نلري او له سپکاوي ډک عمل ګڼل کیږي. په افغان ټولنه کې د هلک او جینۍ له واده د مخه ځينې کورنۍ ټینګار کوي، چې د خپلې راتلونکې ناوې د بکارت …

نور... »