عاجل خبرونه

Tag Archives: بیات بنیاد

د کابل په دشت برچي کې یو شمېر اړمنو کورنیو د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې تر لاسه کړې

د کابل د دشت برچي سیمې په سلګونه کورنۍ د بیات بنیاد له خوراکي توکو، البسې او نورو اړوند ژمنیو مرستو برخمنې شوې. د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې د روان ژمي په دې ساړه موسم کې اساسي او اړین توکي شمېرل کیږي. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي؛ …

نور... »

بیات بنیاد په کابل کې یو شمېر اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې

د بیات بنیاد مرستیال څرګنده کړې، چې د تایمني په اړوند سیمه کې اړو کورنیو ته د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې د پوښاکي او خوراکي توکو په ګډون ووېشل شوې. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل ويلي؛ خوښ یو، چې د کابل ښار په یوه برخه کې مو د …

نور... »

په کابل کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې پیل شوې

په کابل کې د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) له اړو کسانو سره د بیات بنیاد خوراکي او غیر خوراکي ژمنۍ مرستې پیل شوې.  د بیات بنیاد د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لومړۍ جوپه د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې پر اړو خلکو ووېشل …

نور... »

بیات بنیاد د علاوالدین روزنتون پر ماشونو خوراکي توکي او جامې ووېشلې

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ د کابل علاوالدین روزنتون ته ورسیده او پر ماشومانو یې خوراکې توکې او جامي ووېشلې. بي سرپرست ماشومان لاس نیوې ته اړ دي او غواړي، چې  د ژمي په دې سړه هوا کې ښې شپې او ورځې تېرې کړي. بنیاد بیات دا ځل …

نور... »

بیات بنیاد او ستارکي موسسې پر کڼو د اوریدو سلګونه آلې ووېشلې

د شنبې پر ورځ( د تلې ۲۰) بیات بنیاد او ستار کي موسسې د خپل شپږم پړاو بشري مرستو په لړ کې د اوریدو سلګونه آلې پر کڼو ووېشلې.  په دغه پړاو کې یو زر او پېنځه سوه هغه کسان تر پوښښ لاندې راځي، چې د نه اوریدو ستونزه لري. …

نور... »

بیات بنیاد د کابل ښار له یو شمېر اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

بیات بنیاد د کابل ښار په یوه لرې پرته سیمه کې له اړمنو کورنیو سره د ځواکمنو خوراکي توکو مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال وایې، د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې دا ځل د کابل ښار له یو شمېر بېوزله کورنیو سره اوړو، غوړيو، لوبیا، چای، بورې …

نور... »

بیات بنیاد د کابل له بیځایه شویو او مهاجرینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د روژې په مبارکه میاشت کې بیات بنیاد د کابل  له یو شمېر بیځایه شویو او مهاجرینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دا مرسته د روژی په میاشت کې پر یو شمېر اړمنوکورنیو وېشل شوې او د مرستو دا لړی …

نور... »

بیات بنیاد افغان زدکوونکیو ته ۱۵ بورسونه ډالۍ کړل

بیات بنیاد په افغان امریکايي پوهنتون کې هغو زدکړیالانو ته، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ د تحصیل پېنځلس بورسونه بېل کړل. بیات بنیاد په افغان امریکايي پوهنتون کې د پېنځلس تحصیلي بورسونو لپاره د یو سل و اووه اتیا محصلینو تر منځ د سیالیو أزموینه واخیسته، چې په …

نور... »

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ شمالي ولایتونو ته ورسیده

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د مزار شریف ښار په سجادیه سیمه کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. په مزار شریف ښار کې د سجادیه ښارګوټي بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې. په دې مرستو کې اوړه، …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په قمبر څلورلاري کې اړو کورنیو ته البسه او خوراکي توکي ووېشل

بیات بنیاد له اړو کسانو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل ښار د قمبر څلورلاري لسګونه اړې کورنۍ له خپلو مرستو برخمنې کړې. بیات بنیاد، چې په هر ژمي کې له اړو کورنیو سره د مرستو تابیا نیسي دا ځل یې د کابل په قمبر …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په کمپنۍ کې لسګونه کورنیو ته خوراکي توکي او جامې ووېشلې

بیات بنیاد په داسې حال کې، چې سړې هوا د خلکو ژوند تریخ کړي؛ د خپلو بشر دوستانه مرستو په لړ کې د کمپنۍ د اړوند سیمې لسګونه کورنۍ د خوراکي توکو او جامو له مرستې برخمنې کړې. د بیات بنیاد رییس انجنیر احسان الله بیات وایي؛ د ژمنیو مرستو …

نور... »

بیات بنیاد په کابل کې لسګونه کورنیو ته خوراکي توکي او جامې ووېشلې

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل د امید سبز ښارګوټي پر لسګونه کورنیو خوراکي توکي او جامې ووېشلې. د ژمي په سړه هوا کې هغه بېوزلي، چې د سر سیوری هم نه لري، له بېلابېلو ستونزو سره مخ کیږي. دوی سترګې پر لار وي، چې یو …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې اړو کورنیو ته مرستې ووېشلې

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر لسګونه اړو کورنیو، خوراکي توکي، جامې او کمبلې ووېشلې. د ژمي سړو څپو په کابل کې بېوزله کورنۍ له سخت کړاو سره مخ کړي؛ دوی د خونو تودولو لپاره لازم امکانات نلري او ماشومان یې د سړې هوا له کبله ریږدي. …

نور... »

بیات بنیاد په کابل کې له رابعه بلخي لیسې سره یو لړ مرستې وکړې

بیات بنیاد د کابل ښار د رابعه بلخي په لیسه کې د اوبو ژوره څاه وکیندله، د دې لیسې د انګړ دروازه یې ولګوله او یو پرینتر یې هم په واک کې ورکړ. بیات بنیاد د هېواد د پوهنې له نظام سره د مرستو پر دوام دا ځل د رابعه …

نور... »

بیات بنیاد د سید جمال الدین له منځني ښوونځي سره مرسته وکړه

بیات بنیاد د خپلو بشردوستانه مرستو پر دوام دا ځل د سید جمال الدین له منځني ښوونځي سره مرسته وکړه. بیات بنیاد د پوهنې په نظام کې د ستونزو کمولو په موخه یو لړ خدمتونه په پام کې نیولي دي، د همدې موخې په خاطر د دې بنسټ مرستې د …

نور... »

بیات بنیاد د ام البنین عالي لیسې سپورتي کمپلکس جوړ او پرانیست

بیات بنیاد لوی مشر په کابل کې د ام البنین عالي لیسې لپاره سپورتي کمپلکس جوړ او پرانیست. په کابل کې د ام البنین عالي لیسې انګړ یوه ویرانه وه؛ خو د جوړوونکي لاسونو ښکلا ور وبښله او داسې کمپلکس یې جوړ کړ، چې د سبا ورځې ځوانان به په …

نور... »

د امیر دوست محمد خان منځني ښوونځي ته د بیات بنیاد مرستې ورسیدې

بیات بنیاد د امیر دوست محمد خان منځني ښوونځي بېوزلو زدکوونکیو ته درسي او خوراکي توکي وویشل. د امیر دوست محمدخان منځنی ښوونځی د کابل په مرکز  کې دی؛ خو د دې ښوونځي زدکوونکي د مالي ستونزو تر څنګ له ښو امکاناتو هم برخمن ندي. بیات بنیاد د دې ننګونو …

نور... »

د نجونو وحدت لیسې لوبغالی د بیات بنیاد لخوا بیا ورغول شو

بیات بنیاد لوی مشر زدکوونکي هڅوي، چې د ستونزو په ګاللو د علم او پوهې زدکړه وکړي. د نجونو وحدت لیسه له کنډوالې کمه نه وه، زد کوونکیو او ښوونکیو یې د بیا رغاونې غوښتنه درلوده. دې غوښتنې ته د لاسرسي لپاره بیات بنیاد د دې لیسې لوبغالی ورغاوه. د بیات …

نور... »

په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو د باولینګ سیالۍ جوړې شوې

د بیات بنیاد پر مالي مرسته په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو تر منځ د باولینګ سیالۍ تر سره شوې، چې په دې لوبو کې به ۱۶ لوبغاړې سیالي کوي او  د هرې یوې موخه اتلولي او د پلازمېنې غوره لوبډلې ته لار موندل دي. لوبغاړي هڅه کوي، چې د …

نور... »

بیات بنیاد د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړه

د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه بیات بنیاد ته د دې له کبله ورکړ شوې، چې په افغانستان کې یې د ګڼو سره د سمعکو یا غوږیو د پام وړ مرستې کړې دي. د ستارکي بنیاد، چې له ګڼو سره د هغوی د اوریدو په حس کې تخنیکي …

نور... »