عاجل خبرونه

Tag Archives: بهرني ځواکونه

په زابل کې هوایي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي

د زابل والي ویاند وایي، چي د شنبې پر شپه د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي برید کي د قلات پر اړوند وسلوالو طالبانو بمبارد شوی، چي په کي اسد او سنګري نومي دوه طالب قومندانان او درې نور طالبان وژل شوي دي. د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال …

نور... »

امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته زمینه برابره کړي- د بحران نړیواله ډله

د بحران نړیواله ډله وايي، امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته یوه با صلاحیته ډله وروپېژني او له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د وتلو مساله هم د خبرو میز ته وړاندې کړي. د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه تازه څرګندونه کې په ډاګه کړې، چې امریکا باید له …

نور... »

ولسمشر اشرف غني د طالب مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړل

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره په تیلیفوني خبرو کې د پاکستانیو طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړي او د دغه هېواد د پوځ له مشره یې وغوښتل، چې په پاکستان کې میشت افغان وسلوال طالبان د …

نور... »

په زابل کې طالبانو څلور پوستې نیولي او ۲۲ پوليس يې وژلي

د زابل ولایتي شورا چارواکو په ډاګه کړې، چې په زابل کې تېره شپه وسلوالو طالبانو څلور پوستې نیولي او۲۲ پوليس يې وژلي دي. که مرستندویه ځواکونه ونه رسیږي د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ به سقوط وکړي. د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بيان وايي، وسلوالو …

نور... »

په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو کاروان له موتر بم برید سره مخ شوی

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ملا عبدالله خېل په اړوند سیمه کې د رومانیایي ځواکونو د موترو یو کاروان له موتر بم برید سره مخ شوی دی. سیمه ییزو چارواکو پېښه منلې او وایي، چې په دې پېښه کې ۱۱ ملکي کسانو، چې ټول ماشومان دي ژوند له …

نور... »

د برښنا پر ناسمو پروژو څلور میلیارد دالر لګول شوي

د افغانستان د روڼتیا ادارې موندنې ښیي؛ د هېوادوالو لپاره په تېره یوه لسیزه کې د برښنا پر ناسمو پروژو څلور میلیارد دالر لګیدلي، چې اوس د نا سم مدیریت له ګواښ سره مخ دي. د افغانستان د روڼتیا ادارې د برښنا په برخه کې د پانګونې په اړه یوه …

نور... »

د افغانستان په ځمکنۍ جګړه کې امریکايي ځواکونه بیا ښکېل شوي

امریکايي ځواکونو یوه داسې تازه ویدیو خپره کړې، چې امریکايي او افغان ځانګړي ځواکونه د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې ګډ عملیات کوي. له هغې وروسته، چې د جګړې ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی؛ دا لومړی ځل دی، چې امریکايي …

نور... »

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د اړوند سیمې هوایي ډګر ته نږدې یوه چاودنه رامنځته شوې ده. د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، دغه چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شوې، چې تلفات نلري؛ خو هغه …

نور... »

د افغانستان په جګړه کې به امریکا ماته ونخوري- جنرال نیکلسون

د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، د افغانستان په جګړه کې به امریکا ماته ونه خوري او یاغي ډلې له سولې پرته بل غوراوی نه لري. د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د امریکا د تګلارې له اعلان وروسته د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال …

نور... »

نړیوالو سرتېرو په کندهار کي دوه پولیس وژلي

په کندهار کي د نړیوالو ځواکونو په برید کی د عامه نظم دوه پولیس وژل شوي دي. په دغه ولایت کې  یوه امنیتي سرچینه، چی نه غواړي نوم یی واخیستل شي وايي؛ نړیوال سرتېري د دې ولایت د عامه نظم دوه یمې لوا ته ورغلل، خو له پولیسو سره له …

نور... »