Tag Archives: امنیتي سرتېري

په فراه کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي

په فراه ولایت کې تېره شپه په دوه بېلابېلو پېښو کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور وايي، وسلوالو د مرکز په سور سیمه کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی، چې له کبله یی اووه سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی. …

نور... »

د امنیتي ځواکونو تلفات، د امنیتي بنسټونو د بې غورۍ پایله ده

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنیتي ځواکونو د وژنو پر مرکزونو اوښتي او حاضر هم نه دي، چې ځواب ووایي. دا په داسې حال کې ده، چې ناامنیو خلک ستړي کړي او حکومت د خلکو د امنیت خونديتوب مسوولیت لري؛ خو امنیتي …

نور... »

طالبانو په فراه کې ۸ امنیتي ځواکونه وژلي او ۷ ټپیان یې وړي دي

وسلوالو طالبانو تېره شپه د ښار د څنډې ګنهکان په اړوند سیمه کې پر یو ستر امنیتي مرکز ډله ییز برید کړی او دغه مرکز یې نیولی دی.  د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزایي ویلي، چې په یاده پېښه کې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېرو ته …

نور... »

طالبانو د سرپل- جوزجان پر لویه لار ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

طالبانو نن سهار د سرپل – جوزجان پر لویه لار په تخته سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی؛ ۶ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغو سرتېرو، چې له دې پېښې ځان ژوندي ایستلي وایي، چې طالبانو پرې له درې خواوو پر لایزري وسلو برید کړی دی. …

نور... »