Tag Archives: امریکایان

له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه مسوولانه وي- احمدي

د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د احتمالي روغې جوړې په غبرګون کې ویلي، چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه مسوولانه وي؛ ځکه، چې دغه خبرې له افغان دولت سره د همغږۍ له مخې پر مخ ځي. …

نور... »

په کابل کې د وروستي برید لامل استخباراتي کمزورتیا ده-پخواني پوځیان

د هېواد یو شمېر پخواني پوځیان وایي، چې پر کاونتر پارت موسسې د طالبانو پرونی برید(د غویی ۸) د امنیتي بنسټونو استخباراتي کمزورتیا نښه ده. د کابل په شنه سیمه کې پروت د امریکا دغه ملکي بنسټ تر ټینګې پلټنې او امنیتي تدابیرو لاندې دی؛ ځکه، نو کاونتر پارت ته …

نور... »

په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې له رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې

د قطر په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایي پلاوي تر منځ خبرې د مبارکې روژې د یوې ورځې رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې. له یوې ورځنۍ دمې وروسته طالب او امریکایي استازیو د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړې. که …

نور... »

د قطر د دوحې خبرې له یوه ورځني ځنډ وروسته بیا پیل شوې

د طالبانو او امریکا تر منځ  د قطر د دوحې خبرې له یوه ورځني ځنډ وروسته د شنبې پر ورځ( د غویی ۱۴) بیا پیل شوې. د طالبانو او امریکایانو تر منځ شپږم پړاو خبرې تر اوسه له هیڅ  وروستۍ هوکړې پرته روانې ساتل شوې دي. د طالبانو د مرکچي …

نور... »

په قطر کې د امریکایانو او طالبانو پټو خبرو روسیه اندېښمنه کړې

په کابل کې د روسیې سفیر ویلي؛ د قطر د ناستو په خبرو کې، چې هره هوکړه کیږي باید د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته د منلو وړ وي. په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د سې شنبې د ورځې د پېنځم پړاو( ۱۶ ورځنۍ خبرې) هم  پټې روانې …

نور... »

د قطر اوږدې خبرې به شپږم پړاو ته وغزیږي

اټکلونه کیږي، چې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د سولې روانې خبرې به شپړم پړاو ته وغزیږي. پوره پېنځلس ورځې کیږي، چې د طالب استازيو او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ په قطر کې خبرې روانې دي؛ خو افغان …

نور... »

له طالبانو سره په اسلام آباد کې ناسته وځنډیده

ټاکل شوې وه، چې د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د پاکستان په اسلام آباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي خبرې تر سره شي؛ خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په تور نوملړ کې د شاملو یو شمېر طالب استازیو د نومونو له کبله …

نور... »

طالبان او امریکایان د خپلو ژمنو د پلي کولو کمیسیونونه جوړوي

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په نږدې راتلوونکې کې د طالبانو او امریکایانو لخوا داسې کمیسیونونه جوړیږي، چې د قطر د  شپږ ورځنۍ ناستې د ژمنو پر پلي کیدو به کار وکړي. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د فبروري پر ۲۵ به بیا په قطر کې له امریکایي پلاوي …

نور... »

د امریکایي او طالب استازیو خبرې ۴ ورځنۍ شوې

په دوحه کې د امریکا او طالب استازیو د څلورمې ورځې خبرې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او لویدیځ ته بیا د افغانستان پر ګواښ نه جوړولو راوڅرخیدلې. په دوحه کې له تېرو څو ورځې راپدیخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالب …

نور... »

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې دریدلې دي-سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په وروستیو ناستو کې امریکا پر طالبانو فشار راوړ او له دې کبله خبرې د بندون له روان حالت سره مخامخ شوې دي. په داسې حال کې، چې د سولې خبرو لپاره هڅو زور اخیستی؛ طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې له امریکا سره …

نور... »

ټاکل شوې، چې طالبان او امریکایي پلاوی بیا جرګه شي

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکایي پلاوی د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له ګډون پرته پر افغان سوله جرګه شي. وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به وسلوال طالبان او د زلمي خلیلزاد په رهبرۍ امریکايي پلاوی پر …

نور... »

طالبان د امریکا منلې او شریکه ډله ده- سپنتا

د وفاق ملي تر سرلیک لاندې یوې ناستې ته په خبرو کې د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفرسپنتا ویلي، طالبان د امریکا منلې او شریکه ډله ده او د تېر په پرتله اوس په ډېرو سیمو کې هم واکمنه شوې ده. ټاکل شوې سبا د افغانستان د سولې په …

نور... »