عاجل خبرونه

Tag Archives: افغان ځواکونه

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې طرحې ځینې برخې  شریکې کړي، چې له مخې یې؛ د طالبانو بریدونه په ورځ کې له ۷۵ څخه ۱۵ ته را ټیټیږي او پر ښارونو، لویو لارو، امریکایي اډو او د افغان ځواکونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي. افغان ځواکونه …

نور... »

افغان ځواکونو شاتګ کړی دی- سیګار

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړي پلټونکي ویلي، افغان ځواکونو شاتګ کړی دی. د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړي پلټونکي جان سپکو ویلي؛ د دوی ارزونې ښیي، چې امنیتي ځواکونو پرمختګ ندی کړی او د ځانګړیو …

نور... »

د افغان او بهرنیو سرتېرو په لیکو کې ۲۰۰ خپلمنځي بریدونه تر سره شوي

په وسلوال ځواک کې د طالبانو نفوذ د جګړې نوی تاکتیک دی، چې له مخې یې وسلوال طالبان  پر  افغان او بهرنیو سرتېر  مخامخ بریدونه تر سره کوي. د آریانا نیوز د ارزونو له مخې؛ په تېرو ۴ کلونو کې د افغان پوځ او بهرنیو سرتېرو په لیکو کې دوه …

نور... »

د زابل د شهر صفا اوسیدونکي د شپنیو عملیاتو د درولو غوښتنه کوي

په زابل کې د ځانګړیو ځواکونو د شپنيو عملياتو په غبرګون کي د دې ولايت د شهر صفا ولسوالۍ اوسيدونکیو پر لاريون لاس پوري کړى او وايي، که يې پر وړاندي شپني عمليات ونه درول شي؛ د کابل ـ کندهار لويه لار به وتړي. د زابل د شهر صفا ولسوالۍ …

نور... »

په کندوز کې لس طالب وسلوال ووژل شول- افغان ځواکونه

افغان ځواکونو په ډاګه کړې، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په ارچي ولسوالۍ کې لږ تر لږه لس وسلوال طالبان وژلي دي. پامیر ۲۱۷ قول اردو څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ارچي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول. د …

نور... »

افغان ځواکونو د وردګ ولایت د ملي خېلو په کلي کې اتیا کورونه نړولي- خلک

د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ اوسیدونکي، چې کورونه یې د کابل – کندهار پر لویه لار پراته دي وایي؛ افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ په ملي خېلو کلي کې اتیا کورونه نړولي او ویجاړ کړي دي. د وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په جګړه کې راښکېل خلک مني، …

نور... »

ناتو د افغان ځواکونو د تجهیز او مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د افغانستان ملاتړي هېوادونه د ترهګرو د ځالو او پټنځیو د له منځه وړلو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او وایي، چې د پیسو پر ورکړې سربېره به افغان ځواکونو ته د داعش پر وړاندې جنګیدو لپاره تجهیزات هم برابر وي. په بروکسل کې د ناتو عمومي منشي د …

نور... »

په افغانستان کې د امریکا جګړه یوه تېروتنه وه- کاترین برون

 د امریکا د نړیوالو اړیکو رییس ویلي؛ د امریکا ۴۳ سلنه خلک د افغانستان جګړه یوه تېروتنه بولي او وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې افغان ځواکونه هم د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې ډېره قرباني ورکوي. په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه، چې تر …

نور... »

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات خواشینوونکي دي- ولسمشر غني

ولسمشر اشرف غني ویلي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هېوادوالو ملکي تلفات خواشینوونکي دي. ولسمشر غني د شنبې پر ورځ( د تلې ۱۳) د امنیتي او دفاعي بنسټونو او د عدلي او قضایي مرکز کارکوونکیو ته د استوګنې د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې ویلي، هیڅوک …

نور... »

کندوز ښار بشپړ پاک او ۵۶ طالبان ووژل شول

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې ځانګړیو افغان ځواکونو د کندوز ښار له طالبانو بشپړ کړی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ ځانګړیو پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د کندوز ښار په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل. دوی څرګندوي، چې …

نور... »

د ناتو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ناتو سازمان د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د ډاډ وړ خبرې وشوې. په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکات میلر او د ناتو لوړ پوړي ملکي استازي نیکولاس کي او د ناتو غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو د افغانستان د …

نور... »

په کندهار کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه راغوزیدلې

په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو یوه اکمالاتي چورلکه راغورزیدلې ده. د کندهار امنیه قومندان تادین خان د پېښې د منلو تر څنګ ویلي؛ دغې چورلکې د یوشمېر سرتېرو له لیږدولو وروسته د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط کړی دی. نوموړي زیاته …

نور... »

په بلخ او فاریاب ولایتونو کې ۱۱۳ طالبان وژل شوي

چارواکو ویلي، چې د بلخ په چاربولک او د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالیو کې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ګډو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي، ۱۱ مو نیولي او ۹ نور ټپیان دي. د دفاع وزارت ویاند غفور جاوید دا هم …

نور... »

له کم نفوسه سیمو دې افغان پوځیان شاتګ وکړي- د ترامپ نوې پالیسي

د دونالد ترمپ ادارې له افغان ځواکونو، چې د متحده ایالاتو له بشپړ ملاتړه برخمن دي؛ وغوښتل، چې د افغانستان له لیرې پرتو سیمو دې شاتګ وکړي. نیویارک تایمز ورځپاڼه د هغو درې امریکایي چارواکو له څرګندونو، چې نومونه یې په ډاګه شوې ندي؛ لیکلي، چې دغه سپارښتنه د ولسمشر …

نور... »

تر ۲۰۲۴ کاله به له افغان ځواکونو سره مرسته روانه وي- ناتو

د ناتو سازمان غړيو هېوادونو پرېکړه کړي، چې له افغان امینتي ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ کاله همکاري جاري ساتل کیږي او د نږدي یو میلیارد دالرو نوې مرسته، به د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د زدکړو د مرکزونو پر جوړولو ولګول شي. د ناتو سرمنشي وايي، د …

نور... »

په بروکسل کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وشي

څو ورځې وروسته ناتو یو ځل بیا د افغانستان د حالاتو ارزونه کوي او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ او مرستو پر څرنګوالي به خبرې وکړي.  ټاکل شوې، چې د ناتو په غونډه کې افغان ولسمشر او اجرائيه رییس دواړه ګډون وکړي. اجرائيه ریاست ټينګار کوي، چې په افغانستان …

نور... »

طالبان دې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي – دفاع وزارت

دفاع وزارت وايي، تېره شپه دولس بجې د حکومت له لوري اعلان شوی یو اړخیز اوربند پای ته ورسید؛ خو غوره به دا وي، چې طالبان د جګړې پر ځای سوله غوره کړي. د روژې له اووه ویشتمې تر تېرې شپې د حکومت له لوري د وسلوالو طالبانو پر وړاندې …

نور... »

په خوست کې افغان ځواکونو له پاکستانيو سرتېرو یوه سرحدي پوسته نیولې

په خوست کې د یکشنبې د سهار له اته نیمو بخو راپدیخوا د افغان او پاکستانیو سرتېرو تر منځ د دیورند کرښې په اوږدو کې نښته پیل شوې او او تر دې دمه افغان ځواکونو ترې یوه سرحدي پوسته نیولې ده. یوې ځایي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د …

نور... »

په فراه کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي- امنیه قومندان

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د افغان او ناتو ځواکونو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي او په همدې شمېر ولسي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. په فراه کې بهرني ځواکونو یو ځل بیا د هوا او ځمکې له …

نور... »

افغان ځواکونه له دفاعي حالته یرغلیز حالت ته ننوتي- دولت وزیری

 افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته داخل شوي او دمګړۍ په دولس ولایتونو کې یې عملیات روان دي. په تېرو څه باندې درې کلونو کې، چې د نړیوالو سرتېرو شمېر کم شو؛ نو وسلوالو مخالفینو د خپل نفوذ سیمې هم پراخه کړې. د ملي دفاع وزارت ویاند …

نور... »