Tag Archives: افغان حکومت

افغان حکومت له شرطه پرته د سولې خبرو ته چمتو دی- وحید عمر

د ولسمشرۍ د سترتیژیکو اړیکو سلاکار ویلي، چې افغان حکومت له طالبانو سره له شرط پرته د سولې خبرو ته چمتووالی لري. له هغې وروسته، چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره اوربند د مخکې شرط په توګه یاد کړ. اوس د ولسمشر سلاکار څرګنده …

نور... »

خلیلزاد د سولې خبرو منځپانګه پټه ساتلې – رولا غني

د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور لګولی، چې په قطر کې یې د سولې خبرو اصلي محتوا یا منځپانګه پټه ساتلې ده. نوموړې د امریکا د ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې د وینا پر مهال د امریکايي …

نور... »

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصون په بدل کې د درې طالب بندیانو( انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید)  د خوشې کیدو اعلان وکړ او وایي، چې آزادي یې مشروطه ده. ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ( د …

نور... »

آلمان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتووالی ښکاره کړ

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکایي سیال سره په لیدنه کې ویلي؛ آلمان چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل لپاره رغنده رول ولوبوي. که څه هم له یوې مودې راپدیخوا د سولې خبرو د بیا پیل خبرې کیږي؛ خو تمه …

نور... »

ډېر ژر به حکومت د چین خپلمنځي ناستې ته یو پلاوی ولیږي- سرچینې

ویل کیږي، چې د ارګ پلاوی به د جمعي پر ورځ( د لړم ۱۷) چین ته په سفر کې له طالبانو سره مخامخ ناسته تر سره کړي.    یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د دې لپاره، چې د سیاسیونو لخوا اعتراضونه او نیوکې ونشي، د بیجینګ په …

نور... »

په بیجینګ کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو غونډه تر نا معلوم وخت ځنډیدلې ده

تمه وه، چې درې ورځې وروسته په بیجینګ کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو غونډه تر سره شي؛ خو تازه راپورونه وايي؛ تېره ورځ د مسکو په څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې، چې دا غونډه د یو څه مودې لپاره و ځنډول شي. دغه راز د مسکو په څلور …

نور... »

افغان حکومت به د مسکو په ناسته کې ګډون ونکړي

 یوې دولتي سرچینې ویلي؛ د افغانستان استازي به په هغه ناسته کې، چې ټاکل شوې د جمعې پر ورځ د افغانستان په اړه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازیو په حضور کې د مسکو پر کوربتوب جوړیږي، ګډون ونکړي. روسیه د افغانستان سولې په تړاو د څلور اړخیزې …

نور... »

چین به هم د افغان سیاستوالو او طالبانو د استازیو د سولې ناستې کوربه شي

بیجنګ د افغانستان سولې په بهیر کې د رول لوبولو ټټر وهلی او غواړي د افغانان سیاستوالو او طالب استازیو تر منځ د سولې ناسته تر سره کړي. یوه حکومتي سرچینه وایي؛ د چین دولت افغان حکومت ته وړاندیز کړی، چې دې ناستې ته استازي وټاکي. دې سرچینې ویلي، حکومت …

نور... »

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر کابل ته راغلی

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر په یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی، چې د فاع وزارت ته یې له نومول کیدو وروسته دا د نوموړي لومړنی سفر دی. د پنټاګون دغه مشر به په افغانستان کې د افغان مشرانو او د متحده ایالاتو له سرتېرو سره وګوري. د راپورونو …

نور... »

طالبانو د سولې خبرو ته جدي چمتووالی ښکاره کړی- پخوانی جهادي

پخواني جهادي او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان څرګنده کړې، چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته جدي چمتووالی ښکاره کړی دی. وسلوال طالبان او امریکا د سولې د په ټپه دریدلو خبرو د بیا پیلولو په لټه کې دي؛ خو په افغان حکومت  کې د …

نور... »

په پاکستان کې له طالب پلاوي سره د خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې-سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالب پلاوي او خلیلزاد لیدنه له مخکې تنظیم شوې وه، چې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر په ګډون په کې د دوی شپږ کسیز پلاوي ګډون درلود. په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا …

نور... »

بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو له پیلیدو ډاډ څرګند کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو لپاره هڅې پیل شوي او کیدی شي، چې د سولې خبرې ډېر ژر بیا پیل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هیله من شوی؛ لیرې نده، چې مونږ د ښکېلو خواوو تر …

نور... »

افغان حکومت تر ټاکنو د سولې لپاره هڅې ودرولې- صدیق صدیقي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې دمګړې تر ولسمشریزو ټاکنو د سولې هر ډول کوښښونه درول شوي او په اړه به یې راتلونکی حکومت پرېکړه کوي. په کابل کې د وسلوالو طالبانو په یوه موتر بم برید کې د امریکا د یوه پوځي له وژل کیدو وروسته له طالبانو …

نور... »

یو طالب پلاوی له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی

رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې دغه طالب پلاوی به چین ایران او د منځنۍ آسیا ځينو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي. د طالبانو او امریکا اوږدې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې؛ نو، ځکه اوس طالبانو د امریکا له سیالانو سره د خبرو لپاره سفرونه پیل کړي دي. راپورونه …

نور... »

امریکایان له طالبانو او افغان حکومت سره همهاله دوه هوکړه لیکونه لاسلیکوي

د ملي وحدت حکومت ویاند تائیدوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک سره په یوه وخت به واشنګتن له افغان حکومت سره هم یو نوی هوکړه لیک لاسلیک کړي. په افغانستان کې د سولې هوکړې ته لاسرسی اوس تر بل هر وخت لنډ او …

نور... »

افغان حکومت د طالب او امریکا د سولې هوکړه لیک جزئیات تر لاسه کړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي، افغان حکومت د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک جزییات تر لاسه کړي دي. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک چمتو شوی او جزئیات یې مخکې له دې، چې زلمی خلیلزاد دوحې ته ولاړ شي؛ له ولسمشر غني …

نور... »

ډېر ژر به له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی اعلان شي

بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی د سلا مشورو او د خلکو د غوښتنو له مخې جوړ شي. بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د ملي وحدت حکومت مشران له طالبانو سره د مرکچي پلاوي پر جوړولو کار کوي؛ دا …

نور... »

افغان حکومت د دوحې ناستې هیله بښوونکي بولي

په داسې حال کې، چې افغان پلاوی له طالب استازیو سره د قطر په کوربتوب او د آلمان پر مدیریت په جوړیدونکې ناسته کې د ګډون لپاره دوحې ته رسیدلی؛ ولسمشرۍ ماڼۍ دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو د رسمي مذکراتو د پیل لپاره هیله بښوونکي بولي. ولسمشرۍ ماڼۍ …

نور... »

طالبان له افغان حکومت سره خبرې نکوي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغانانو د خپلمنځي خبرو له چمتوالی خبر ورکړی دی. طالب ویاند سهیل شاهین وایي: کله، چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي بیا به له افغان جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي؛ خو د کابل له …

نور... »

په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې له رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې

د قطر په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایي پلاوي تر منځ خبرې د مبارکې روژې د یوې ورځې رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې. له یوې ورځنۍ دمې وروسته طالب او امریکایي استازیو د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړې. که …

نور... »