عاجل خبرونه

Tag Archives: افغانستان

امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پالي- د فرانسې سفیر

په کابل کې د فرانسې سفیر آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پالي. په کابل کې د فرانسې سفیر ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د پانګونې او ملاتړ له پلوه له نورو هېوادونو ځانګړی رول لري؛ نو، ځکه د هغه په باور …

نور... »

د افغانستان پاراتکواندو ملي لوبډله د آزادو سیالیو لپاره اردن ته ولاړه

د افغانستان پاراتکواندو ملي لوبډله د پاراتکواندو د آزادو سیالیو په پېنځم پړاو سیالیو کی د ګډون لپاره اردن ته ولاړه. دا سیالۍ د جولای میاشتی له شپاړسمې تر نولسمې نېټې پوری ترسره کیږي. په دې سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب څلور لوبغاړي ګډون کوي؛ یوه یې نجلۍ، یو …

نور... »

رضا محمدي به نور د افغانستان لپاره سیالیو ته وردانګي

د بدني ښکلا ملي فدراسیون وايي: د بدني ښکلا اتل احمد رضا محمدي، چی ځو ځله د ایران تر رپي لاندې نړیوالو سیالیو ته وتلی؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې لدی وروسته به د افغانستان تر درې رنګه رپي لاندې خپلې نړیوالې سیالۍ تر سره کوي. دی، چې له آره …

نور... »

له طالبانو سره د افغانستان د پلاوي خبرې، له بدلون سره د مخ ملت پر ارزښتونو راڅرخي

قطر- دوحه: هغه مهال، چې طالبانو د یکشنبې پر ورځ په لومړي ځل له یو شمېر افغان حکومتي چارواکو سره ولیدل؛ نو له داسې استازیو سره مخ شول، چې د دوی د واکمنۍ له پرځیدو ۱۸ کاله وروسته یې ورته د نوي افغانستان نوې څېره وړاندې کړه. د تېرو کلونو …

نور... »

مسکو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه لري- پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د افغانستان– روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې نمانځغونډې ته خبرې کولې؛ ټینګار وکړ، چې باید ژرتر ژره سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ پراخ بنسټه خبرې  پیل شي. د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې د سیمې هېوادونه ورو– ورو …

نور... »

په افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو وخت رارسیدلی- پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو وخت رارسیدلی او هېواد یې د جګړې پای ته ژمن دی. که څه هم تر اوسه د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو د شپږ ورځنیو خبرو اترو جزئیات ډاګیز شوي ندي؛ …

نور... »

د داعش او طالب جنګیالیو له جګړې پکتیا ته کډوال راغلي

پکتیا ته د کونړ له چپې درې ولسوالۍ یو شمېر ډېرې کورنۍ د داعش او طالب جنګیالیو د جګړې له کبله راکډه شوي او څرګندوي، چې دواړو خواوو ترې د ملاتړ غوښتنه کوله؛ ځکه، نو کډې کولو ته اړ شول.   د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ څلورڅلوېښت کورنۍ …

نور... »

په افغانستان کې به د امریکا استخبارات خوندي وي- ترمپ

د امریکا ولسمشر په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار څرګند کړی، چې له افغانستان څخه د ځواکونو له ویستلو وروسته به هلته ځواکمن استخباراتي حضور ولرو. له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ویستلو ته د امریکا د ولسمشر هم  زړه کیږي او هم ساړه او اندېښنه یې هم داده، چې …

نور... »