عاجل خبرونه

Tag Archives: افغانان

قطر او آلمان راروانه اوونۍ( د بین الاافغاني ناستې) کوربتوب کوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، آلمان او قطر د افغانانو خپلمځي خبرو کوربتوب ته چمتووالی څرګند کړی. د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې راتلونکې اوونۍ د سولې خپلمنځي خبرې پيلېږي.   ښاغلي …

نور... »

د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره جدي هڅې روانې دي- نیکولاس کي

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړیو خبرو کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره جدي هڅې رواني دي. هغه، چې په بروکسل کې له آریانانیوز سره خبرې کولې؛ له وسلوالو طالبانو یې وغوښتل، چې د …

نور... »

د سولې د خبرو اترو مشري باید افغانان ولري-هندي چارواکي

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هندي چارواکو له زلمي خلیل زاد سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندې تر سره شي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې …

نور... »

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په نننیو(دوشنبه د لړم ۲۸) خبرو کې په ډاګه کړې، چې شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.  …

نور... »

ولسمشر غني په کابل هوایي ډګر کې د رادار ملي سیستم پرانست

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې په کابل هوایي ډګر کې د رادار د نوی سیستم له پرانستې سره سم د افغانستان د فضايي حریم څارنه افغانانو ته وسپارل شوه. ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په سهار( د زمري ۱۸) په کابل هوايي ډګر کې د رادار د نوی سیستم …

نور... »

د نري رنځ ناروغي هر کال له ۱۵ څخه تر ۱۷ زره افغانان وژني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې نری رنځ په نړۍ کې د لس وژونکیو ناروغیو په ډله کې راځي، چې هر کال په افغانستان کې له ۱۵ څخه تر ۱۷ زره کسان وژني.  د دغې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړوشویو مراسمو کې د …

نور... »

په سوریه کې۱۰ زره جنګبدونکيو افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاطمیون لوا فرهنګي چارواکو په ډاګه کړې، چې په سوریه کې د جنګیدونکیو افغانانو د وژل شويو شمېر۲۰۰۰ کسانو ته رسیدلی او ۸۰۰۰ نور ټپیان دي. ایرانيو رسنیو د دغې لوا فرهنګي مسوول زهیر مجاهد د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې وژل شویو افغانانو د فاطمیونو د …

نور... »

افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري

 د آریانا نیوز خبریال له آتنه په ډاګه کوي، چې افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري؛ ځینو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او شپې پر سړکونو تېروي. افغان ځوانانو ټوله شتمني لیلام کړې؛ زرګونه یورو یې لګولي، چې اروپایي هېوادونو ته دننه شي،  اروپا …

نور... »

افغانان د امریکا د نوې تګلارې په اړه بېلابېل اندونه لري

یو شمېر افغانان د امریکا له نوې تګلارې هرکلی کوي او هغه د هېواد د ثبات لپاره ارزښتناکه بولي؛ خو ځینې نور بیا وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته؛ ځکه، چې په تېرو ۱۶ کلونو کې دې ځواکونو ونکړای شول دلته ثبات ټینګ کړي. …

نور... »