عاجل خبرونه

Tag Archives: ازبکستان

له طالبانو د ازبکستان تود هرکلي د افغان حکومت غصه راپارولې

د ازبکستان په تاشکند ښار کې له طالب استازیو څخه د دوی د چارواکو تود هرکلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غصه راپارولې ده. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه ګاونډ هېوادونه باید د افغان …

نور... »

افغانستان او ازبکستان د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ

د افغانستان د ملي امنیت مشاور د سې شنبې پر ورځ( د کب ۱۴) له غرمې وروسته په تاشکند ښار کې د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار داکتر ویکتور محمودوف سره ولیدل.  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب او ازبکستان د ملي امنیت …

نور... »

د هېواد د نجونو فوتبال ملي لوبډله ازبکستان ته ولاړه

د هېواد د نجونو فوتبال ملي لوبډله د آسیا زون په سیالیو کي د ګډون په موخه ازبکستان ته په سفر ولاړه. د آسیا زون د نجونو د سیالیو په فوتبال ملي لوبډله کې پېنځه لوبډلې له افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان څخه ګډون لري. دا سیالۍ د روان …

نور... »

ازبکستان له مزارشریف څخه تر تورخمه د ریل پټلۍ جوړول غواړي

په پاکستان کې د ازبکستان سفیر ویلي؛ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره غواړي، چې له مزار شریف څخه تر تورخم پورې د ریل پټلۍ جوړه کړي. د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره د پاکستان د نښلولو د هڅو تر څنګ، په پاکستان کې د ازبکستان سفیر ویلي، …

نور... »

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبان او داعش ښکېل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ادعا کړې؛ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ له هغې وروسته جګړې زور واخیست، چې طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې درې داعشیانې له جنسی تېري وروسته ووژلې. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي، طالبانو …

نور... »

طالبانو د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې پوځي اکاډمي جوړه کړې

د  سرپل د پولیسو قومندان وایي، طالبانو دوه میاشتې مخکې د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د سنګ سوراخ د اړوند سیمې په قرغیتون سیمه کې پوځي اکاډمي جوړه کړې، چې په کې درې سوه ازبکستاني ماشومان روزکیږي. د سرپل د پولیسو قومندان خلیل الله دستیار وایي، په دې پوځي اډه …

نور... »

په جوزجان کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نیول شوي دي

 د جوزجان په درزآب کې د ناتو د پریکنده  ملاتړ په هوایي عملیاتو کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نور ازبکستاني یې نیولي دي. د شنبه پر شپه په درزآب ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا عملیات شوي؛ درې ازبکستاني، چې …

نور... »

د تاشکند غونډه دایمي سولې ته د رسیدو په موخه جوړه شوه

د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د درویشت هېوادونو او سازمانونو استازي راغونډ شول او پر دې یې خبرې وکړې، چې افغانستان له روان او پیچلي بحران څخه څنګه بهر کیدای شي. په دې غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني له ګډونوالو وغوښتل، چې …

نور... »

د تاشکند غونډه به په افغانستان او سیمه کې له ثبات سره مرسته وکړي- عبدالله

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې د تاشکند غونډه به په افغانستان او سیمه کې له ثبات سره مرسته وکړي. د سولې لپاره د کورنیو او سیمه ییزو هڅو په لړ کې دا ځل د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې غونډه جوړیږي. ولسمشر د کابل په …

نور... »

ازبکستان د افغانستان د سولې غونډې کوزبتوب کوي

د کابل پروسې له دوه یمې غونډې وروسته د دوشنبې پر ورځ د وري ۶ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کیږي. د سولې عالي شورا مسوولین وايي، چې د تاشکند په کنفرانس کې به د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ …

نور... »

په کابل کې د پاکستان او مرکزي آسیا هېوادونو پوځي مشرانو غونډه کړې

  د ملي دفاع وزارت ویاند وایي؛ په کابل کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت د قومندان په ګډون د افغانستان، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان د لوی درستیزانو غونډه وشوه، چې په کې له ترهګرۍ او نشه یی توکو سره پر مبارزه خبرې وشوې. د ملي دفاع وزارت …

نور... »

ازبکستان افغانستان ته ۲۵ بسونه ورکړل او د برښنا یو مزی به غزوي

افغان لوري ته د ۲۵ مسافروړونکیو بسونو د سپارلو په مراسمو کې ازبک چارواکو ویلي، چې ډېرژر به د برښنا یو مزی د سرخان له لارې تر پلخمري پورې وغزول شي، چې ور سره به د پلازمېنې  کابل او شمال ولایتونو د برښنا ستونزه حل شي. د ازبکستان د ولسمشر استازی عصمت الله …

نور... »

ازبکستان به ډېر ژر له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي

د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، ازبکستان د افغانستان سوداګرو ته له ترانزیتي اړخه ډېر ارزښت لري؛ ځکه، نو ډېر ژر به دغه هېواد له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي؛ له افغانستان سره د ازبکستان سوداګري  ورځ تربلې د …

نور... »

په افغانستان کې به ۲۰۱۸ کال د مهمو تحولاتو کال وي-غني

ولسمشر غني وایي، دوه زره اتلسم کال به په افغانستان کې د مهمو تحولاتو کال وي. ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې د کابل او تاشکند تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ۲۳ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. په دې هوکړه لیکونو کې اقتصادي، سیاسي، …

نور... »

ولسمشر غني ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د همکاریو شل تړونونه لاسلیکوي

ولسمشر غني ازبکستان ته د ننني سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له چارواکو سره د همکاریو شل تړونونه لاسلیکوي او تمه ده، چې له دغه شمالي هېواد سره به د همکاریو نوی فصل پرانیزي. ولسمشر به په دې سفر کې د ازبکستان له لوړپوړیو چارواکو سره لیدنې ولري …

نور... »

ازبکستان د بلخ د کود و برق کارخانې د رغولو هوډ کړی

د بلخ د تخنیکي او سکتوري خدمتونو ادارې مسوولین وایي، ټاکل شوې د کود و برق کارخانې ویجاړې شوې سیمې د ازبکستان لخوا ورغول شي.  مسوولین وایي، یو ازبک پلاوی د همدې مقصد لپاره تېره اوونۍ مزارشریف ښار ته راغلی و او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یې د …

نور... »