عاجل خبرونه

Tag Archives: ارګ

ولسمشرۍ په قطر کې د (بین الافغاني) خبرو د استازیو نوملړ اعلان کړ

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې د سې شنبې پر ورځ( د وري ۲۷) له طالبانو سره د خبرو کوونکي پلاوی نوملړ خپور کړ. په خپور شوي نوملړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرشید دوستم د جنبش اسلامي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نومونه نشته؛ خو د …

نور... »

پاکستان دې دا ډاډ څرګند کړي، چې د طالبانو پر ځای له بلې ډلې ملاتړ نکوي- د ارګ سرچینې

په ارګ کې سرچینو ویلي، حکومتي مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې دا غوښتنه کړې؛ پاکستان دې دا ډاډ ورکړي، چې د طالبانو پر ځای له بلې ډلې ملاتړ نکوي. که څه هم پاکستان د سولې خبرو په پنځ( اوج) کې هم خپلې ځانګړې هڅې روانې ساتلي؛ خو …

نور... »

په ارګ کې له طالبانو سره د پخلاینې عالي شورا لومړنۍ ناسته تر سره شوه

له طالبانو سره د پخلاینې عالي شورا لومړنۍ ناسته د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۸)  په ارګ کې ترسره شوه، چې موخه یې د قطر ناستې ته د مرکچي پلاوي د غړیو پر ټاکلو پرېکړه او پر اجنډا یې خبرې وې. د حکومت مشران، د مدني ټولنو ځینې استازي، …

نور... »

له خلیلزاد سره یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي یو- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په اړه یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي دي. ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د …

نور... »

ولسمشر او اجرائیه رييس کورنیو رسنیو ته ارزښت نه ورکوي

د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې مسوولین وايي، چې ولسمشر او اجرائیه رييس کورنیو رسنیو ته ارزښت نه ورکوي. د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره وايي، چې په تېرو څلور کلونو کې شل کورنیو رسنیو له ولسمشر او اجرائيه ريیس سره د مرکې غوښتنه کړې؛ خو یو هم ان د …

نور... »

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې د کرکې جنګ، وحشت او ناامنیو ستر لامل له اسلامي ارزښتونو سره واټن او د حضرت محمد (ص) له سیرته بې خبري ده.    د میلادالنبي په دې مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف په ګډون …

نور... »

د سولې مشورتي بورد او د سولې عالي شورا موازي بنسټونه ندي- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر ویلي؛ د سولې مشورتي بورد، چې د جوړیدو په حال کې دی، له سولې عالي شورا سره موازي بنسټ ندی. د افغانستان ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې …

نور... »

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلی

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان، سعودي عربستان او قطر له سفرونو وروسته بېرته کابل ته رارسیدلی او په ګلخانې ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله او دوه یم مرستیال دانش سره ولیدل. ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په …

نور... »

کورنیو چارو وزیر د کابل پولیسو مرستیال پر بې کفایتۍ تورن کړ

کورنیو چارو وزارت په کابل کې د اختر د لومړۍ ورځې د توغندیزو بریدونو په تړاو د امنیتي حوزو لوړپوړي مامورین، د کشف او استخباراتو مسوولین یوې امنیتي ناستې ته وبلل؛ خو دغه ناسته د وزیر او د کابل پولیسو قومندانۍ د مرستیال تر منځ پر لفظي شخړه واوښته او …

نور... »

ولسمشر غني له بېلابېلو سیاسي او جهادي شخصیتونو سره مشورې وکړې

ولسمشرۍ ویلي، چې ولسمشراشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد له سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې. د ولسمشر د دفتر سرپرست …

نور... »

د مخابراتو د پخواني وزیر لومړنۍ قضايي غونډه پای ته ورسیده

د موبایل کریدیت را ټولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي لومړنۍ قضايي غونډه بې پایلې پای ته ورسیده. د ملي وحدت حکومت د کابینې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د عدالت میز ته ودرول شو. پر نوموړي تور دی، …

نور... »

په کابل ښار کې د برښنایي تذکرو د وېش لومړنی مرکز پرانیستل شو

د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ له ارګه را ووته او اوس خلک کولی شي له ارګه بهر د کابل ښار په څلورمه کارته کې هم دغه تذکرې واخلي. وړاندې له دې ولسمشر اشرف غني، د هېواد لومړۍ میرمن، د ملي شورا د دواړو جرګو رییسانو او دولتي چارواکو برښنایي …

نور... »

کورنیو چارو وزارت څوارلس ولایتونو او دوه زونونو ته نوي قومندانان وروپېژندل

د کورنیو چارو وزارت د تازه پرېکړې له مخې؛ څوارلس ولایتونو او دوه زونونو ته نوي قومندانان، چې د آزادو سیالیو له لارې غوره شوي او تر۵ میاشتو به په آزمایښتي توګه کار وکړي وروپېژندل شول. کورنيو چارو وزارت په یوه حکم کې ولسمشر ته د امنيه قومندانانو د تغيير او …

نور... »

اجرائیه رييس د عطا محمد نور او ارګ تر منځ له جوړجاړي هرکلی وکړ!

 په بلخ کې د عطا محمد نور د اوږده ولایت پېر تر سره شو. که څه هم له ارګ سره یې ناندرو خلک اندېښمن کړل؛ خو دا، چې اوس دغه شخړه اواره شوې، اجرائیه رييس یې هرکلی کړی دی. د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي: خوښ یم، …

نور... »

د ارګ او عطا محمد نور ناندرې د حل کیدو په حال کې دي- عبدالله

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس وايي، د ارګ او عطا محمد نور ځ ناندرې د حل کیدو په حال کې دي. اجرائیه رييس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړه، چې د ارګ او عطا محمد نور …

نور... »

ډېر ژر به ارګ له عطامحمد نور سره هوکړې ته ورسیږي

د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید منلې، چې له ارګه د رسیدلي دوه کسیز پلاوي او عطا محمد نور تر منځ دوه ورځنۍ خبرې بریالۍ روانې دي او ډېر ژر به یوې هوکړې ته ورسیږي. د ارګ له لوري د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته د …

نور... »

د ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې د سمنګان نوې والي معرفي شو

د سمنګان لپاره نوی ټاکل شوی والي عبداللطیف ابراهیمي نن سهار د کلکو او ټینګو امنیتي تدابیر لاندې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ د مرستیال لخوا د ولایت مقام ته وروپېژندل شو. د ورکړ شویو ګزارشونو له مخې؛ د سمنګان له نوي والي او پلاوي څخه د بغلان او …

نور... »

میلیوني حرکت به مو د حکومت سقوط او کړکیچ رامنځته کړي- نور

له ترک توکمو سره په لیدنه کې عطامحمد نور ویلي، چې میلیوني حرکت به مو حکومت له سقوط سره مخ او اشرف غني به له ارګه وتلو ته اړ کړي. نوموړی ولسمشر په هېواد کې د کړکېچ په را منځته کیدو تورنوي او خبرداری ورکوي، چې له ارګه به یې …

نور... »

په هېواد کې د برښنایي تذکرو د وېش لومړی پړاو له مخالفت سره مخ شو

د برښنایي تذکرو د وېش ادارې ویاند ویلي؛ د برښنايي تذکرو د وېش لومړی پړاو په بایومتریک سیستم کې د ولسمشراشرف غني، د هغه د میرمن رولاغني، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سرور دانش او د کابینې د ځینو غړیو د نومونو او دیموګرافیکي ځانګړتیاوو په لیکلو پیل شو؛ …

نور... »

نن په ټول هېواد کې ملي ماتم دی او سبا به په کابل کې عمومي رخصتي وي- ارګ

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د بریدونو له له کبله لسګونه هېوادوال وژل شوي او ټپیان دي، چې له ویرجنو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره نن یکشنبه د (سلواغې۸) په …

نور... »