سوداگري
کونړ ولایت هم له نوري فایبر سره وتړل شو
د مخابراتو وزارت له خوا د نږدې درې میلیو ن دالرو پر لګښت کونړ ولایت له نوري فایبر سره وتړل شو.
د دغه وزارت مسوولین وايي، په کونړ کې د مخابراتي خدمتونو د ښوالي او قوت لپاره یو شمېر پروګرامونه هم تر لاس لاندې دي.
د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ مرستیال سید احمد شا سادات وایي، دغه پروژه مو په نږدي درې میلیون دالرو پلې کړې ده. هڅه کوو، چې په کونړ ولایت کې د مخابراتي خدمتو نو د ښه والي لپاره نورې هڅې هم پیل کړو.
د نوموړي په وینا؛ ډېر ژر به نوري فایبر شبکه له انحصاره ووځي، چې مخابراتي شرکتونه هم په آزاد مټ خپلو پېرودونکیو ته په ښه او لوړ کیفیت انترنیتې خد متو نه وړاندې کړي.
د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي، له نوري فایبر سره د کونړ ولایت تړل کیدل د دغه ولایت پر اقتصادي او اجتماعي برخو مثبت اغېز ولري؛ خو د کونر ولایت یو شمېر ولسوالۍ اوس هم له مخابراتي خد متو نو نه بې برخې دي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ له دې پروژې هرکلی کوو؛ خو اوس هم د کونړ ولایت، دانګام، غازي آباد او پیچ دره له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې ده.
هغه د مخابراتو له وزارت څخه د دې ستونزې د حل غو ښتنه هم کوي.
په ولسي جرګه کې د کونړ استازی شهزاده شاهد وايي، چې له نوري فایبر سره د کونړ تړل کیدل د دغه ولایت پر اقتصادي پراختیا مثبت اغېز لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږه د کونړله ولسه غواړو، چې د ټولو ملي پرمختګونو او پروژو هر کلی وکړي. له دې سره به مو ځوانان ډېر پرمختګ وکړي.
د کنر ولایت اوسیدونکي هم له دولته غواړي، چې دغه ولایت ته د پراختیايي پروژو په برخه کې زیا ته پاملر نه وکړي؛ ځکه، چې په پراختیایي برخو کې له دغه ولایت سره د مور او میري چلن روان دی.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
سوداگري
د تېر کال په مې مياشت کې د صادراتو ټوليز ارزښت له ١٤٠ میليونو ډالرو ډېر و
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د کب په میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند شمېر راټول او څېړلي، چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۱ اعشاریه ۱ او د وارداتو هغه ۷۸۹ اعشاریه ۶ میلیون ډالرو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې ۱۷۴ میلیون ډالر و. د ارقامو شننه ښیي، چې د ۱۴۰۱ کال د کب پر پرتله په ۱۴۰۲ کال کې د صادراتو کچه له ۳۲ اعشاریه ۹ میلیون ډالرو ډېره وه.
دغه راز د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې ۶۹۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی و، چې د ۱۴۰۲ کال په همدې میاشت کې ۹۹ میلیون ډالره ډېر شوی دی.
اړوند شمېر ښيي، چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او په ۱۴۰۱ کال کې پاکستان، هند او چین هېوادونو ته تر سره شوي وه.
سوداگري
د آنلاین صرافیو هڅې بندې شوې
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د انلاین صرافیو فعالیتونه منع دي او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ کوم چا یا شرکت ته تر دې دمه د انلاین صرافۍ د چلولو جواز ندی ورکړ شوی؛ ځکه دا ډول فعالیتونه غیر قانوني دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک له ګرانو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د دې راکړې ورکړې د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسوولیتونو له کبله د انلاین صرافۍ له معاملاتو ډډه وکړي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه موضوع يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته رسولې او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
نړۍ1 day ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي