Connect with us

بی بی سی پښتو

ملي امنیت شورا: طالبانو د افغانانو پر ضد تاوتریخووالی ډېر کړی

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، سره له دې چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي، خو طالبانو برعکس، د دې شورا په ټکو، د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی ډېر کړی دی. بل لور ته د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ نن سې شنبه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی دې کم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي، طالبانو ته پکار ده چې افغان وژنه بنده کړي، پر دایمي او سرتاسري اوربند هوکړه وکړي او له افغانانو سره سوله وکړي.

تر دې وړاندې ښاغلي فیصل ویلي وو چې په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو زندانیان نه دي خوشي شوي، خو زیاته کړې یې وه چې د بندیانو د خلاصون چاره به روانه وي.

پر طالبانو د ناټو غږ:

بل لور ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی دې کم کړي. نوموړي دا غوښتنه نن سې شنبه بروکسل کې یوه ویډیویي خبري کنفرانس کې تکرار کړه.

نوموړي وویل، د طالبانو بریدونه زیان رسوونکي دي، نو پکار ده چې دا ډله خپل بریدونه ختم کړي او له امریکا سره شوې هوکړه عملي کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو د بین الافغاني خبرو لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ کوي، او طالبانو ته یې یو ځل بیا ور یاده کړه چې له پوځي لارې دا جګړه نشي ګټلی.

طالبان

Getty Images
زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره کتلي دي

هاخوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر په کوربتوب دا ډله او امریکايي لوری د سولې تړون پر بشپړ پلي کولو وغږېدل.

د سهیل شاهین په خبره، د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ د دوی مرکچي پلاوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره دوحه کې پرون دا خبرې درلودې:

“دوی د تړون پر بشپړ پلي کولو او د بندیانو خوشي کېدو کې پر ځنډ خبرې وکړې. دواړه لوري د طالب- امریکا له تړوه پر سرغړونو او د هغوی پر حل لارو هم سره وغږېدل”.

https://twitter.com/suhailshaheen1/status/1249813956744613889

د بندیانو د خلاصون؛ یوه جنجالي موضوع:

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ د لاسلیک شوي تړون له مخې په پام کې وو چې د مارچ تر لسمې افغان حکومت پنځه زره او طالبان د حکومت زر زندانیان خوشي کړي.

د بندیانو د خوشي کولو لپاره د طالبانو او افغان چارواکو له دوو ویډیو غونډو وروسته دې ډلې تېره اونۍ یو پلاوی کابل ته ولېږه، چې حکومت ته د ور کړل شوي نوملړ له مخې د خپلو بندیانو خوشي کول کره کړي.

خو دا بهیر وروسته له هغه یو ځل بیا جنجالي شو چې څو ورځې وړاندې حکومت وویل، هغه ۱۵ طالبان نه خوشي کوي چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو او طالبان یې پر خوشي کېدو ټینګار کوي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه مهال بي بي سي ته وویل، دا ۱۵ تنه په هغه نوملړ کې شته چې پخوا مقابل لوري ته سپارل شوی و.

طالبان

BBC
افغان حکومت تر ۳۶۰ طالب بندیان خوشي کړل

که څه هم وروسته د طالبانو پلاوی له کابل ووت، خو افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو لړۍ پیل کړه، مګر طالبان وايي، دا بندیان د طالب- امریکا تړون سره سم نه دي خوشي شوي.

له بلې خوا دې ډلې تېره یکشنبه کندهار کې ۲۰ بندیان سور صلیب ته وسپارل، چې د افغان حکومت سرتېري یې بولي، خو د کندهار امنیه قومندان دا کسان ملګي وګړي بولي.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

پولیسو له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد لاریوانوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۰)
ترکیه کې د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له ښځو سره د تاو تریخوالي مخنیوي له نړیواله تړونه وتلې

Getty Images
ترکیه کې د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له ښځو سره د تاو تریخوالي مخنیوي له نړیواله تړونه وتلې

د نړۍ په لر او بر کې یو شمېر ښځو د جنسیت پر بنسټ د تاو تریخوالي ضد لاریونونه او مظاهرې کړې.

په ترکیه او مسکیکو کې بیا پولیسو د دې لاریونونو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لوګي خپروونکي بمونه کارولي.

د ترکیې په استانبول کې د لاریونیانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شو.

مظاهره چیانو د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له هغه نړیواله تړونه وتلې، چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمونه ده.

د ترکیې استانبول په تقسیم میدان کې پولیس او مظاهره چیان لاس او ګرېوان شول.

د یادونې ده چې د ولسمشر رجب طیب اردوګان ځینې پلویان دا تړون د ترکیې له مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او خپله ولسمشر اردوګان هم ویلي، د ښځو ملاتړ برخه کې به له ځايي قوانینو ګټه واخیستل شي.

مکسیکو کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان ټپیان شوي

EPA
مکسیکو کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان ټپیان شوي

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوې لاریونوالې له قوله ویل شوي دي:

ښځې وژني، برالا یې وژني، موږ دا وضعیت نه منو.

د بشري حقونو ځايي فعالان وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه ۳۴۵ ښځې وژل شوې دي.

بل لور مسکیکو سټي کې هم پولیسو د هغو ښځو مخه ونیوه، چې دې لړ کې یې لاریون کاوه.

په مکسیکو سټي کې دې لاریونوالو ښځو د ښځو وژنې بندولو غوښتنه کوله.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، مسکیکو کې هره ورځ لږ تر لږه لس ښځې یا نجونې وژل کېږي.

د ځايي رسنیو په رپوټ کې ویل شوي، لاریونیانو پولیس په ډبرو وویشتل او د ۱۰ پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شول.

له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد د لندن، پاریس او بارسلونا لارو کوڅو ته د مظاهرو او لاریونونو لپاره سلګونه کسان راوتلي وو.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د افغان د ښځو حقونو خوندیتوب ملاتړ وکړي

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان وايي، نړیواله ټولنه باید د اوږدې ژمنتیا لپاره په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

د ایمنسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه د ۱۶ مشهورو افغان مېرمنو لاسته راوړنو ستایلو د نوي کمپاین له پیله مخکې په یوه رپوټ کې شوې ده.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ضد کمپاین په مناسبت چې هر کال د نومبر پر ۲۵ مه پیلېږي، د بشري حقونو مدافع فعالانو پرېکړه کړې کمپاین کې د هغو افغان مېرمنو د ژوند کیسې وړاندې کړي چې تېرو ۲۰ کلونو کې له ستړو، ستونځو سره سره د ژوند په ډګر کې بریالۍ شوې دي.

دې بنسټ د یو شمېر دې ښځو له خولې خپل رپوټ کې ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کار، تعلیم، وینا او احتجاج کولو په برخه کې د ښځو حقونه ترپښو لاندې شوي دي او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

په رپوټ کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو ترواکمنېدو ورسته پر افغان ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي، د روغتیا او ځینو نورو برخو پرته په نورو سکتورونو کې ښځو ته ویل شوي چې کارونو ته ستنې نه شي.

رپوټ کې ویل شوي، د منځنیو ښونځیو او لیسو نجونې زده کونکې له تعلیمه بي برخه دي، ښځې له محرم پرته له کوره بهر د وتلواجازه نه لري او د جنسیتي توپیر له کبله لوړو زده کړو برخه کې د ښځو ونډه کمه شوې ده.

مجاهد

Reuters
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ بي بنسټه بللی

خو طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ بي بنسټه بللی او رد کړی یې دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:

د تعلیم او روغتیا په برخه کې ښځینه فعالې دي. هغه خبرې بې بنسټه دي، چې ځینې مغرضې کړۍ وايي، ګواکې ښځې له کوره بهر نه شي تلای، د افغانستان په ښارونو کې ښځې ازادانه ګرځي، دا ډول پروپاګند د دښمنو کړیو کار دی، چې متاسفانه ځینې نړیوال سازمانونه یې د استدلال په توګه کاروي.

تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو حقونو په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوی وو او څه باندې ۳،۳ میلیونه نجونو زده کړې کولې، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د حقونو خوندې کول د نړیوالو له خو ا د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې یو مهم شرط په توګه وړاندې شوی دی.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

“هرات کې د نجونو منځني ښوونځي بېرته تړل شوي”

خپور شوی

په

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۴۰۰)
کرېکټ

Getty Images

د افغانستان په هرات ولايت کې ځينو ښوونکو او نجونو زده کوونکو ویلي، چې “د دوی منځني ښوونځي تر یوې اوونۍ پرانیستو وروسته د طالبانو له خوا بېرته تړل شوي دي”.

هرات وروستی هغه ولایت و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کې له شپږو ټولګي پورته نجونو وکولی شول چې ښوونځیو ته ولاړ شي.

یوې ښوونکې چې نه غواړي نوم یې واخستل شي بي بي سي ته وویل، “طالب چارواکو ورته ویلي چې ښوونکو دا پرېکړه کړې چې د نجونو لپاره ښوونځي وتړي. خو دا وايي ښوونکې داسې پریکړه نه شي کولی او د طالبانو له خوښې پرته هېڅ نه شي کولی”.

دا وايي، “په تېرو څو ورځو کې نجونې ښوونځیو ته تللې د راتلونکې ازموينې لپاره یې چمتو والی نیوه. خو دغه زده کوونکو چې وايی ښوونځي ته له تګه منع شوی، ورته ویل شوي چې نورې دې ښوونځیو ته نه راځي او له امتحان پرته به لوړو ټولګيو ته ولاړې شي”.

د هرات یوې بلې ښوونکې بي بي سي ته وویل نن نجونې له ښوونځیو په خواشينۍ او ژړا کورونو ته ستنې شوې.

دا وايي، “ښوونځي زموږ په هڅو پیل شوي وو، له بده مرغه زدکوونکي دوه کاله د کورونا او له هغه وروسته د طالبانو په راتګ له ښوونځیو بې برخې او له درسونو بېرته پاتې شول. اوس د کانکور امتحان راروان دی زدکوونکې له رواني پلوه ډېرې کمزورې شوي دي او ښه درس نه شي ویلي”.

خو په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ مشر سید عثمان فیضي دا خبره ردکړې او ویلي یې دي چې نجونې له ښوونځیو نه دي منع شوي.

د نجونو ښوونځي

Getty Images

څو ورځې وړاندې کله چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شول هغه مهال هم طالب چارواکو د زدکوونکو کورنیو ته ویلي وو چې د زدکوونکو د امنیت مسؤولیت نه شي منلی، کورنیو ویلي وو امنیتي مسؤولیت دوی پر خپله غاړه اخلي. اوس زدکوونکې وايي ورته ویل شوي چې امنیتي ستونزې دي او دوی نور ښوونځیو ته نه ځي.

د پوهنې برخې فعاله انجیلا غیور وايي سلګونه زده کوونکو پيغامونو ورته لیږلي او د ښوونځیو د تړلو په اړه یې خپل غږ تر دې رسولی.

نوموړې وايي هڅې یې کړې چې نجونو ته ډاډ ورکړي، خو په اوږد مهال کې د دې له نظره د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل ډېرې ژورې منفي اغیز لري او په راتلونکې کې افغان ټولنه له ډېرو ژرو کړکیچونو سره مخامخ کېدای شي”.

ښوونکو بي بی سي ته وویل د نجونو لومړني ښوونځي لکه د تېر په څېر پرانستي دي.

له بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز سرپل ارزوګان هرات شپږم ولایت و چې له شپږم صنف پورته زدکوونکو نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

طالب چارواکو ویلي د منځنۍ او لیسې دورې زدکوونکو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکوي خو غواړي د دې لپاره مناسب شرایط برابر شي، خو په دې ډېر وضاحت نه دی ورکړل شوي چې د کومې کړنلارې له مخې به دوی ښوونځیو ته ځي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي