تازه خبرونه

نړۍ دې له چین څخه تښتیدونکیو اویغور مسلمانانو ته پناه ورکړي- مایک پمپیو

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له چین څخه تښتیدونکیو ایغور مسلمانانو ته دې پناه ورکړي.

مایک پمپیو منځنۍ آسیا ته د سفر پر مهال په قزاقستان کې خبریالانو ته په ډاګه کړې: امریکا له ټولو هېوادونو دا غوښتنه لري، چې پر چین د فشار راوړلو لپاره له امریک سره یو ځای او د اویغور مسلمانانو روانه ځپنه پای ته ورسوي. زمونږ غوښتنه ساده ده؛ هغوی، چې له چین څخه تښتې، پناه ورکړئ.

هغه د قزاقستان په مرکز نورسلطان کې خبریالانو ته ویلي، چې د اویغور مسلمانانو د مسئلې په اړه یې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې تر سره کړې.

هغه زیاته کړې: مونږ د انسانانو د قاچاق او همدغه راز پر ایغور مسلمانانو د سختیو په اړه، چې د چین کمونیست ګوند د قزاقستان سرحد ته نږدې د شين ژیانګ په ایالت کې بندي ساتلي، هم بحث وکړ.

ښاغلي پمپیو په قزاقستان کې د قزاق له یو شمېر هغو کورنیو سره هم ولیدل، چې وايي، خپلوان یې د چین د شین ژیانګ په کمپونو کې بندي ساتل شوي دي.

قزاقستان د چین قزاق اقلیتونو ته د اوسید اجازه ورکړې؛ خو تر دې دمه یې پناه نه ده ورکړې.

د بشري حقونو ډلې وايي‌، چې چین د شین ژیانګ په ایالت کې څه باندې یو میلیون اویغور مسلمانان له افراطیت سره د مبارزې په پلمه په کمپونو کې بند ساتلي دي؛ خو چین دا راپورونه ردوي.

د شنونکیو په اند؛ په سیمه کې اقتصادي، سیاسي او پوځي ناندرو ورځ تر بلې د چین او امریکا تر منځ اړیکې اغېزمنې کړې دي.

Trending

Exit mobile version