Connect with us

تازه خبرونه

چمتو یو، چې له راتلونکي حکومت سره د یو اړخ په توګه خبرې وکړوـ طالبان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د ټاکنو په پایله کې له را منځته کیدونکي حکومت سره د جګړې د یوه لوري په توګه خبرو ته چمتووالی لري.

داسې ښکاري، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې ځنډیدلې خبرې بېرته له سره پیلېدونکي دي او هڅې کیږي، چې دا لړۍ بېرته له سره پیل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي؛ لومړی باید واشنګتن د خبرو میز ته را وګرځي، چې د سولې ځنډیدلی هوکړه لیک وروستی شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې هندي شبکې سره په مرکه کې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره لار د خبرو میز ته د امریکا بېرته راستنیدل بولي او له امریکا سره له هوکړې وروسته به طالبان له هغه افغان حکومت سره، چې له ټاکنو وروسته را منځته کیږي؛ د جګړې د یوه لوري او اړخ په توګه خبرو ته چمتو شي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي: زه فکر کوم، چې غوره ټاکنه سوله ییزه حل لار ده. هغوی باید د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره د خبرو میز ته را وګرځي؛ که هغوی په رښتیا د افغانستان د مسالې د حل لارې غوښتنه لري. څه دا دولت، اوسنی دولت او یا هر بل دولت، چې راتلوونکي کې وي؛ مونږ د قضیې د یوه لوري په توګه په پام کې نیولی او د نورو افغانانو تر څنګ به ور سره خبرې وکړو.

که څه هم د سولې خبرو کې د سیاسي اجماع پر نشتوالي نیوکې کیږي؛ خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې خبرو لپاره د زمینې برابرولو د هڅو خبره کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ویلي، چې د تاوتریخوالي د کچې په راټیټولو کې له افغان دولت سره اوربند له دې ډلې سره د خبرو اترو د پرمختګ لپاره مخکنی شرط بولي او وایي، چې د سولې بهیر پېچلی دی.

داسې ښکاري، چې د افغان دولت لخوا هم د سولې بهیر د ټاکنو له پایلو سره تړلی او راتلوونکی ولسمشر باید د سولې کرښې وباسي.

مخکې راپورونه خپاره شوي وه، چې طالبانو او امریکایانو د سولې خبرو د بیا پیل لپاره کتنې درلودې. ان تر دې، چې په پاکستان کې له زلمي خلیلزاد سره د دې ډلې د استازیو په لیدنه کې دواړو خواوو د سولې په خبرو کې د باور جوړولو لپاره د بندیانو پر تبادله هم هوکړه کړې ده.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!