Connect with us

تازه خبرونه

ځینې افغان مشران د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې دي- خلیلزاد

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، ځینې افغان مشران د سیمې له هېوادونو سره د سولې بهیر او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو په اړیکه کې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په خبرو کې دغو کسانو ته خبرداری ورکړ او وایي، چې که دوی دې منفي کارونو ته دوام ورکړي؛ نومونه به یې ډاګیزه شي.

د زلمي خلیلزاد تازه خبرې د هغو افغان مشرانو په اړه دي، چې د ولسمشریزو ټاکنو او سولې بهیر په تړاو یې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې نیولې دي.

که څه هم نوموړی د دې کسانو نوم نه اخلي؛ خو په کنایې سره وایي، له امریکا څه پټ ندي اوهغوی پېژندل شوي دي.

حکومتي مشرانو تل په تونده ژبه پر پاکستان لفظي بریدونه کړي او ایران یې خپل پخوانی دوست یاد کړی دی؛ نو زلمي خلیلزاد ویلي، چې دغه کسان څارل کیږي.

خلیلزاد افغان مشرانو ته خبرداری ورکوي، چې منفي رول لوبول پای ته ورسوي.

مخکې له دې ځینې تورن شوي وه، چې له داعش سره په اړیکه کې دي، پاکستان سره  یې تار ځغلولی، یا د لشکر فاطمیون څخه د ملاتړ غږ یې اوچت کړی دی، آیا د خلیلزاد خبرې له دې څرګندونو سره تړاو لري، که نه؟ وخت به یې ځواب کړي.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!