تازه خبرونه
هند افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي

(Last Updated On: )
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هند حکومت پرېکړه کړې، چې په نږدې وختونو کې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي.
د هند د کرنې وزیر نریندرا سینګ تومار په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې لبنان او افغانستان ته به د ديپلوماتیکو هوکړو پر بنسټ غنم لېږي.
د ده په خبره په لومړي سر کې افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم صادروي.
هند داسې مهال دغه اقدام کوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو غنمو د چټکو راوړلو او په ترانزیت کې د آسانتیاوو سپارښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په هند او ایران کې افغان سفیرانو ته ویلي، چې افغانستان ته له هند څخه د چابهار له لارې د غنمو په راړولو کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې هند دغه غنم د افغانستان له غوښتنې سره افغانستان ته صادروي.