Connect with us

تازه خبرونه

په ۵۳۷۳ رای مرکزونو کې به ټاکنې تر سره شي- د ټاکنو کمیسیون

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وږی ۳, ۱۳۹۸)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ ولسمشریزې ټاکنې به یوازې په هغو مرکزونو کې تر سره کړي، چې د رای ورکوونکیو نوملړ یې بشپړ او چمتو شوی وي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره څه باندې یوه میاشت پاتې ده؛ خو د رای مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې پخپل ځای دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ وايي؛ هغه ټاکنیز مرکزونه، چې د رای ورکوونکیو بشپړ نوملړ لري، امنیتي ځواکونو ته په ګوته شوي او د  پېنځه زره درې سوه درې اویا رای مرکزونو امنیت به خوندي کړي.

له دې مخکې اندېښنه څرګنده شوې وه، چې د ناامنیو له کبله په څه باندې دوه زره رای مرکزونو کې د ناامنیو له کبله د ټاکنو د نه تر سره کیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.  ټاکنڅاري بنسټونه وايي، چې د ناامنیو له کبله په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو له کبله اندېښنې پر ځای دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده وایي؛ ناامني په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه راټیټوي، درغلیو ته زمینه برابروي او د ټاکنو پایلې به خلکو ته د منلو نه وي.

که څه هم په پام کې وه، چې ولسمشریزې ټاکنې په څه باندې اووه زره مرکزونو کې تر سره شي؛ خو د ناامنیو له کبله په څه باندې دوه زره مرکزونو کې ټاکنې نه تر سره کیږي. امنیتي ځواکونو په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم د رایو د پېنځه زره مرکزونو امنیت خوندي کړی و.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

ولسمشر  اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوشنبې پر ورځ د زمري ۲۰ ماښام مهال د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې د۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

د دغه فرمان د لاسلیک د مراسمو پر مهال د ولسمشر مرستیالانو، لوی درستیز، قاضي القضات، د سترې محکمې مشر، د ملي امنیت سلاکار، لوی درستيز، د چارو د ادارې عمومي مشر، د ولسمشرۍ د دفتر او د حکومت مرکچي پلاوي مشرانو حضور درلود.

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې ښاغلي غني د پوځي پرسونل په مجازاتو کې د تخفیف او بښنې فرمان هم لاسلیک کړی دی.

ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر بنسټ د هغو پوځي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه، چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

د دې فرمان د لومړۍ مادې له مخې؛ د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده، چې تر پېنځه کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.

د دې فرمان په دوه یمه ماده کې لیکل شوي، چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نکوي.

پرون، د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې د هغو کسانوپه ګډون خوشې شي، چې په هېواد کې یې ان ستر خونړي بریدونه پلان کړي وه.

په دوحه کې د فبروري پر ۲۹ د امریکایانو او طالب استازیو ترمنځ د سولې رامنځته کولو یوه هوکړه وشوه، چې د طالب بندیانو خوشې کیدل د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو اترو د پیل لپاره یو شرط دی.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې څو ځله بشپر ټینګار کړی، چې دوی به د ۵۰۰۰  طالب بندیان له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته له افغانانو سره خبرو ته راوړاندې شي.

حکومت ویلي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به د راروانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د قطر په دوحه کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې حکومتي  پلاوی د روانې اوونۍ د چارشنبه پر ورځ  له کابل څخه قطر ته روان شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال مات کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د آزادې هڅې لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه.

د یکشنبه پر سهار نصرت حقپرست، بریالی شو، چې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې خپل امریکایي سیال الکس مونز له درې پړاویزې ماتې سره مخ کړي.

دا د آزادې مبارزې په سیالیو کې د نصرت حقپرست دولسمه یمه بریا ده.

نصرت حقپرست له سیربهادرزاده وروسته دوه یم افغان استازی دی، چې د افغانستان د رپی لاندې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې لوبیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غزني کې موتر بم برید ۲۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ومنله، چې په غزني ولایت کې د عامه محافظت قطعې مخې ته د موټر بم په چاودنه کې ۳ پولیس او د عامه محافظت قطعې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه ماښام شاوخوا ۷:۴۵ د غزنی ښار د کوتل روضه په اړوند سیمه کې رامنځته شوه.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده زیاته ګړې، چې له چاودنې وروسته برید کوونکيو هڅه وکړه، چې اړوند قطعې ته وردننه شي؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول.

هغه وایي، چې د چاودنې موخه د عامه محافظت قطعه وه.

د غزنې ملکي روغتون ویلي، چې تر دې دمه د پېښې ۷ مړي او ۱۴ ټپیان روغتون ته رالیدول شوي دی.

ویل کیږي، چې برید کوونکیو په دې چاودنه کې هاموی موتر کارولی؛ خو هیچا تر دې دمه د پېښې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

Trending