Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش پر ضد پیل شوي عملیات پای ته رسیدلي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-03-06-13h40m12s133 د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات پای ته رسیدلي دي.

شل ورځې وړاندې افغان ځواکونو په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پرضد عملیات پيل کړل او مسولینو ویلي وه، چې عملیات به د داعش تر بشپړې ماتې روان وي؛ خو د یکشنبې په سهار د داعش ضد عملیات پای ته ورسیدل.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په دې عملیاتو کې د داعش یو سل و پېنځه ویشت جنګیالي وژل شوي او یوپنځوس  ټيان دي.

هغه زیاتوي، په دې عملیاتو کې دولس کلي هم له داعش پاک شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې ټول پېنځه ویشت سرتېري هم وژل شوي او دولس ټپيان دي.  دغه راز سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډه شوي او لسګونه کورونه، ښوونځي او روغتونونه هم په نښتو کې ویجاړشويدي.

د یادو ولسوالیو اوسیدونکیو په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې په ډېر تکلیف سرتېري د داعش اصلي مرکزونو ته ورنږدې شول؛ خو مسوولینو یې ورته د بېرته شاه تګ امر وکړ او عملیات یې په نیمګړي حالت کې پای ته ورسول.

دوی زیاتوي، پاکو شویو سیمو کې یې هم پوستې جوړې نه کړې او ډېر ژر به ورته بېرته داعش راشي.

vlcsnap-2017-03-06-13h42m34s133

دا، چې ولې په ځینو پاکو شویو سیمو کې د بېرته ساتنې په موخه پوستې جوړې نه شوې؟

ولې عملیات په نیمګړي حالت کې پای ته ورسول شول؟

ولې د داعش مرکزونه له منځه یو نه وړل شول او بیا پلان څه دی؟

دا هغه پوښتنې دي، چې اړوند مسوولینو ورته تر دې دمه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

له دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات په ورته نیمګړي حالت کې پای ته رسول شوي وه.

مسوولین په دې عملیاتو کې د سلګونه داعیشانو د وژلو او لسکونه کلیو د پاکولو ادعا کوي؛ خو ځايي خلک عملیات ناکام بولي او وايي سرتېري د داعش د مرکزونو په له منځه وړلو کې بریالي نه شول.

دا په داسې حال کې ده، چېد یکشنبې په ورځ داعش د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ له دوه تنکیو ملکي ځوانانو سرونه پرې کړي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!